د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

يو شمېر طالب چارواکو د ديني عالمانو له غونډې دفتواوو غوښتنه وکړه


طالب وياندويان
طالب وياندويان

پرون د ديني عالمانو د غونډې په لومړي ورځ د لویې جرګې خېمې ته نژدې، چې د علماوو لویه غونډه هلته جوړه شوې، ډزې وشوې او د طالبانو یوې مخالفې ډلې؛ د خپلواکۍ ملي جبهې یې مسوولیت په غاړه واخیست. خو د طالبانو ویاند او څو نورو چارواکو له حملې انکار وکړ.

ذبیح الله مجاهد وویل چې د دوی امنیتي ځواکونو پر یوه مشکوک ځای څو ډزې کړي.

خو د ورځې په پای کې طالب چارواکو تایید کړه چې دوه وسله وال وروسته له دې ووژل شول چې د علماوو پر لویې غونډې یې ډزې وکړې.

دوی همدا راز ویلي چې دغو کسانو د لویې جرګې خېمې ته نژدې له یوه بام څخه ډزې کولې.

دا برید په داسې حال کې وشو چې طالبانو تر دې مخکې ویلي و چې ۱۲ زره ځواکونه یې د غونډې د امنیت لپاره د هغې په شاوخوا کې ځای پر ځای کړي دي.

طالبانو د ديني عالمانو غونډې لپاره کلک امنيتي تدابير نيولي.
طالبانو د ديني عالمانو غونډې لپاره کلک امنيتي تدابير نيولي.

دې غونډې ته د طالبانو دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد د طالبانو څه باندې لس میاشتني واک ته په اشارې وویل چې په دې موده کې هیڅ اسلامي او غیر اسلامي هېواد د دوی امارت په رسمیت نه‌دی پېژندلی نو له عالمانو غواړي چې د بهرنۍ تګلارې په اړه مشورې ورکړي چې نړیوال یې په رسمیت وپېژني.

نړیوالې ټولنې په ځلونو له طالب چارواکو غوښتي چې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي، ښځو ته د کار او نجونو ته د زده کړو حق ورکړي او د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي.

د طالبانو له لوري د علماوو په غونډه کې خبریالانو او رسنیو ته اجازه نه وه ورکړل شوې.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد د دې دلیل دا وباله چې دوی نه‌غوښتل چې رسنۍ په تکلیف شي.

مجاهد، چې په یوه خبري کنفرانس کې څرګندونې کولې، د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دوی ځواکونه تازه دي او اندېښنه لري چې له رسنیو سره به بد چلند وکړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د لويې جرګې په خېمه کې د مالوماتو ورکولو پر مهال
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د لويې جرګې په خېمه کې د مالوماتو ورکولو پر مهال

خو دا په داسې حال کې ده چې پر طالبانو انتقاد کېږي چې د رسنیو فعالیت او د بیان ازادي یې محدوده کړې ده.

ذبیح الله مجاهد وویل چې ممکن د دوی لوی مشر هبت الله اخوندزاده هم د علماوو په لویه غونډه کې ګډون وکړي.

د طالبانو د مشر د ژوند او مرګ په اړه ډېری افغانان شک لري او طالبانو هم تر اوسه پورې کوم دلیل نه دی وړاندې کړی چې ولې یې مشر ځان نه ښکاروي او وینا نه کوي.

په دې غونډه کې هیڅ ښخه ګډون نه لري او د طالبانو منتقدان وايي چې طالب چاراواکو خپل خواخوږي راغونډ کړي چې خپلې واکمنۍ ته د مشروعیت لارې چارې ولټوي.

د علماوو د غونډې په لومړۍ ورځ د بامیان د یوه دیني عالم سید نصر الله واعظي بامیاني دې خبرې توجه جلب کړه چې د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي او د هرات مولوي حبیب الرحمان انصاري دې خبرې چې د طالبانو د نظام خلاف دې هر غږ په قهرجن ډول وځپل شي، ډېر غبرګونونه وپارول.

"که څوک د دغه اسلامي نظام په مقابل کې سر پورته کوي باید له منځه یووړل شي او سر یې ووهل شي."

انصاري وویل: "که څوک د دغه اسلامي نظام په مقابل کې سر پورته کوي باید له منځه یووړل شي او سر یې ووهل شي."
سره له دې چې نن د علماوو د غونډې دوهمه ورځ پیلېږي، خو لا هم د دې غونډې اصلي اجنډا او هدف څرګند نه دی. طالبانو ویلي چې علماوو ورڅخه د داسې یوې غونډې غوښتنه کړې وه او دوی ورته چمتو کړه.
خو له دې سره سره د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان هیله لري چې طالبان به خپل سخت دریځ بدل کړي او ښځو ته د کار او نجونو ته د زده کړو حق ورکړي.
د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان برخې څېړونکې هیدربار هیله څرګنده کړې چې دا غونډه د نجونو د زده کړو او بشري حقونو په اړه ښه خبرونه ولري.

XS
SM
MD
LG