د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۴

کابل کې د ديني عالمانو غونډه؛ حنفي: پر ملي او اقتصادي مسايلو به بحث پکې وشي


نن په کابل کې د طالب چارواکو په بلنه د ملایانو یوه لویه غونډه رابلل شوې چې د دوی په وینا د ملي یووالي پر مسلو خبرې وکړي.

په دې غونډه کې، چې لا یې هم دقیقه اجنډا او هدف معلوم نه دی، ښځې برخه نه‌لري.

د طالبانو د ريیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي پرون ملي ټلوېزیون ته وویل چې په دې غونډه کې د ښځو استازیتوب نارینه کوي ځکه چې نارینه د ښځو اولادونه دي.

که څه هم منتقدانو ویلي چې غونډې ته له هرې ولسوالۍ دوه طالب ملایان او یو داسې مخور وبلل شوی چې د طالبانو خواخوږی وي، خو ملاعبدالسلام حنفي وايي چې د بېلابېلو نظرونو بېل بېل خلک په دې غونډه کې ګډون کوي او دا به په افغانستان کې د ثبات او د ملي یووالي لور ته یو مثبت ګام وي.

د طالبانو یوې سرچینې فرانس پرس اژانس ته ویلي چې په رژیم باندې به انتقاد ته اجازه ورکړل شي او د نجونو د زده کړو په ېیر مسایلو به بحث وشي چې د دې ډلې نظریات یې سره ویشلي دي.

ټاکل شوې دا غونډه د لويې جرګې په تالار کې نن پرانيستل شي.
ټاکل شوې دا غونډه د لويې جرګې په تالار کې نن پرانيستل شي.

د طالبانو منبع چې د فرانس پرس سره یې خبرې کړې دي چې دغه غونډه به د طالبانو د حکومت د کړنو په هکله د علماو نظر واخلي.

د سرچینې پر اساس د "غونډې ګډون کوونکو ته به اجازه ورکړل شي چې «د اسلامي امارت» نیمګړتیا په ګوته کړي او حتی شکایت وکړي."

یو شمېر مدني ټولنو او فعالانو ویلي، هغه غونډه به، چې ښځې پکې نه‌شته، مشروعیت ونه‌لري.

دې ته په کتو چې طالبانو د غونډې دقیقه اجنډا نه ده اعلان کړې، د هغې د هدف په اړه راز راز شکونه څرګندېږي.

ځینې وايي د دې غونډې هدف دا دی چې طالبان خپلې ځینې اختلافي مسلې؛ لکه له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو چې یې لري، په دې غونډه کې حل کړي.

XS
SM
MD
LG