د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

انډپنډنټ: ښايي د علماوو غونډه کې د نجونو تعلیم پر وړاندې تګلارې لغوه شي


د طالبانو بيرغ
د طالبانو بيرغ

انډپنډنټ:

انډپنډنټ بریتانیایي خپرونې په کابل کې د نننۍ غونډې په اړه، چې طالبانو د دیني علماوو لویه غونډه بللې، یو مطلب خپور کړی دی.

مطلب کې راغلي، ممکن په دې غونډه کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو زده کوونکو د ښونځیو د بندېدو بحث مطرح شي.

د انډپنډنټ په لیکنه، ځینې افغان څېړونکي دا غونډه لویه جرګه یادوي، هغسې جرګه چې ۲۰۰۲ کال کې د طالبانو د پخواني رژیم له ړنګېدو وروسته جوړه او د افغانستان راتلونکی نظام یې جوړ کړ.

د خپرونې په لیکنه، طالبان دغې غونډې ته د لویې جرګې نوم نه ورکوي، هغه نوم چې څو پېړۍ مخینه لري او چوکاټ کې یې تاریخي پرېکړې شوي دي.

طالبان دغې ناستې ته د دیني علماوو د لویې غونډې نوم ورکوي، چې په خبره یې پر یو شمېر نا مشخصو ملي مسایلو به بحث وکړي.

انډپنډنټ لیکلي، ځینې په دې باور دي چې د دې غونډې له لارې به طالبان خپل نظام ته له خپلو پلویانو پرته نور کسان هم ورمات کړي اود نجونو د تعلیم پر وړاندې تګلارې به لغوه کړي.

د نجونو پر تعلیم محدودیت هغه اصل دی، چې طالبان یې له نړیوال تعامله ګوښې ته کړي او په ظاهره د همدې او یوشمېر نورو تګلارو له مخې له تېرو لسو میاشتو راهیسې د دوی حکومت هم کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

آى آر سي خپرونه:

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (آی.ار.سي) خپرونې د پکتیکا، خوست او ننګرهار وروستۍ مرګونې زلزلې ته کتنه کړې ده.

خپرونې لیکلي، له زلزلې وروسته چې څه باندې زر تنه په کې ووژل شول روغتیایي او د خیر ښېګڼې ټیمونه سیمې ته ورسېدل او د ژغورنې نړیوالې کمېټې د زیانمنو شویو ستونزو ته د رسېدو په هدف د بېړني ملاتړ غوښتنه وکړه.

آی.آر.سي ویلي، په همدې میاشت کې د نړیوال بانک له خوا افغانستان ته د ۸۰۰ میلیونه ډالرو مرستې ورکړه یو مهم ګام دی، خو د خپرونې په لیکنه، په مرستو کې ځند خلک د مرګ له ګواښ سره مخامخوي.

مېل انلاین:

مېل انلاین خپرونې د اسوشیتیدپریس خبري اژانس په حواله لیکلي، له همدې زلزلې وروسته د طالبانو د مالیې وزارت او مرکزي بانک چارواکي د امریکا د خزانې وزارت له چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته روان شوي دي.

پرون د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د مالیې وزارت او افغانستان بانک د چارواکو سفر تایید کړ او وې ویل، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي یې مشري کوي.

له دې وړاندې واشنګټن پوست ورځپاڼې ویلي و، چې د جوبایډن د ادارې لوړپوړي چارواکي له طالبانو سره پر داسې میکانېزم کار کوي چې د مرکزي بانک له زیرمو د لوږې او بې وزلۍ له ناورین سره مبارزه وکړي.

کله چې طالبان د تېر کال په زمري میاشته کې بیا واک ته ورسېدل، امریکا د افغانستان بانک ۹ میلیارده بهرنۍ پانګه کنګل کړه.

XS
SM
MD
LG