د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

ټاکل شوې طالبان سبا کابل کې د ديني عالمانو لويه غونډه جوړه کړي


د طالبانو پر سبانۍ غونډه تر ټولو لويه نيوکه دا ده چې يوازې يې ورته خپل پلويان راغوښتي دي.
د طالبانو پر سبانۍ غونډه تر ټولو لويه نيوکه دا ده چې يوازې يې ورته خپل پلويان راغوښتي دي.

طالبانو کابل کې د دیني عالمانو د يوې لوی غونډې د جوړېدو خبر ورکړی، خو دا غونډه له جوړېدو وړاندې له ځان سره د ښځو او مذهبي لږکیو اندېښنې لري.

په کابل کې د دیني عالمانو غونډه؛ هغه څه چې د ښځو او مذهبي لږکیو له رابللو پرته د طالبانو د ملاتړ جلسه بلل کېږي.

ټاکل شوې، چې دا غونډه سبا د لویې جرګې په تالار کې جوړه شي، چې ویل کېږي، لویې سیاسي پرېکړې او تر خوا به یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانستو په اړه به په کې بحثونه وشي.

خو دې غونډه کې څوک ګډون لري؟

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مسوولې هېدر بار ازادي راډیو ته وویل، د دې غونډې له جزییاتو ښکاري چې طالبانو یوازې خپل پلویان ور بللي دي.

د اغلې بار په خبره، د ښځو او لږکیو له وربللو پرته د دې غونډې جوړېدل ښيي چې طالبان د ښځو او لږکیو حقونو ته ژمنتیا نه‌لري.

نوموړې ويلي: "دا غونډه د نړیوالې ټولنې او خلکو په سترګو کې طالبانو ته د کاذب مشروعیت ورکولو پرته بل څه‌ نه‌ده. ولې اوس چې موږ نور جزییات تر لاسه کړل چې دوی څوک ور بللي دي، دا روښانه شوه چې دوی یوازې خپل پلویان ور بللي. دا نه‌شي کولای د دوی مشروعیت زیات کړي، ځکه دوی نور قومونه او په ځانګړي ډول ښځې له پامه غورځولي او په غونډه کې یې د ګډون لپاره ځای نه‌شته."

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مسووله هېدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مسووله هېدر بار

هېدر بار وايي، هیلې شته چې د دې غونډې له بحثونو یو به یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانيستو په اړه وي، خو د دې په خبره، د لږکیو او ښځو له ګډون پرته به دا غونډه د طالبانو مشروعیت سره مرسته و نه کړي.

یو شمېر افغان ښځې هم وايي، یوازینۍ لاره چې طالبان پرې په کور دننه او نړیوال مشروعیت تر لاسه کولای شي، د لږکیو او د ښځو حقونو ته درناوی کول دي.

د ښځو د حقونو فعاله کابل مېشتې فرزانه ایوبي وايي: "که ښځې په یوه حکومت کې نه‌وي، هغې ته موږ یو بشپړ او ټول ګډونه حکومت نه‌شو ویلای. دوی یوازې خپل‌منځي جرګه جوړوي او د ځان په ګټه یې ده. دوی غواړي خلکو ته دوکه ورکړي."

طالب ویاندویان په دې اړه خبرو ته حاضر نه‌شول، خو پرون د طالبانو په حکومت کې یوې رسنیزې سرچینې د خپل نوم د پټ ساتلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، دې غونډې ته د رسنیو لاس‌رسی به محدود وي.

ويل شوي دي، د ديني عالمانو دا غونډه به د لوی جرګې په تالار کې جوړه شي
ويل شوي دي، د ديني عالمانو دا غونډه به د لوی جرګې په تالار کې جوړه شي

که څه هم د دې غونډې د محتوا په اړه ډېر څه روښانه نه‌دي، خو وړاندې د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي، د دیني عالمانو په غونډه کې به د نورو سیاسي موضوعاتو په ګډون له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانستو په اړه هم بحث وشي.

د بشري حقونو یو شمېر ملاتړو بنسټونو مخکې ویلي و، له دې غونډې د مثبتو پایلو هیله لري.

خو له دې ټولو سره سره، پرون د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان همکارې سمیرا حمیدي یو ځل بیا طالبان د بشري حقونو په نقض تورن کړل او په خپله ټویټرپاڼه یې ولیکل، د طالبانو جرګه به مشروعیت و نه‌لري.

XS
SM
MD
LG