د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

کابل کې د طالبانو لخوا د ديني عالمانو غونډه پنجشنبې ته ځنډول شوې


د لويې جرګې تالار
د لويې جرګې تالار

ټاکل شوې کابل، سبا پنج شنبه د طالبانو په اصطلاح د دیني عالمانو د یوې غونډې کوربه وي، مخکې ویل شوي وو غونډه د چهارشنبې په ورځ جوړېږي.

دا چې په دې غونډه کې به پر کومو مسایلو بحث کېږي، برخوال ورته څنګه ټاکل شوي او څوک ټاکل شوي طالبان ډېر معلومات له رسنیو سره نه شریکوي.

دغې غونډې ته یو غوښتل شوی کس وايي، داسې ښکاري چې دا یوه مشورتي غونډه وي او د طالبانو د اوسني نظام د بقا موضوع به په‌کې مطرح شي.

د طالبانو حکومت یوې باوري سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې د نوم له اخیستو ډډه کوله تېره شپه ازادۍ راډیو ته وویل، د دې غونډې لپاره چمتووالی له څو ورځو راهیسې روان دی، چې دیني عالمان او مخور کسان به په‌کې ګډون کوي.

د کابل پوليتخنیک پوهنتون ویلي د دې غونډې له کبله به پوهنتون د چنګاښ/سرطان له پنځمې تر ۱۲مې رخصت وي. مخکې راپور ورکړل شوی و، چې دا غونډه به د چهارشنبې په ورځ جوړېږي، خو د طالبانو یوه سرچینه وايي غونډه پنج شنبې ته پلان شوې ده.

راپورونه وايي د دې غونډې لپاره له هرې ولسوالۍ درې کسان غوښتل شوي، چې دوه یې دیني عالمان او بل یې مخور دی او هغه هم تر ډېره هغه کسان دي چې له طالبانو سره خواخوږي لري.

د ګډونوالو شمېر شا و خوا ۳۰۰۰ ښوول شوی دی او ځینو سرچینو ویلي غونډه به درې ورځې دوام کوي.

په وروستۍ ورځ به د غونډې پرېکړه لیک هم خپور شي.

دا چې په دې غونډه کې به په مشخص ډول پر کومو مسایلو بحث کېږي، اجنډا یې څه ده او څومره وخت به دوام کوي، طالبانو له رسنیو سره معلومات نه دي شریک کړي.

خو د مولوي عبدالهادي حماد په نوم د کندهار یو دیني عالم چې دغې غونډې ته بلل شوی وايي، ممکن په غونډه کې د طالبانو د اوسني نظام د بقا مسئله مطرح شي.

نوموړي ويلي: "په عام ډول داسې ښکاري چې دا یوه مشورتي غونډه ده. تر کومې اندازې چې زه پوهېږم د مشورې اړخ چې ما شخصي له خلکو سره خبرې کړې دي، هغوی ټول دا وايي چې د نظام تایید کوو. دا نظام بدیل نه لري. ممکن د اصلاح لپاره یې ځینې ملګري پېشنهادونه او نظریات ولري."

د طالبانو یوه ویاند ذبیح اله مجاهد تېره دوشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي وو، عالمانو او افغانانو له زیاتې مودې د دیني عالمانو د غونډې د جوړېدو غوښتنه درلوده.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مرستیال مشرې، هیدر بار ویلي، له ښځو او اقلیتونو پرته د دې غونډې جوړول د ښځو حقونو او اقلیتونو ته د طالبانو نه ژمنتیا ښېي.

په همدې حال کې د مقاومت جبهه چې مشري احمد مسعود کوي پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دې غونډې ګډونوال ټول د طالبانو پلویان دي چې د افغانانو استازیتوب نه شي کولی.

XS
SM
MD
LG