د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

د افغانستان په تړاو نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

ګلوب انډ مېل:

کاناډایۍ ګلوب انډ مېل ورځپاڼې له افغانستانه د هغو افغانانو د ایستلو ستونزو ته پام اړولی چې له کاناډایانو سره یې کار کړی دی.

ګلوب انډ مېل لیکي، د دغو هڅو پر وړاندې یو خنډ د کاناډا د ترهګرۍ ضد قوانینو رامنځته کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، یو شمېر ټولنې، مرستندویه بنسټونه او پخواني کاناډایي پوځیان هڅه کوي چې هغه کسان له افغانستانه وباسي چې په دې هېواد کې یې د د کاناډا له پوځي او ډیپلوماتیکو ماموریتونو سره همکاري کړي، خو دغه هڅې یې په دې خاطر له خنډ سره مخامخ شوي چې د کاناډا حکومت په جدي توګه د ترهګرۍ ضد قوانین عملي کوي.

په ګلوب انډ مېل کې وړاندې راغلي، غیردولتي سازمانونه وایي چې د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي قانون د دې سبب شوی چې دغه خیریه بنسټونه ونه شي کړای څو له افغانستانه د دغو کسانو د ایستلو لپاره لومړني شیان وپېري.

د ګلوب انډ مېل په لیکنه، د کاناډا د عدلیې وزارت او د دې هېواد فدرالي امنیتي ادارې د ترهګرۍ ضد قانون په جدي توګه تطبیقوي چې دا پر خیریه ټولنو او پخوانیو کاناډایانو پوځیانو فشار راولي څو له دغو قانون سره سم عمل وکړي او هغه د دې سبب شوې چې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ افغانانو تخلیه له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

خو د کاناډا د کډوالو د چارو وزارت ویلي، چې د ۴۰ زره افغانانانو چې له کاناډایانو سره یې کار کړی د ایستلو په ژمنه ولاړ دی او د تېر کال د اګست له میاشتې راهیسې، له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، له لس زره زیات افغانان کاناډا ته رسېدلي دي.

لاس انجلس ټایمز:

امریکایۍ لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې هم ورته موضوع ته پام اړولی او امریکا ته د افغانانو د لېږدولو او د کډوالۍ د ویزو په اړه یې لیکلي، د امریکایي چارواکو له څرګندونو او هغو اسنادو چې دې ورځپاڼې کتلي، ښکاري چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې د سې شنبې په ورځ له تروریزم سره د تړاو په تور د افرادو په نښه کول یو څه نرم کړي چې له مخې به یې اوس ډاکټران، انجینیران او نور افغانان چې له طالبانو سره ارتباط لرلو ته اړ کړای شوي وو، د امریکا د ویزې د ترلاسه کولو چانس ولري.

لاس انجلس ټایمز لیکي، د امریکا د داخلي امنیت چارواکو ویلي، چې دغه معافیت به له امنیتي څېړنو وروسته په انفرادي توګه تطبیق کېږي او تمه ده چې دا به له هغو افغانانو سره چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته له دې هېواده تښتېدلي یا له نورو یو شمېر هغو سره چې امریکا ته لېږدول شوي، مرسته وکړي.

د تېر کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د امریکا په مشرۍ نړیوالې ټولنې له ۱۲۴ زره زیات افغانان له دې هېواده وایستل چې ډېره برخه یې په امریکا کې ځای پرځای شوي دي، خو تراوسه په زرګونو نور په قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیه کې په موقتي کمپونو کې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG