د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

د ارزګان 'ګڼ زده‌کوونکي او ښوونکي' هلمند ته د کوکنارو د نېښ وهلو لپاره تللي


هلمند کې ماشومان چې د کوکنارو په کروندو کې په کار بوخت دي.
هلمند کې ماشومان چې د کوکنارو په کروندو کې په کار بوخت دي.

د افغانستان په جنوب کې د ځوانانو او لویانو د بوختیا او مزدورۍ فصل یو ځل بیا را رسېدلی دی.

دا مهال د ارزګان په شمول د جنوبي ولایتونو ډېر هوټلونه، مسافرخانې او رستورانتونه له هغو کسانو ډک دي چې د کوکنارو په کروندو کې د نېښ وهلو لپاره د افغانستان له مختلفو ولایتونو څخه راغلي وي او غواړي هلمند ته ځان ورسوي چېرې چې په زیاته اندازه کوکنار کرل کېږي.

د کوکنارو د کرکېلې د مخنیوي لپاره د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د هڅو سربېره سږ کال بیا هم ارزګان، هلمند او شااوخوا ولایتونو کې کروندګرو پر پراخو سیمو تریاک یا کوکنار کرلي دي.

دې ورځو کې د دې کوکنارو د شیرې ټولولو وخت رارسېدلی، په ځانګړې توګه هلمند کې تازه د کوکنارو نېښ وهل پیل شوي او د ارزګان په شمول له بېلابیلو سیمو ګڼ کسان په ځانګړي توګه ځوانان دغلته د کوکنارو په کروندو کې د مزدورۍ پسې تللي دي.

نېښګر یا هغه کسان چې د کوکنارو د شیرې راټولولو په برخه کې له کروندګرو سره دې فصل کې مزدوري کوي
نېښګر یا هغه کسان چې د کوکنارو د شیرې راټولولو په برخه کې له کروندګرو سره دې فصل کې مزدوري کوي

د ارزګان یو شمېر مدني فعالان وايي، نه‌یوازې نالوستي او بې‌روزګاره ځوانان هلمند ته د کوکنارو په نېښ وهلو پسې تللي، بلکې د ښوونځیو ګڼ زده‌کوونکي او ښوونکي هم هلمند ته د تریاکو کروندو کې کار پسې ورغلي دي.

دوی وايي دا مهال ارزګان کې ګڼ ښوونځي چې رسماً رخصت نه‌دي عملاً په‌کې استادان او زده‌کوونکي نه‌شته.

مدني فعال جاوېد خپلواک ازادي راډيو ته وویل: "اوس هم چې په هلمند کې نېښ وهل شروع شوي، نو زموږ د ولایت زیات شمېر د ښوونځیو زده‌کونکي او ښوونکي د نېښ وهلو لپاره هلمند ته تللي دي، کله چې د هلمند نېښ وهل خلاص شي، بیا دهراوود ولسوالۍ ته راځي او بیا ترینکوټ ته راځي، دا زموږ خلکو ته په یو دودیزه مېله او د خوارۍ مزدورۍ په وسیله تبدیل شوي، په هره سیمه کې چې نېښ وهي هلته بیا مېلې هم ورسره جوړېږي، نو ارزګان کې د ښوونځيو زده‌کوونکو او ښوونکو، د نورو کسانو په څېر په دې وخت کې ښوونځیو کې نه‌وي. "

یو زده کوونکی
یو زده کوونکی

ښاغلی خپلواک وايي، د کوکنارو د فصل د اخیستو په وخت کې د ارزګان او ځینو نورو ولایتونو د ځوانانو له‌خوا په کروندو کې مزدوري په وروستیو کلونو کې دودیزه بڼه خپله کړې ده. له همدې کبله هلمند ته په روانو موټرو کې د بېلابېلو سیمو ځوانان لیدل کېږي.

د زیاتو دې ځوانانو چې هلمند او نورو ولایتونو ته د کوکنارو نېښ وهلو پسې ورځي له څېرو او جامو د هغوی بې‌وزلي او غربت څرګندېږي. زیاتره له سپرلیو څخه د ډکو موټرو په سرونو ناست وي.

