د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

د پکتيا يو شمېر ځوانان: بېکارۍ مو ژوند له ستونزو سره مخ کړی


د پکتيا ولايت ګردېز ښار
د پکتيا ولايت ګردېز ښار

د پکتیا د احمد خېلو ولسوالۍ اوسیدونکي او ځوانان وايي، د بې کارۍ او وزګارتوب له کبله يې ژوند له کړاونو او ستونزو سره مخامخ دی.

دوی زیاتوي، ددې سیمې یو شمېر ځوانان په قاچاقي او غیر قانوني لارو بهرنیو هېوادونو ته تللي، چې هغوی هم د قانوني اسنادو د نشتون د لاسه ازاد کار او کسب نشي کولای او څه ګټه وټه په لاس نه ورځي.

د احمدخېلو اوسیدونکي او ځوانان له حاکم نظام غواړي چې دوی ته کاري زمینې برابرې کړي، تر څو په اقتصادي لحاظ پر ځان بسیا شي.

د احمدخېلو اوسیدونکي بسم الله مشال راډيو ته وویل، د بې کارۍ دلاسه د دوی ځوانان د ستونزو سره مخامخ دي.

نوموړی وايي:"د کار زمینه نه ده برابره، ډېر ځوانان غرونو ته ځي، هلته غرونه وهي، جوالیتوب کوي، یا تیږې ماتوي او په دغو باندې خپل ځان ته د غلې دانې، چای او بورې زمینه برابروي، په کلي وطن کې وزګار ګرځي، والله که د غلې پیسې وي یا د چای او د بورې پیسې وي، ټول غریبان وزګار ګرځي."

د یادې سیمې یو بل اوسیدونکی محمدیونس وايي، د وطن حالات سم نه دي، ځکه کاروبار نشته او ځوانان وزګار ګرځي.

د پکتيا ولايت
د پکتيا ولايت

نوموړی زیاتوي، د سیمې یو شمېر ځوانانو په قاچاقي لارو ایران او نورو هېوادونو ته تللي، چې هغوی ته هم څه ګټه وټه په لاس نه ورځي.

محمدیونس له حاکم نظام غوښتنه وکړه، چې ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي، په نظام کې خلکو ته ونډه ورکړي، د تېر حکومت کسان جذب کړي، تر څو د هېواد اقتصاد په پښو ودریږي.

د احمدخېلو اوسیدونکي همدارنګه وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د تېرو جګړو له کبله رغنیزې چارې نه دي ترسره شوي او زیاتره کرنیز بنسټونه ویجاړ پاتې شوي دي.

د جاني خېلو اوسیدونکی دادی وايي، وچکالیو هم خلک او د دوی فصلونه ځپلي، د نورو سیمو په شان دلته کارونه، نه دي شوي.

دادي وویل، د دوی سیمه کې جګړه وه، په دې ځای کې د همدې جنګ دلاسه خلکو ته کار نه دی شوی.

بل لوري ته د پکتیا ځايي چارواکي وايي، دوی مني چې د بې کارۍ ستونزه شته، خو دوی هڅه کوي چې د ټولګټو پروژو د ترویج او پلي کولو له لارې خلکو لپاره کاري زمینې برابرې کړي.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي خالقداد احمدزي وویل، د سړکونو، چک ډیمونو او د بندونو د جوړولو کارونه پیلیدونکي دي او په دې برخه کې ښاروالۍ او د ټولګټو چارو ریاستونو ځینې کارونه روان کړي دي.

نوموړی وايي: "د دې تر څنګ د ولایت مقام هڅه کوي، ترڅو موسسات وهڅوي چې د کار په بدل کې د بشري مرستو وېش ترسره شي، تر څنګ به يې خلک له بېکارۍ هم خلاص شي، بل به دا وړیا مرستې د کار په بدل کې خلکو ته ورسول شي او اړمنې کورنۍ به هم ښې په نښه شي."

د یادونې وړ ده د پکتیا د یو شمېر نورو سیمو په شان د احمدخېلو ولسوالۍ اوسیدونکي هم په وروستیو کالونو کې د جګړو او په اوس وخت کې د وچکالیو له کبله ځپل شوي او د دوی ژوند په مخکې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې ډېرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG