د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

واشنګټن ایکزامینر:

د امریکا د متحدو ایالتونو واشنګټن ایکزامینر خپرونې پرون د سیګار پر تازه راپور تبصره کړې، چې له مخې یې ویل شوي، پخواني ولسمشر محمد اشرف غني، په تېره اګست میاشت کې له کابله د وتلو پر مهال له ځان سره شا و خوا ۱۷۰ ملیون امریکايي ډالره نه دي وړي، هغه موضوع چې په هغو لومړیو کې یې ادعا شوې وه.

د خپرونې په لیکنه، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، کله چې طالبان کابل ته ننوتل، ښاغلي غني، لومړۍ مېرمن او نور چارواکي چې له جمهوریت ریاست څخه په څرخي الوتکو کې روان شول او یوازې یې شاوخوا پنځه لکه امریکايي ډالره له ځانونه سره یووړل او دا تر هغه مقدار کم دی، چې په هغو لومړیو ورځو کې یې ادعا شوې وه.

د واشنګټن ایکزامینر د مقالې په یوه برخه کې راغلي، د تاجکستان لپاره د افغانستان سفیر محمد ظاهر اغبر په هغو لومړیو ورځو کې ادعا کړې وه، چې ښاغلي غني د بیت المال ۱۶۹ ملیونه ډالره غلا کړي دي، خو اوس د سیګار راپور ښيي چې د دومره ډېرو نقدو پیسو غلا کول او په الوتکو کې لېږدول اسان کار نه و.

دغو څرخي الوتکو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه الوتنه وکړه، هغه هم دوې اوونۍ وروسته له هغې چې طالبانو د افغان پوځ پر وړاندې پراخې جګړې پیل کړې.

د خپرونې په لیکنه، د افغانستان د پوځ مورال او هوډ وروسته له هغې کمزوری شو، چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰م کال په فبروري میاشت کې له طالبانو سره د دوحې موافقه لاسلیک کړه او دا یې هم ومنله چې امریکايي ځواکونه به په ۱۴ میاشتو کې دننه له افغانستانه وځي. د سیګار د راپور له مخې وروسته د جو بایډن ادارې هم دغه موافقه تایید کړه.

که څه هم د طالبانو د واکمنۍ شا و خوا لس میاشتې تېرېږي، خو د نړۍ یوه هېواد یې هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

ګارډین:

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې افغانستان ته د دغه هېواد د یوه لوړپوړي چارواکي پر سفر لیکنه خپره کړې، چې د دې سفر هدف د افغانستان د بشري وضعیت ارزول ښوول شوي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د بهرنیو چارو لپاره د مخالف ګوند متبادل وزیر، ډېوېډ لمي پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د بشري وضعیت په اړه د لومړي لاس معلوماتو ترلاسه کولو په نیت افغانستان ته سفر کړی دی.

د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، لمي ویلي دغه سفر یې په افغانستان کې روان بشري بحران ته د نړۍ پام اړولو لپاره کړی، ځکه د ملګرو ملتونو په خبره په افغانستان کې تر نیمايي خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ګارډین په لیکنه، په ۲۰۲۱م کال په افغانستان کې ۶ لکه ۹۸۰۰۰ کسان د جګړو له کبله بېځایه شوي وو او د هغو کسانو شمېر هم یو میلیون ښوول شوی و، چې له ایران او پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي وو.

د بریتانیا دغه چارواکی له بېځایه شویو کورنیو سره هم د کتلو پلان لري، چې وايي بشري مرستو ته اړې دي.

که څه هم د ملګرو ملتونو تر څنګ ګڼو نورو سازمانونو په افغانستان کې بشري وضعیت ناوړه بللی، خو طالبانو ویلي چې د دوی اداره هڅه کوي له بېلابېلو هېوادونو بشري مرستې ترلاسه او په افغانستان کې پر اړو کورنیو ووېشي.

XS
SM
MD
LG