د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

په ننګرهار کې انځورګر: طالبانو راباندې کار بند کړی او وایي چې دا چاره حرامه ده


انځورګر عزت او شاګردان یې
انځورګر عزت او شاګردان یې

په ننګرهار ولایت کې یو انځور ګر وايي، طالبانو ورته ویلي چې له دې وروسته دې انځورګري نه کوي.

دغه انځورګر چې عزت نومیږي ادعا کوي چې د طالبانو امربالمعروف او نهي عن المنکر پنځم امریت ورته ګواښ کړی چې له خپل هنره لاس واخلي.

نوموړی چې له تېرو څو کلنو راهیسې انځورګري کوي، نورو ته د دې هنر د زدکړې یو مرکز هم جوړ کړی دی.

عزت وایي:" زه انځورګر عزت یم، په ننګرها ولایت کې د یو هنرۍ مرکز مسؤلیت په غاړه لرم. له انځورګرۍ ور هاخوا په دې برخه کې شاګردان هم لرم، د ځوانانو علاقه هم په دې برخه کې ډېره ده او راځي چې یو څه یاد کړي، زموږ هدف یوازې د سیمو او کورونو انځورګري ده. اوس طالبانو دا کار راباندې درولی او وايي چې دا چاره حرامه ده، خو دا زما لپاره یوه اقتصادي سرچینه ده."

نوموړی وايي چې له خپل همدې هنر له لارې یې د کور خرڅ ګټلو.

عزت وایي طالبانو ورته ویلي چې نوره انځورګرۍ و نه کړي
عزت وایي طالبانو ورته ویلي چې نوره انځورګرۍ و نه کړي

د عزت په خبره، دی د ماشومانو، شعرونو او ځینو تصویرونو انځورګري کوي چې د ده په خبره شرعي ستونزه نه لري.

خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي بیا په دې اړه له ازادي راډيو ته وویل چې د دوی د دا شان فعالیتونو مخه نه ده نیولې، خو په خبره یې یاد فعالیتونه باید قانوني او د جواز په ترلاسه کولو سره ترسره شي.

کریمي وایي:" دا مسئله خو روښانه ده چې د هېڅ چا د کار په وړاندې خنډ نه دی جوړ شوی خو بله مسئله بیا دا ده چې دغه ډول فعالیتونه باید د جواز او د ځینو مقرراتو په درلودو سره وشي، کوم کس چې تاسو یاد کړ که دهغه فعالیت د قانون او جواز له مخې وي ستونزه ورته نه شته او کولای شي چې خپل کار ته دوام ورکړي. "

وروسته له هغې چې طالبان په ټول افغانستان په ځينو هنري فعالیتونو لکه موسيقي بندیزونه ولګول شول ان تر دې چې په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر وسلوالو کسانو له خوا د موسیقۍ د ځينو الو د ماتولو ویډيو ګانې هم خپرې شوې، چې دې چارې د سندغاړو او د سندرو د مینوالو غبرګونونه هم له ځلنه سره درلودل.

هغه مهال طالبانو ویلي و چې د دې ویدیوګانو په اړه پلټنه کوي، خو د دغه پلټنو د نتیجو په اړه تر اوسه څه نه دي شریک شوي.

XS
SM
MD
LG