د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

نن په کابل کې د لویې جرګې تالار ته نږدې د سپکو او درنو وسلو ډزې اورېدل شوي


د لويې جرګې مخته طالبان د خلکو دتلاشۍ پر مهال
د لويې جرګې مخته طالبان د خلکو دتلاشۍ پر مهال

د لویې جرګې په تالار کې د طالبانو له لوري د شاوخوا درې زره دیني عالمانو او قومي مخورو لویه غونډه روانه ده.

لا معلومه نه ده چې نننیو ډزو کې د غونډې ګډون والو ته کوم زیان رسېدلی دی او که‌نه خو په خواله رسنیو د جرګې د تالار له شاوخوا سیمو څو ویډیوګانې خپرې شوي چې د ډزو غږونه ترې اورېدل کېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي چې د غونډې په شاوخوا کې څه ستونزه نشته خو د ده په خبره په یوه مشکوک ځای باندې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا څو ډزې شوي او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

اخوا د ازاداه ګانو د ملي جبهې په نوم د طالبانو یوې مخالفې وسله والې ډلې په خپل فېسبوک ادعا کړې ده چې په نننۍ غونډې باندې د دوی ځواکونو برید کړی دی.

XS
SM
MD
LG