محمد نعیم د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د یوې لېسې زده‌کوونکی دی. هغه وايي، زیات شمېر ټولګیوالو یې دې ورځو کې ښوونځي او درس ویل پرېښي او د کوکنارو کروندو کې په مزدورۍ پسې وتلي دي.

هلمند کې زده کوونکی ماشوم چې د کوکنارو په کروندو کې په کار بوخت دی
هلمند کې زده کوونکی ماشوم چې د کوکنارو په کروندو کې په کار بوخت دی

نعیم وویل: "زموږ یو شمېر ټولګيوال چې اقتصاد یې ضعیف و، بې‌کاره او د ښوونځيو سره‌یې د خصوصي کورسونو لپاره پیسې نه‌درلودې، نو د پیسو پیدا کولو لپاره د ۱۵ ورځو لپاره نېښ وهلو ته تللي دي او ښوونځیو ته‌یې د ناروغيو رقعې استولي، دوی هر کال ځي، ځکه دلته بل کار روزګار نه‌شته او ډېر خلک بې‌وزله دي."

د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د کوکنارو د شیرې راټولولو وخت چې عام کروندګر یې د "نېښ وهلو" وخت بولي عموماً د وري میاشتې له نیمايي پیلېږي او په ځینو سیمو کې د غويي میاشتې تر پای پورې دوام کوي.

نېښګر یا هغه کسان چې د کوکنارو د شیرې راټولولو په برخه کې له کروندګرو سره دې فصل کې مزدوري کوي وايي، دوی ټول کال دې فصل ته ورځې شماري څو د کار او مزدورۍ یو فرصت ورته برابر شي.

عام کروندګر چې په خپلو ځمکو کوکنار کري د فصل د رسېدو په وخت کې د کوکنارو د شیرې راټولولو لپاره د ګوتو په شمار ورځې لري چې عموماً د دې چارې لپاره له ځان سره نور کاریګر د تریاکو د شیرې راټولولو لپاره ګوماري.

نېښګر وایي دا مزدوري یوازې ۱۵ ورځې وي، خو دومره پیسې په‌کې ګټي چې د کال ډیره برخه خرڅه‌یې برابرېږي.

د ارزګان د پوهنې ریاست چارواکي دا ردوي چې ګوندې د کوکنارو نېښ وهلو لپاره دې ښوونځي تړل شوي وي.

د دې ولایت د پوهني ریاست تدریسي مرستیال محمد نیسم ازادي راډيو ته وویل، په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو او ښوونکو د نشتوالي په اړه به څېړنې وکړي.

د پوهني ریاست تدریسي مرستیال محمد نیسم
د پوهني ریاست تدریسي مرستیال محمد نیسم

ښاغلي نسیم زیاته کړه: "د دې موضوع په اړه موږ ته تر اوسه پورې کوم راپور نه‌دی راغلی، موږ د څارنې یوه کمېټه لرو چې دنده‌یې د ښوونځیو د ورځني کار څارنه ده. ښوونکي او زده‌کوونکي مکلف دي چې ښوونځي ته حاضري ورکړي، خو موږ بیا هم څېړنې کوو، که مو چېرې داسې څه وموندل چې ښوونکي یا زده‌کونکي له موجه دلیل پرته ښوونځي ته ولاړ نه‌شي، قانوني چلند ورسره کوو."

خو د ارزګان مدني فعالان وايي، یوازې په ښوونځیو کې د حاضرۍ په ټینګولو او څار ښايي دا ستونزه هواره نه‌شي.

دوی وايي افغان ځوانان د مناسبو کاري فرصتونو برابرېدو ته اړتیا لري او کله چې د خلکو لپاره په خپلو سیمو کې مناسب کاري فرصتونه واوسي، نه‌یوازې دا چې زده‌کوونکي به د وري او غویي میاشت کې د کوکنارو په نېښ وهلو پسې ښوونځي نه‌پرېږدي، بلکې خلک به د کوکنارو له کر هم ډډه وکړي او پر ځای به‌یې د عوایدو نورې بدیلې لارې ولري.

XS
SM
MD
LG