د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

واشنګټن پوسټ: طالبان باید پوه شي چې موږ یې څارو


کابل کې د یوې مظاهرې څنډه
کابل کې د یوې مظاهرې څنډه
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپانې د افغانستان د بشر حقونو د وضعیت په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

دا لیکنه د افغانستان د تیاره ساعت او طالبان باید پوه شي چې موږ یې څارو تر سرلیک لاندې خپره شوې.

د مقالې لیکواله روټ پولارد د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د مشرې شهزاد اکبر څرګندونې راخیستې چې تېره دوشنبه یې په انلاین غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا ته ویلي، طالبان پخواني افغان سرتېري او د هغوی د کورنیو غړي ځوروي.

ورځپاڼه د شهزاد اکبر له خولې وايي چې طالبان خبریالان شکنجه کوي او ښځو ته اجازه نه ورکوي چې په ټولنیزو فعالیتونو کې برخه ولري او صحنې ته راووځي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشرې دا هم ویلي چې طالبانو په ځینو ولایتونو کې په اجباري ډول یو شمېر هزاره ټبره له خپلو سیمو په زور ایستلي دي.

هغې اوسنی وضعیت د افغانستان لپاره یو ناهېلوونکی وخت بللی او زیاته کړې یې ده چې دغه تیارو شېبو کې باید د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د شورا غړي په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه والي لپاره په ګډه کار وکړي.

طالب ویاندویانو بیا ویلي چې د ټولو افغانانو بشري حقونو خوندیتوب ته ژمن دي.

  • نیویارک ورځپاڼه

د نیویارکر ورځپاڼې د خپلو ورځنیو نظریاتو په برخه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو تبصره کړې.

دا لیکنه د افغانستان او د ملامتۍ راستنېدونکو پوهښتونو په نوم خپره شوې.

د تبصرې لیکوالې روبین رایټ کاږلي چې امریکايي لوړپوړو جنرالانو په افغانستان کې خپله ستراتیژیکه ماتې او له ولسمشر بایډن سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د اختلاف خبره منلې ده.

لیکواله وايي چې خپاره شوي شواهد د ولسمشر بایډن او جنرالانو ترمنځ د اوږدې مشورې خبره افشا کړې چې ښکاروي دغو پوځیانو په افغانستان کې د ۲۵۰۰ سرتېرو د پاتېدو غوښتنه کړې وه.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سنټاکام قوماندان جنرال کینټ مککېنزي ویلي چې د دغو سرتېرو د پاتېدو غوښتنه اساساً د دې لپاره وه چې د افغان پوځیانو او د افغانستان د دولت رواني ملاتړ وکړي چې د ده په خبره دا مساله تر نظامي ملاتړ مهمه مساله وه، په کابل کې ټاکل شوی پلاوی توانېدلی وی چې طالبانو سره د انتقالي حکومت پر سر توافق ته ورسېږي.

هغه ویلي چې له رقیبانو سره له تېر سپټمبر راهیسې خبرې روانې وې، خو طالبانو رد کړې څو ډېر امتیازات ترلاسه کړي.

د دغه پلان له مخې ناټو او امریکايي ځواکونو د بګرام هوايي اډه کې هم پاتېدل او وتل به یې په راتلونکي کې پر اوضاع او د سولې په راتلو پورې تړلي وو.

  • ګارډین

د ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې ښوونځیو ته د نجونو د ورتګ په اړه مطلب خپور کړی دی.

د مقالې لیکوالې ایما ګراهام – هریسون د هلمند له مرکز لښګرګاه لیکنه کړې.

لیکوالې هلمند ولایت د مثال په توګه راخیستی دی او ویلي چې دغه ولایت کې هلکان له څو میاشتو جګړو وروسته بېرته ښوونځیو ته ستانه شوي دي.

دوی له لومړي تر دوولسمه ټولګي ښوونځیو ته د تګ اجازه لري، خو پر نجونو ځیني محدودیتونه وضع شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، سره له دې چې ښوونځي پیل شوي او پر نجونو محدودویتونه لګېدلي، خو لا هم ښوونکي پرته له دې چې تنخوا ترلاسه کړي خپلو دندو ته حاضریږي.

هغې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ملالۍ ښوونځي د یوې ښوونکي خبرې راخیستي چې وايي: "زما کور په بمونو ویجاړ شو. حتی زما بوټان ټوټې ټوټې شول، خو لا هم لېواله یم چې دندې ته راشم."

XS
SM
MD
LG