د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

له ملګرو ملتونو د نصير احمد فايق غوښتنه: د افغانستان په اړه يو ملي ډيالوګ جوړ کړئ


ملګري ملتونه
ملګري ملتونه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي له دغه سازمانه غوښتي چې د افغانستان روانو ستونزو د حل په موخه یو ملي ډیالوک د ټولو اړخونو په ګډون سره جوړ کړي.

نصیر احمد فایق د پنجشنبې په ورځ دغه سازمان ته په خپلې وینا کې ویلي چې دغه ډیالوک کولای شي افغانستان له انزوا کیدو څخه وژغوري.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق تېره ورځ دغه سازمان ته په خپلو خبرو کې د افغانستان د روانو حالاتو د کابو کېدو لپاره د یو بین الافغاني ډیالوک د جوړېدو غوښتنه کړې.

ښاغلي فایق ویلي، له هغې وروسته چې طالبان د زور له لارې قدرت ته ورسېده او دا دی لس میاشتې یې دحکومتولۍ کېږي خو تر اوسه یې د خلکو لپاره یو منل شوی حکومت نه دی رامنځته کړی او د بشري حقونو په برخه کې یې انعطاف پذیري هم نه ده ښودلې.

نوموړې همدا راز د طالبانو حکومت د بشري استعداد وژنې او همدا شان د مېرمنو په برخه کې د بشري حقونو په نقص تورن کړ.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصير احمد فايق
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصير احمد فايق

هغه همدا راز د طالبانو د حکومت د سیوري لاندې په افغانستان کې د لږه‌کیو هدف ګرځول هم اندېښنې وړ مسله یاده کړې.

موږ هڅه وکړه چې طالبانو د حکومت نظر په دې برخه کې واخلو خو ددوی ویاند ذبیح الله مجاهد زموږ اړیکې راځواب نه‌کړې.

خو ښاغلي فایق وړاندې ویلي چې د افغانستان د خلکو ژوند یوازې ډوډۍ، سر پناه او جامو پیدا کولو ته منحصره شوې او د راتلونکي لپاره هیڅ هیله نه‌لري.

د هغه په باور، اوس هم هیله مندي شته چې افغانستان له منزوي کېدو وژغورل شي او پرې نښودل شي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په امن پټنځای بدل شي.

نوموړې د خپل وینا په یوې برخه کې ویلي چې:

"په لومړي سر کې د افغانانو ترمنځ یو ملي ډیالوک ته اړتیا ده"

، د افغانستان خلک له جګړې ستړي شوي او جګړه د حل لاره نه ده، ملګري ملتونه په یو ښه موقف دي او دوی کولای شي دیونما په چوکاټ کې یو بین الافغاني ډیالوک چې په هغې کې د ټولنې ټولې برخې، له هېواده بهر سیاسیون او نور شخصیتونه ونډه ولري رامنځته کړي."

ښاغلی فایق دې مسلې ته په اشارې سره چې ددغه ډیالوک له لارې کېدای شي په سیاسي مسایلو، د حکومت بڼه، خپلواک انتخاب، بنسټیزې خپلواکۍ، د تېر شلو کلنو لاسته راوړنو ساتل او د اساسي قانون د تعدیل په اړه خبرې او هوکړه وشي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې په دې ورستیو کې د طالبانو له لوري د یوې لوې جرګې او ددې جرګې له لارې د طالبانو حکومت ته د مشروعیت ورکولو اوازې تر غوږو کېږي.

له دې وړاندې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو اوسیدونکو له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي و چې طالبانو د کلیو او ګذر وکیلان په خپل خوښه ټاکي تر ددوي له لوري په جوړېدونکې لویه جرګه کې ددوی د حکومت د مشروعیت لپاره مثبتې رای واخلي.

خو طالبانو بیا دغه ادعاو هغه مهال نه وې منلې.

XS
SM
MD
LG