د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

شنوونکي: طالبان خپلو کې پر ځینو مسايلو ژور اختلافات لري


آرشیف: د طالبانو مشران - September 12, 2020
آرشیف: د طالبانو مشران - September 12, 2020

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي له‌خوا د دې ډلې پر یو شمېر کړنو له نیوکو وروسته، د سیاسي مسایلو کارپوهان دا د طالبانو ترمنځ د ژور اختلاف پایله بولي.

څو بېلګې شته چې ښيي، طالبانو د خپلې واکمنۍ منتقدین د ډېرو جزوي مسایلو په مطرح کولو سره نیولي دي.

له دوی د سیاسي مسایلو کارپوهان فیض‌الله جلال او سیدباقر محسني د یادونې دي چې له څو ورځني بند وروسته بېرته خوشې شول.

خو عظیم عظیمي او عمادالدین دوران لا هم د طالبانو په بند کې دي او د برخلیک په اړه یې هېڅ تازه معلومات نه‌شته.


پرون د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي هم د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ په سیاسي، اقتصادي او تعلیمې برخې نیوکې وکړې.

هغه چې په کابل کې د طالبانو د مخکیني مشر ملا اختر محمد منصور د شپږم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته غږېده وویل، له افغان ښځو د تعلیم حق اخیستل شوی، دوی د ټولنې نیمایي برخه ده او باید دا حق ورکړل شي.

ښاغلي ستانکزي وویل، چې په سالم انتقاد سره ستونزې هوارېږي او باید حکومت او مسوولین انتقاد مننونکي ووسي.

عباس ستانکزی اوږده موده کابل کې نه‌و، خو متحده‌ عربي اماراتو ته د طالبانو د رییس الوزرا د مرستیال عبدالغني برادر د سفر په پای کې له هغه سره یو ځای کابل ته راغی.

د سیاسي مسایلو پوه سمیع یوسفزی د ښاغلي ستانکزي نیوکې د دوی ترمنځ د اختلاف پایله بولي.

سمیع یوسفزی
سمیع یوسفزی

هغه وویل: "دوی په دومره جدیت سره خپل اختلاف نظر ته هوا نه ورکوي، ځکه دوی بیا په خپل منصب او چوکۍ ډارېږي. په دې هم ډارېږي چې د طالبانو په منځ کې چې چا اختلاف کړی، د طالبانو له لیکو ویستل شوي، لکه اکبر اغا، سلام ضعیف، متوکل، طیب اغا او متعصم اغا جان، هغوی بیا ښه ورځ نه‌ده لیدلې."

د حقوقي مسایلو پوه سید خالد سادات بیا وايي، په قطر مېشت طالبان چې له نړیوالو سره د اړیکو، د ښځو د زده‌کړو او نورو مدني ازاديو په برخه کې ژمنې کړي، اوس یې د پوره کولو توان نه‌لري او دا ټکی د دوی ترمنځ د اختلاف لامل شوی.

هغه وویل: "د قطر طالبانو نړیوالو ته وعدې ورکړې او نړیوالو سره یې خبرې کړي دي چې موږ به د افغانستان له خلکو سره کېنوو، خبرې به ورسره کوو، همه‌شموله او افغان شموله حکومت به جوړوو، د ښځو او د ځوانانو حقوق به خوندي کوو، خو اوس بر عکس مسئله روانه ده. نو دا ټول اختلاف د قطر د طالبانو او د کوټې شورا ترمنځ دی."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه، خو له دې وړاندې طالب چاروامو د دوی تر منځ د خپلمنځي اختلاف خبره رد کړې ده.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

په ورته وخت کې پخوانی طالب چارواکی سیداکبراغا، د عباس ستانکزي څرګندونې د نصحیت ترکچې او یوه اړتیا بولي.

هغه وویل: "دوی حق لري چې په افغانستان کې د نصیحت خبره او یا هم مثبته خبره یا ښه لور ته دا ملک سوق کول د دې باب خبره وکړي. زما په اند د ستانکزي خبره هم نصیحت و."

له دې وړاندې هم په ارګ کې د رییس الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني ترمنځ د اختلاف په اړه راپورونه خپاره شوي وو، خو برادر په یوه ویډیو کې دا موضوع رد کړې وه.

XS
SM
MD
LG