د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

طالبان: د ديني عالمانو غونډه مو د دوی په غوښتنه رابللې


طالب چارواکي
طالب چارواکي

د طالبانو د حکومت چارواکي، د علماوو د جوړېدونکې غونډې د اجندا په اړه مشخص څه نه وايي، خو وایي دا غونډه په‌خپله د علماوو په غوښتنه جوړه شوې.

له څو ورځو ځنډ وروسته بالاخره د طالبانو د حکومت چارواکو د علماوو سترې غونډې جوړېدو په اړه معلومات شریک کړل.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي ملي راډیو ټلوېزیون سره مرکه کې وویل، چې سبا پنجشنبه به دا غونډه پیل او د هېواد له بېلابېلو سیمو او ولایتونو به دیني عالمان او قومي مخور چې په خپلو سیمو کې ښه شهرت او د خلکو تر منځ نفوس لري، په‌کې ګډون وکړي.

ښاغلي حنفي وویل: "ځکه چې دا غوښتنه د علماوو او قومي سپین ږیرو له لورې وه، موږ دا زمینه سازي وکړه چې هغوی دلته راشي، سره کښېني او په بېلابېلو مسایلو بحث وکړي، د اسلامي نظام، د افغانستان د خپلواکۍ، د ملي یووالي، دا چې زموږ اقتصادي او ټولنیز وضعیت څنګه ښه شي او هر هغه نور موضوعات چې هغوی غوښتل خپلو کې به پرې بحث او پرېکړې به وکړي."

خو نوموړي د دې غونډې د مشخصې اجندا په اړه څه ونه ویل او د ښځو د ګډون په اړه یې وویل چې دیني عالمان هم د ښځو اولادونه دي او په دې غونډه کې ګډون کوي.

ښاغلي حنفي د دې ناستې د شمېر په اړه وویل چې له ۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ زیات کسان به په‌کې ګډون وکړي.

دا غونډه په کابل کې د لویې جرګې په تالار کې جوړېږي.

طالبانو ويلي، د يادې غونډې جوړېدو لپاره يې کلک امنيتي تدابير نيولي دي.
طالبانو ويلي، د يادې غونډې جوړېدو لپاره يې کلک امنيتي تدابير نيولي دي.

د ښاغلي حنفي په خبره، دې غونډې ته د مېلمنو د ځای پر ځای کولو چمتوالی نن چهارشنبې نیول شوی او تر نیمایي زیات مېلمانه هم کابل ته رسېدلي دي.

مخکې د طالبانو په حکومت کې یو سرچینې ازادي راډیو ته ویلي وه، چې دا غونډه به د چهارشنبې په ورځ وي.

د یادونې ده، چې ازادي راډیو په هېواد دننه یو شمېر افغان سیاستوال په دغه غونډه کې د ګډون په اړه، پوښتلي او دوی ویلي، چې بلنه نه ده ورکړل شوې.

که څه هم د دې غونډې د محتوا په اړه ډېر څه روښانه نه‌دي، خو وړاندې د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي، د دیني عالمانوپه غونډه کې به د نورو سیاسي موضوعاتو په ګډون له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانستو په اړه هم بحث وشي.

خو د ښځو د حقونو ځینې فعالانې وايي، طالبانو په دې ستره غونډه کې د ښځو پر ونډې سترګې پټولو سره هر ډول بحث اوپرېکړې به خلکو او ښځو ته د منلو وړ نه وي.

له دې ډلې د افغان ښځو د حقونو فعالې او د تېر حکومت د ولسي جرګې غړې صائمې خوږیاڼۍ وویل: "دا جرګه د دې خلکو نیمګړې ده، دوی د افغانستان د ټولنې د نیمایي خلکو پر ونډې سترګې پټې کړې دي، دوی چې په «دې غونډه» کې هره پرېکړه کوي، خصوصاً د وطن، ولس او ښځو په اړه چې هر پرېکړه کوي، ښایي هغه ښځو ته د منلو وړ نه وي."

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مرستیال مشرې، هیدر بار ویلي، له ښځو او اقلیتونو پرته د دې غونډې جوړول د ښځو حقونو او اقلیتونو ته د طالبانو نه ژمنتیا ښېي.

له دې سره د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان همکارې سمیرا حمیدي طالبان د بشري حقونو په نقض تورن کړي او په خپله ټویټرپاڼه یې لیکلي، د طالبانو جرګه به مشروعیت و نه‌لري.

وړاندې له دې طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکو ازادي راډیو ته ویلي وه، چې د دې غونډې د امنیتي تدابیرو نیولو لپاره یې په بشپړه توګه چمتوالی هم نیولی دی.

XS
SM
MD
LG