د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۶

ملګري ملتونه: افغانستان کې اقتصادي وضعيت ورځ تر بلې بدتر کېږي


يو شمېر افغانان
يو شمېر افغانان

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې افغانستان ته د مرستو رسولو سره سره بیا هم ورځ تر بلې د اقتصادي وضعیت راتلونکی تیاره ښکاري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې د یو بیان په خپرولو ویلي له تېر یو کال راهیسې د کمزوري اقتصاد تر څنګ ډېری افغانان اقلیمي بدلونونو او وچکالیو هم سخت ځپلي دي.

دغې نړیوالې ادارې زیاته کړې چې دا مهال شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي او په تېر یو کال کې احتمالا شاوخوا نهه سوه زره کسان بې دندو شوي دي.

۵۱ کلنه شاه بي بي چې د ارزګان ولایت اوسېدونکې او د خپلې ټولې کورنۍ سرپرسته ده وایي، اقتصادي ستونزې يې ورځ تر بلې ژوند تریخوي.

شاه بي بي وایي سره له دې چې دا او لوڼې یې د نارینه وو د جامو ګلدوزي کوي خو د دې کار لپاره یې په ټولنه کې د کمزوري اقتصاد له امله بازار نه‌شته او نه‌شي کولای چې له دې لارې په اسانه د خپلې کورنۍ نفقه پوره کړي.

نوموړې وايي: "دا جامې بازار ته یوسم دوکاندارانو ته یې ورکړم بیا ورته په تمه یم چې هر وخت وپلورل شي، تر هغه مې پورونه کړي وي ځکه هېڅ هم نه لرو، نه د خوراک، نه د جامې نه د کور او نه د ژمي او اوړی څه چاره کولای شو، خوار او ځاریو، د کور ټول وسایل مې چې خرڅ کړل پر ۲۵۰۰ افغانیو مې یوه بوجۍ وړه پرې واخیستل."

ملګري ملتونو تر دې مخکې هم څو څو ځل د افغانانو پر ژوند او ناوړه اقتصادي وضعيت اندېښنې ښودلي.
ملګري ملتونو تر دې مخکې هم څو څو ځل د افغانانو پر ژوند او ناوړه اقتصادي وضعيت اندېښنې ښودلي.

دا مېرمن وایي چې کله مرستندویه بنسټونو ته د مرستې د غوښتلو لپاره ورشي هم څوک ورسره مرسته نه کوي.

شاه بي بي د زرګونو هغو کورنیو او ښځو بېلګه ده چې دا مهال په افغانستان کې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د اګسټ پر ۱۱ نېټه د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو په ګډون د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې اوچا پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره کېدو سره د یو بیان په خپرولو په افغانستان کې د روان اقتصادي کړکېچ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په دې بیان کې په افغانستان کې د بشري مرستو همغږي کوونکي په حواله راغلي چې: "تاریخ موږ ته وخت په وخت ښودلې چې موږ د سبا په خطر کې د نن ورځې سره بیرغونه له پامه غورځوو او په افغانستان کې نن ورځ، سره بیرغونه ډیر او متنوع دي - د اقلیمي بدلونونو له امله اقتصادي توازن مخ په ځوړ دی، پر نجونو او ښځو باندې زیاتېدونکو محدودیتونه هم ورو -ورو دوی له ټولنې لرې کوي."

يو شمېر مېرمنې شکايت کوي چې کله مرستې راشي، هغه کسان چې د مرستو وړ وي ورته نه رسيږي.
يو شمېر مېرمنې شکايت کوي چې کله مرستې راشي، هغه کسان چې د مرستو وړ وي ورته نه رسيږي.

ښاغلي الکبروف په اوسنیو شرایطو کې په ټولنه کې د افغان ښځو او نجونو فعاله ونډه د اقتصاد د بیا رغولو لپاره خورا مهمه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت چې له واکمن کېدو يې نږدې یو کال تېریږي د ښځو په کار کولو بندیز لګولی او دغه شان له شپږو ټولګیو پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې دا هم ویلي چې له تېر یو کال راهیسې شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانان په فقر کې ژوند کوي او احتمالا شاوخوا ۹۰۰ زره کسان بې دندو شوي دي.

دې ادارې دا هم ویلي سره له دې چې دوی په دې موده کې په بېلابېلو برخو کې خلکو ته بشري مرستې رسولي خو بیا هم خلک بېړنیو خوراکي مرستو، روغتیایي خدماتو، د سرپناوو برابرولو او ګڼو نورو بشري کومکونو ته شدیده اړتیا لري.

د افغانستان اقتصادي وضعیت وروسته له هغې لا کړکېچن شو چې پر دغه هېواد د طالبانو له واکمنېدو سره د نړیوال بانک او امریکا له لوري بانکې شتمنۍ یې کنګل او ډېری مرستندویه هېوادونو خپل مرستې قطع کړې.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر د دغه تازه راپور په اړه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې يې ویلي وو چې حکومت يې لا نوی دی او هڅه کوي چې د وخت په تېرېدو سره د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

XS
SM
MD
LG