د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


نړیوالې
نړیوالې

ګارډین:

برتانوي ورځپاڼې ګارډین پر افغان ښځو د طالبانو محدودیتونو ته پام کړی دی.

په مقاله کې راغلي، چې ډېرى افغان مېرمنې له دندو بې برخې شوې؟ د بېلګې په توګه لیکوال ویلي، چې له دولتي کارکوونکو نیولې تر ښوونکو، ډاکټرانو، خبریالانو او سوداګرو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د ګارډین په وینا د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې د دوی د دندو له لاسه ورکول ښايي د افغانستان اقتصاد ته تر یو میلیارد ډالرو پورې زیان ورسوي.

په افغانستان کې د طالبانو د بېرته واک ته رسېدو راهیسې تر نهو میاشتو زیاتې وشوې.

د ډېرو ښځو د کار له حق څخه د محرومولو تر څنګ له شپږم ټولګي پورته نجونې هم په متوسطه او لوړو ټولګیو کې له ګډون څخه منع شوي دي.

له بلې خوا، د طالبانو د اجباري حجاب امر په افغانستان او دباندې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د متحده ایالاتو په ګډون د ډېرو هېوادونو لپاره د طالبانو په رسمیت احتمالي پېژندلو ته یو له مخکینیو شرطونو د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو حقونو ته درناوی دی.

راسټوري:

راسټوري خپرونې په افغانستان کې د رسنیو وضعیت ته په پام یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي، چې افغان رسنۍ غواړي خپلواکې پاتې شي، خو دا هم سخته ده چې طالبانو ته په خپلو خپرونو کې ځای ورنه کړي.

د خپرونې د لیکوال په باور بیا طالبان د تلویزیون پر پرده کېني او خپل افراطي نظرونه شریکوي.

په مقاله کې یادونه شوې، چې د طالبانو مشر ویاند ذبیح الله مجاهد د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې وروسته له هغه لومړی ځل پر تلویزیون راڅرګند شو چې طالبانو په افغانستان کې خپل واک اعلان کړ.

وروسته راغلي، چې شا او خوا یو کال وروسته هره ورځ پر تلویزیون د طالبانو څېرې وینو او حتی په هغو رسنیو کې چې خبریالان یې د طالبانو په حملو کې وژل شوي دي.

د مقالې د لیکوال په باور د افغانستان رسنۍ چې یو وخت د دې هېواد له لاسته راوړنو بلل کېدې، د طالبانو یو ځل بیا واک ته رسېدو راهیسې په ډېره چټکۍ بدلې شوې.

مقاله د خبریالانو د نړیوال فدراسیون د راپور یادونه کوي، چې په افغانستان کې سلګونو خبریالان بې کاره شوي او د رسنیو تر دوه زره زیاتو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د راسټوري په مقاله کې وروسته راغلي چې پر خبریالانو په ځانګړې توګه له دوو خواوو فشارونه زیات شوي دي، یو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارت او بل د طالبانو د استخباراتي ادارې له خوا.




XS
SM
MD
LG