د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

د افغان ښځو اوسنی وضعیت د نړۍ پر مخ تر ټولو لوی ناورین وبلل شو


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کې چې پرون خپور شوی وايي، په افغانستان کې د ښځو اوسنی وضعیت د نړۍ پر مخ تر ټولو لوی ناورین دی.

سمیه پلازمېنه کابل کې د دولسم ټولګې زده‌کوونکې ده.

هغه د خپلو زده‌کړو کړو په اخر کال کې ښوونځي ته له تلو منع شوې.

سمیې ازادي راډيو ته وویل، سږ کال یې باید د کانکور ازموینه کې ګډون کړی وای، خو طالبانو له دوولسم ټولګي د فراغت اجازه نه‌ده ورکړې.

هغې زیاته کړه: "د نجونو ښوونځي یې وتړل او که دوام وکړي، ستونزې به لا ډېرې کړي. که دوی دا ډول مخکې ځي، موږ راتلونکې ته هېڅ ‌هیلې نه‌لرو. شاید اصلاً ښوونځي خلاص نه‌شي."

په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو او د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنې د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له جدي اندېښنو سره مله دي.

د بشري حقونو د څار سازمان هم په یوه راپور کې، چې د جمعې په ورځ خپور شوی لیکلي، په افغانستان کې د ښځو اوسنی وضعیت د نړۍ پر مخ تر ټولو لوی ناورین دی.

د دې سازمان د ښځو څانګې مشره هېډر بار دا حالت د نویېمې لسیزې په دوهمه نیمايي کې د طالبانو له لومړۍ پلا واکمنۍ وروسته، د ښځو د حقونو په برخه کې تر ټولو جدي ناورین بولي.

هېډر بار
هېډر بار

بار وویل: "د نړیوالو غبرګون باید له اندېښنو ژور وي. موږ مشخصو اقداماتو او برنامو ته اړتیا لرو. له دې ډلې د ملګرو ملتونو له‌خوا پر وضعیت جدي څار، ځواب ویل او عملي اقدامات، لکه د طالب مشرانو په سفرونو بندیز چې په ناوړه حالاتو کې ترې ګټه اخیستل کېږي او اوس ورته موږ اړتیا لرو."

د بشري حقونو د څار سازمان په خبره، یوازې د نجونو د زده‌کړې حق‌ نه‌دی چې د طالبانو په واکمنۍ کې له خطر سره مخ دی، بلکې د کار، روغتیا، له تاوتریخوالي پرته ژوند، سیاسي ګډون، لاریون، ورزشي او د موسیقۍ حق، هغه څه دي چې طالبانو له نجونو او ښځو اخیستي.

دا سازمان لیکي، دا حقوق هغه مهال ورکول کېدای شي چې ښځې وشي کولای، له کوره ووځي، ټولنه کې ګډون ولري او یا هم بې له محرمه د تګ راتګ حق ولري.

طالبانو د بشري حقونو د څار سازمان د دې راپور په اړه زموږ پوښتنو ته ځواب و نه وایه، خو له دې وړاندې یې ویلي، د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي، هغه جمله چې ډېر وضاحت یې نه ورکوي.

خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او د نړۍ د یو شمېر هېوادونو او بشري حقونو ملاتړو بنسټونو له دې غبرګونونو سره، د نجونو او ښځو په اړه د دوی په لګول شویو بندیزونو کې نرمښت نه‌دی راغلی او لا د تېر په پرتله په خپلو پرېکړو ډېر ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG