د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

د قطر بهرنيو چارو وزير د نړيوالو او طالبانو ترمنځ د تعامل غوښتنه وکړه


د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد آل ثاني
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد آل ثاني

د قطر د بهرنیو چارو وزیر یو وار بیا له طالبانو سره د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو د تعامل غوښتنه وکړه خو په عین حال کې یې خبرداری ورکړ چې د طالبانو لا انزوا به افغانستان ګډوډۍ ته بوځي.

شیخ محمد آل ثاني له فیننشل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي نړیوالې ټولنې له طالبانو سره په تعامل دا ډله له افراطۍ پالیسیو راګرځولی شوای.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په تدریج افراطي اقدامات په تېره بیا د ښځو خلاف زیات کړي دي.

د ځینو نظر خاوندانو په باور دا ډول اقدامات نه یوازې دا چې د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندلو او د دوی له حکومت سره تعامل ته نړیواله ټولنه نژدې کړې نه ده بلکې لا یې ورڅخه لېرې کړې ده.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د سیاسي چارو شنونکې شینکۍ کړوخېل وايي: "زما په نطر د قطر د بهرنیو چارو وزیر نظر درست نه دی ځکه چې طالبان باید هیڅکله هم د بهرنیانو د نظر د بدلولو لپاره افراطي حرکتونه ونه کړي، دوی باید په دې باندې پوی شي چې هر څومره افراطي حرکتونه کوي له افغان ولسه ځان لېرې کوي."

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د سیاسي چارو شنونکې شینکۍ کړوخېل
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د سیاسي چارو شنونکې شینکۍ کړوخېل

خو د قطر د باندنیو چارو وزیر وايي، که له پیله له طالبانو سره تعامل شوی وای دا ډول کارونه به نه و شوي.

ده زیاته کړه، عملاً ویني چې سختدریځي زیاته شوې، اقتصادي بحران روان دی او دا خلک د افراطیت او شخړو لور ته بیايي، دا داسې څه دي چې باید ورڅخه ډډه وشي.

سختدریځي زیاته شوې، اقتصادي بحران روان دی او دا خلک د افراطیت او شخړو لور ته بیاي

د سیاسي چارو نظر خاوند عبدالکریم حقانیار د قطر د بهرنیو چارو وزیر په شان باور لري چې د طالبانو تجرید لا سختدریځو ډلو ته لار هواروي.

نوموړي ويلي: "زه د قطر د باندنیو چارو وزیر نظر تاییدوم ځکه چې اقتصادي وضعیت خورا خراب دی، فقر او نیستي په زیاتېدو ده او له دې کبله داعش او نورو تروریستي ډلو ته د ودې امکان برابریږي."

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په عین حال کې د طالبانو پر یو شمېر اقداماتو لکه د نجونو او ښځو خلاف د محدودیتونو پر لګولو انتقاد وکاوه خو په دې کې یې هم نړیواله ټولنه په تېره بیا لوېدیځوال ملامت وبلل چې پر طالبانو یې بندیزونه ولګول حال دا چې د ده په وینا له طالبانو سره اړیکو کولای شوای چې د دې ډلې د افراطي پالیسیو مخه ونیسي.

شیخ محمد آل ثاني، چې هېواد یې د امریکا او طالبانو د اتلس میاشتنو خبرو کوربه و، وايي چې اوس هم کېدای شي چې تر دې د وضعیت د خرابېدو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG