د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

ملګري ملتونه: په نړۍ کې د خوراکي موادو د کمي بحران اوج ته رسېدلی


ارشیف: هرات کې یوه مېرمن د خیر ټولولو پرمهال
ارشیف: هرات کې یوه مېرمن د خیر ټولولو پرمهال

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په نړۍ کې د هغو کسانو شمېر چې د خوړلو لپاره کافي خوراکي مواد نه لري، بېساري حد ته رسېدلی دی.

د غزني ولایت د یوې اوسېدونکې شفیقې پر غاړه د درېیو اولادونو نفقه پر غاړه ده.

د شفیقې په ګډون په افغانستان کې په میلیونونو کسان د خوړلو لپاره کافي خوراکي مواد نه لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام وایي، د افغانستان په ګډون د نړۍ په۸۲ هېوادونو کې تر۳۴۵ میلیون زیات وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري چې دا په نړۍ کې د کورنا وبا تر خپرېدو او د اوکراین له جګړې مخکې وخت پرتله څه باندې دوه چنده زیاتوالي ښيي.

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

په روم کې مېشت د خوړو نړیوال پروګرام په هغه راپور کې چې پرون دوشنبې یې خپور کړی ویلي، چې دغه نوې شمېرې د کورنا له خپرېدو وروسته په نړۍ د هغو کسانو په شمېر کې چې کافي خواړه نه لري، له دوه سوه میلیون زیاتو کسانو زیاتوالي په ډاګه کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د دې واقعې خطر شته چې په نړۍ کې د خوړو او تغذیې اړتیاوې به ښایي ډېر ژر د دې نړیوال پروګرام یا بل هر سازمان له توانه پورته وي چې ورته ځواب ووایي.

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان، ایتوپیا، سومالیا او جنوبي سودان ته په اشاره وویل، چې په دغو هېوادونو کې ټولې شمېرې د دې خطر زنګ کړنګوي چې نړۍ د خوراکي موادو له یوه داسې بحران سره مخ ده چې په معاصر تاریخ کې تر ټولو لوی بحران بلل کېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي، نږدې شل میلیون وګړي ښودلی و.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې سږکال هڅه کوي چې ۱۵۱ میلیون او شپږ سوه زره کسانو ته خواړه ورسوي چې دا د تېر۲۰۲۱ کال په نسبت یو نوی ریکارډ دی.

تېر کال دې پروګرام ۱۲۸ میلیون وګړو ته خواړه رسولي وو.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې د اټکل له مخې له دې پروګرام څخه نړیوال مالي ملاتړ به د دوی د عملیاتو لپاره د اړتیا وړ ۲۲ میلیارد او دوه سوه میلیون ډالرو، له نیمایي څخه کمه برخه تمویل کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې له درې لورو له خطر سره مخامخ دی، د عملیاتو لګښتونه په زیاتېدو دي، د هغو کسانو چې شدید وږي دي شمېر په زیاتېدو دی حال دا چې د بشرپالنې د چارو د عملیاتو بودجه په کمېدو ده.

پر او کراین د روسیې جګړه هم د دې سبب شوې، چې د د دواړو هېوادونو چې د غنمو ستر تولیدونکي دي، صادرات کم شي او دغه راز د اوکراین د کرنې تولید هم مختل شوی دی.

په افغانستان کې لوږې تر ټولو زیات پر ماشومانو ناوړه اغېزه کړې ده.

د ملګرو ملتونو په حواله په دې هېواد کې شاوخوا یولس لکه ماشومان د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله د مړینې له ګواښ سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG