د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

یو شمېر ښځې: د طالبانو د ديني عالمانو غونډه هیڅ راز مشروعیت نه لري


طالب چارواکي
طالب چارواکي

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت نن پنجشنبه د لویې جرګې په خېمه کې د علماو ناسته نن رابللې ده، یو شمېر ښځې وايي، دا ناسته مشروعیت نه لري او په دې ډول د دې ناستې له جوړېدو سره خپل مخالفت اعلانوي.

د طالبانو د حکومت په رهبرۍ د دیني عالماو ناسته نن د ښځو له ګډون پرته په کابل کې پیل شوه.

د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالسلام حنیفي وویل چې په ناسته کې دوی د ښځو استازیتوب هم کوي.

خو ایا ښځې د دې ناستې ګډونوال د خپلو استازو په توګه مني؟

خو ایا ښځې د دې ناستې ګډونوال د خپلو استازو په توګه مني؟

له څو ورځو راهیسې "زما رایه مخالفه ده" کمپاین پر ټولنیزو شبکو کې د یو شمېر ښځو له لوري پيل شوی دی چې له دې لارې له دې ناستې سره خپل مخالفت څرګند کړي.

راضیه بارکزۍ چې دا کمپاین یې پیل کړی، ازادي راډيو ته وویل، دا ناسته اعتبار نه لري، ځکه د خلکو اراده په کې نه څرګندېږي او د افغانستان هره ښځه له دې ناستې او د طالبانو له پرېکړو سره یوه مخالفه رایه لري.

نوموړې ویلي: "نننۍ ناسته اعتبار نه لري او هغه څه چې پرېکړه هم کوي، د اعتبار وړ نه دي، ځکه د خلکو ارادې ته پام نه دی شوی او د ښځو، ځوانانو او اپوزیسیون نه ګډون د دې ناستې اعتبار له منځه وړی. زه د یوې افغانې ښځې په توګه د طالبانو د جرګې لپاره یوه مخالفه رایه یم."

نن د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ غړو هم په کابل کې له جوړې شوې ناستې سره د مخالفت په پار راټولې شوې وې.

د دې غورځنګ غړې مونسه مبارز وايي، له دیني او د افغانستان د اساسي قانون له اړخه جرګه د خلکو د ارادې تمثیلونکې ده خو د نوموړې په خبره په دې جرګه کې ټول ګډونوال طالبان او د خلکو استازي نه دي.

نوموړې ويلي: "هغه ډله چې خپله د مشروعيت په بحران کې وي، د هغوی هره جرګه او پرېکړه د مشروعیت وړ نه وي. د یو شمېر بې واکه او واکمنو ملایانو ناسته د افغانانو په تصمیم او ارادې پورې هېڅ نه اړه لري."

په کابل کې د ښځو د حقونو یوه بله فعاله منیژه فضلي وايي، هغه ډېر مصارف چې د دې جرګې لپاره کېږي، په کار وه چې د دې پر ځای د جرګې مصارف د وروستیو زلزلو ځپل شویو ته ورکړل شوي وای.

نوموړې وويل: "ډېرو طبیعي پېښو لکه زلزلو په پکتیکا، خوست، پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې او ورښتونو په بامیان، بدخشان او پنجشېر ولایتونو کې خلکو ته تلفات رسولي او اوس خلک سرپنا، خوړو او پیسو ته اړتیا لري خو دوی راځي، اضافي مصارف د جرګې یا د علماو د ناستې په نوم کوي."

هغه همدا ډول وايي، طالبان د دې ناستې په جوړولو سره ځان ته د مشروعیت لټولو په هڅه کې دي خو د ښځو او لږه کیو له ګډون پرته مشروعيت هېڅ معنا نه لري.

طالبانو د دیني عالمانو غونډې ته کلک امنيتي تدابیر هم نيولي دي.
طالبانو د دیني عالمانو غونډې ته کلک امنيتي تدابیر هم نيولي دي.

د طالبانو په واک کې د افغانستان ملي ټلوېزیون راپور ورکړی چې په نننۍ ناسته کې له ۳۵۰۰ ډېرو ملایانو او مخورو برخه اخیستې وه.

د بشر حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مشرې هیدر بار هم د علماو ناستې په اړه په یوه ټوېټ کې لیکلي دي چې" ۳۵۰۰ نارینه راټول شوي دي چې پرېکړه وکړي، له ښځو سره څه ډول چلند وکړي."

د طالبانو حکومت له څو ورځو راهیسې لویې جرګې د خېمې په ساحه کې سخت امنیتي تدابیر نیولي دي او په دې سیمه کې یې ډېرې لارې تړلي دي.

یو شمېر کابل ښاریان شکایت کوي چې په ښار کې تګ راتګ ورته ستونزمن شوی دی.

د کابل اوسېدونکی اجمل وايي، له دوو ورځو راهیسې د کابل ښار په مرکزي ساحو کې ډېرې لارې تړل شوي دي او د موټرو کرایه هم لوړه شوې ده.

نوموړی وايي: "دوه ورځې کېږي چې ټولې لارې تړلې دي، خلک له ستونزو سره مخ دي، نن د جرګې د خېمې ترڅنګ ډزې هم روانې وې چې خلک یې ډېر ووېرول."

بله نیوکه چې د علماو د ناستې په اړه مطرح شوې، هغه د تړلیو دروازو تر شا د دې ناستې ترسره کېدل دي چې خپلواکو رسنیو ته یې د پوښښ اجازه نه ده ورکړل شوې.

طالبانو ویلي، دا ناسته د علماو په غوښتنه جوړه شوې ده او په هرې موضوع چې هغوی غواړي، بحث کولای شي.

دا چې د دې ناستې پایلې به څه وي او ایا هغسې چې مخکې ویل کېدل په دې ناسته کې به د نجونو د تړلیو ښوونځیو په اړه پرېکړه وشي که نه؟ د دې ناستې له پای ته رسېدو وروسته به معلوم شي.

XS
SM
MD
LG