د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

پر بشري مرستو متکي افغانان؛ افغانستان کې اقتصادي بحران او لوږه پر ډېرېدو ده


ارشيف
ارشيف

د ملګرو ملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ پر اساس، په افغانستان کې د خوراکي موادو امنیت تر بل هر وخت کم شوی او د افغانستان د نفوس تر نیمايي ډېر په بشري مرستو متکي دي.

د کډوالو لویې کمیشنرۍ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې اقتصادي بحران او لوږه نوره هم په زیاتېدو ده او له کبله یې په هرو دوو تنو کې یو تن باور نه لري چې د راتلونکې وخت ډوډۍ به ترلاسه کړای شي او که نه.

په افغانستان کې د لوږې بحران د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر له میاشتې مخ په ډېرېدو دی.

پرون په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتو ځانګړي استازي ریچارد بینيت د افغانستان د سفر په پای کې په دې هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښکاره کړه.

ده په کابل کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې وویل، په افغانستان کې اقتصادي بحران هم د اندېښنې وړ دی.

نوموړي وويل: "اقتصادي او انساني بحران د اندېښنې دی او زه له نړیوالې ټولنې غواړم بشري مرستو ته دوام ورکړي او دا ډاډ ترلاسه کړي چې اجراکېدونکي بندیزونه د ضروري عمومي خدماتو په وړاندې کولو کې اساسي خنډ نه پېښوي."

د خوړو د نړیوال پروګرام پر اساس، په دسمبر کې د افغانستان په سلو کې ۹۷ وګړو ته کافي خواړه نه رسېده او له دې کبله هغه خلک چې پخوا به یې درې وخته ډوډۍ خوړه، اوس هڅه کوي چې دوه یا یو وخت یې وخوري.

د خوړو نړیوال پروګرام پخوا ویلي و چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د هېواد نیمايي نفوس وږی دی. د دې معنا دا ده چې ۲۲ ملیونه او ۸ لکه خلک له شدیدې لوږې سره مخامخ دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام پر اساس، وچکالي، جګړو، د کووید نولس خپرېدا او همدا راز اقتصادي بحران د کافي خوړو له ترلاسه کولو افغانان بې برخې کړي دي.

د ملګروملتو د کډوالو لویه کمېشنري وايي، افغانانو ته شا نه‌شي اړول کېدای.

XS
SM
MD
LG