د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

د افغان ښځو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د تازه پرېکړې هرکلی وشو


افغانستان د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې
افغانستان د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د تازه پرېکړې هرکلی وکړ.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا تازه پرېکړه د ځینو لوړپوړو چارواکو د هرکلي سبب شوې ده.

دغه پرېکړه لیک چې پرون جمعه تصویب شو او هغه څه په کې غندل شوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه ګڼل شوې ده.

د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ د پرېکړه تر تصویب وروسته پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، دا پرېکړه لیک طالبانو ته پیغام ورکوي، داسې اقدامات دې نه کوي چې د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه ګڼل کېږي.

د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ
د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ

د رویټرز خبري اژانس په حواله، له کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، انتقادکوونکو ویلي چې د ښځو له حقونو سرغړونې شوي او پر دوی بېلابېل محدودیتونه لګول شوي، چې د طالبانو له ژمنو سره په ټکر کې دي.

په ملګرو ملتونو کې د چک جمهوریت سفیر، واسلاو بالیک د اروپايي ټولنې په استازیتوب د دغه سازمان د بشري حقونو شورا ته ویلي، چې له تېرې اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په شدت خراب شوی دی.

د بشري حقونو فعالې پرستو یاري ازادۍ راډیو ته وویل، له میاشتو راهیسې د افغان نجونو او ښځو په اړه له مهمو بنسټونو داسې کوم پرېکړه لیک نه و خپور شوی.

یاري زیاتوي: "اوس چې دغه پرېکړه لیک خپور شوی، زه او د افغانستان مېرمنې ډاډه دي چې حتماً به یوه نتیجه ولري. ځکه تر اوسه له کومې معتبرې نړیوالې ادارې داسې کوم پرېکړه یا غږ نه و خپور شوی."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا دا پرېکړه لیک داسې مهال تصویبوي، چې د چنګاښ یا سرطان پر لسمه همدې شورا په خپله غونډه کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وضعیت بحث رابللی و.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل باچله په هغه غونډه کې ویلي، له طالبانو وغوښتل څو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ښه والي او د هغوی خلاف د منظم ظلم د پای ته رسولو لپاره د نورو اسلامي هېوادونو په پل پل کېږدي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنره میشل باچله
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنره میشل باچله

که څه هم طالبانو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د پروني پرېکړه په باب تبصره نه ده کړې، خو طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه مرستیال ملا شېر محمد عباس ستانکزي تېره پنجشنبه کابل کې یوه نندارتون ته په وینا کې وویل، ښځې باید په سیاست، اقتصاد او د ژوند په نورو چارو کې فعاله ونډه ولري.

دغه راز د طالبانو د مشر ملا هبت اله اخندزاده په اختریز پیغام کې هم راغلي، چې دوی هم پوهنې ته ځانګړې پاملرنه کوي هم خلکو ته د حقه حقونو په ورکولو کې.

خو انتقادکوونکي بیا وايي، طالبان دې په عمل کې د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي ژمنتیا ثابته کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG