د طالبانو په حکومت کې یوې رسنیزې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، چې د لویې جرګې په خیمې کې د علماو د چهارشنبې ورځې ناستې خبري پوښښ به محدود وي.
که څه هم د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه د طالبانو په خبره، د علماو له ناستې چې ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شي، د مثبت بدلون تمه نه لري خو له دې سره هم د رسنیو ملاتړي بنسټونه او خبریالان د دې ناستې د خبري پوښښ ورکولو غوښتونکي دي.
دا خبریالایان او د رسنیو ملاتړي بنسټونه اطلاعاتو ته لاسرسی د خلکو حق بولي او د طالبانو له حکومته غواړي، چې د دې ناستې په پوښښ ورکولو کې دې محدودیت نه وضع کوي.
د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو د فدراسیون د مشرتابه شورا غړی ګل محمد ګران وايي: "اطلاعاتو ته لاسرسی د خلکو حق دی او ټولې ناستې یا پروګرامونه او پرېکړې چې د خلکو په ژوند پورې اړه لري، خلک حق لري چې ترې خبر شي. حکومتونه هم مسوولیت لري چې د ټولو پرېکړو او اقداماتو په اړه چې د هېواد او خلکو په اړه یې نیسي، خلکو ته معلومات ورکړي."
د طالبانو ویاندویان د عالماو د ناستې په اړه خبرو ته حاضر نه شول خو د طالبانو په حکومت کې یوې رسنیزې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته، ویلي چې د دې ناستې خبري پوښښ او د رسنیو لاسرسی به ورته محدود وي.
دا ناسته د چهارشنبې په ورځ د لویې جرګې په خیمه کې کېږي.
د خلکو اندېښنه دا ده، چې د دې ناستې موضوعات تر اوسه هم معلوم نه دي او پټ ساتل شوي.
خبریاله فرزانه ایوبي وايي: "د اسلامي امارت حکومت باید په کور دننه او بهر د مشروعیت ترلاسه کولو په خاطر له ملت او نړيوالې ټولنې سره اوږدمهاله پروګرامونه ولري. د نړيوالې ټولنې غوښتنه د بیان ازادي او د ښځو حقونو ته احترام او ولسواکي او ملي مشارکت د ټولو لپاره دي."
د کابل اوسېدونکی ضیاالدین زیارمل وايي، په دې ناسته کې باید د ټول افغانانو استازیتوب وشي او ټول یې په پرېکړو کې شریک او خبر وي.
هغه وویل:" تر اوسه د خلکو په خبره د دې ناستې محتوا هېڅ معلومه نه ده او خلک اندېښنه لري چې په دې ناسته کې به په څه خبرې کېږي او څومره به خلکو ته ګټوره وي."
د طالبانو ریاست الوزرا ته په یوه منسوب مکتوب کې چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کې کېږي ویل شوي، دغې غونډې ته داسې علما د برخه والو په توګه بلل شوي، چې ښه شهرت، نوم او تقوا ولري، تر څنګ یې د مکتوب په اصطلاح د جهاد ملاتړ یې کړی وي.
ویل شوي، چې له هرې ولسوالۍ څخه درې تنه چې دوه یې علما او بل تن مخور وي، دغې جرګې ته بلل شوي دي.
خو دا مکتوب رسمي نه دی تایید شوی.
د بشر حقونو ملاتړو بنسټونو د دې ناستې په اړه ویلي، چې له یادې ناستې د مثبت بدلون د راوستلو هیله نه لري.
د بشر حقونو د څار بنسټ د ښځو څانګې مشره هیدر بار وايي، فکر نه کوي چې د طالبانو په جرګه کې دې څوک غږ پورته کړي او یا دې هم دا ناسته د قومي تنوع ښکارندویه وي.
د بخښنې د نړيوال سازمان د جنوبي اسیا کمپاینرې سمیرا حمیدي هم په یو لړ ټوېټونو کې ویلي دي، چې د طالبانو جرګه به مشروعېت و نه لري.
د نوموړي په خبره دا جرګه طالبان ځان ته د تبلیغ لپاره جوړوي.
اغلې حمیدي په طالبانو تور لګولی، چې لا هم د بشري حقونو نقض ته دوام ورکوي.
که څه هم تر اوسه د علماو د ناستې موضوعات له رسنیو سره نه دي شریک شوي خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له دې مخکې ازادي راډيو ته ویلي وو، چې د دیني علماو په ناسته کې به د نورو سیاسي موضوعاتو ترڅنګ د نجونو ښوونځیو د خلاصولو په اړه هم بحث وشي.