د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

اطلاعات روز: پاکستان د افغان قومونو ترمنځ د بیلتون ستراتېژي په لاس نیولې


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په قطر کې د افغان او طالب چاروکو وروستۍ ناستې ته اشاره کړې لیکلي چې نن د دې ناستې درېيمه او وروستۍ ورځ ده.

د ورځپاڼې په وینا ، د دولت مرکچي پلاوي غوښتنې پر ښارونو د طالبانو د بریدونو سمدستي درېدل او د سولې د جدي او معنی لرونکو خبرو پيل او د سیاسي حل لارې موندل دي.

لېکوال ټینګار کړی چې افغانانو ته د اعلامیو خپرول د منلو نه دي او باید د جګړې د درېدو لپاره، عملي اقدام وشي.

د ورځپاڼې په وینا روان کړکېچن وضعیت لپاره اړتیا ده چې دواړه لوري یوې نتیجې ته ورسېږي ځکه له جګړې ستړي افغانان د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتونکي دي.

ورځپاڼې پر نړېوالې ټولنې او د سولې ملاتړ کوونکي هېوادونه باید په هغو تدابیرو کار وکړي چې د وضعیت په مثبت بدلون کې رغنده رول ولري.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې لیکلي، سره له دې چې څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان وضعيت و ارزاوه، خو د تمې پرخلاف د هغې شورا غونډې کوم پرېکړه ليک او د افغانستان د کړکېچن وضعيت د کنټرول لپاره نه کومه ژمنه وکړه او نه يې هم پر افغانستان د بهرني او ترهګرۍ يرغل پر وړاندې کوم غبرګون ښکاره کړ.

ورځپاڼې لیکلي، سره له دې چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازي په پاکستان کې د ترهګرۍ د ځالو او د پاکستان د يرغل په اړه د امنيت شورا ته رپوټ وړاندې کړ، خو بيا هم دې شورا د افغانستان د غم خوړلو لپاره کوم اقدام په ډاګه نه کړ، خو اوس داسې ویل کېږي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا بله غونډه هم را بلل کېږي.

لیکوال ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا بايد د افغانانو غږ واوري، ځکه روانو تپل شوېو جګړو د افغانستان وروستۍ لاسته راوړنې او بشري حقونه له خطر سره مخ کړي او دا روانه ترهګري ده چې له افغانستان سره سيمه او نړۍ هم ګواښي.

د ورځپاڼې په وینا، ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه بايد دغه مسووليت ژر او له ځنډ پرته ادا کړي او د افغانانو غږ واوري.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې پوښتنه کړې د سپین بولدک له سقوط وروسته له هدفي وژنو موخه څه ده؟

وړاندې راغلي چې پاکستان او افغانستان د تاریخ په اوږدو کې په غوره توګه د ډیورنډ د سرحدي کرښې له رامنځته کېدو وروسته د سیاسي اړیکو یوه تیاره پاڼه پرځای پرې ایښې ده.

د لېکوال په وینا، دغه اختلاف لرونکې سیاسي اړیکې په تېرو اتلسو کلونو کې له طالبانو څخه د پاکستان پرېکنده ملاتړ په ترڅ کې لا ډېرو لوړو ژورو سره مخ شوي.

ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې د پاکستان روښانه لاسوهنې او په خاصه توګه له طالب جنګیالیو سره مرسته او له هغوی ملاتړ، له افغانستانه د امریکا د وتنې له پیل سره یوه نوي پړاو ته واوښتلې.

ورځپاڼې اندېښنه ښودلې چې د سپین بولدک سقوط او له هغه پس په کندهار کې د پاکستاني نظامیانو په مرستې د طالبانو په وسیله د څلورو سوو هدفي وژنو پېښې، په ښکاره توګه دا په ګوته کوي چې پاکستان په افغانستان کې د قومونو ترمنځ د بیلتون اچونې سټراټېژي په لاس نیولې ده.

XS
SM
MD
LG