د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

عبداللهيان: د امریکا  یوه تګلاره د افغانستان او ګاونډیو ترمنځ د اختلاف ایجاد و


حسین امیر عبداللهیان او امیر خان متقي
حسین امیر عبداللهیان او امیر خان متقي

راپورونه وايي ایران او طالبانو په سیمه کې د امریکا د حضور له کبله د واشنګټن پر بهرني سیاست انتقاد وکړ او ویې ویل چې امریکا ګاونډي هېوادونه د یو بل پر وړاندې دروي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له خپل افغان سیال امیر خان متقي سره پرون په تهران کې د کتنې پر مهال وویل، د امریکا د سیاستونو یوه تګلاره د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اختلاف ایجاد و.

حسین امیر عبداللهیان له خپل افغان سیال امیر خان متقي سره پرون په تهران کې ولېدل
حسین امیر عبداللهیان له خپل افغان سیال امیر خان متقي سره پرون په تهران کې ولېدل

د جرمنی خبري اژانس د ایران د تسنیم اژانس په حواله راپور ورکړ چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، واشنګټن په خپل دغه سیاست کې بریالی نه و.

هغه زیاته کړې چې د امریکا متحد ایالاتونه دې په افغانستان کې د خپلې ۲۰ کلنې پالیسۍ له اشتباهاتو درس واخلي.

د جرمني خبري اژانس د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي په حواله راپور ورکړ چې ویلي یې دي، امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو تر اېستلو وروسته هم هڅه کوي چې پر افغانستان سیاسي او اقتصادي فشارونه راولي.

هغه د مثال په ډول د امریکا په بانکونو کې د افغانستان د اسعاري زېرمو د کنګل کېدو موضوع ته اشاره وکړه چې په وینا یې په افغانستان کې د ۸۰ سلنه وګړو د بې وزلۍ مسؤله ده.

په هغه صوتي پیغام کې چې د طالبانو ویندویانو پرون له رسنیو سره شریک کړ، متقي ویلي، په تهران کې یې له ایراني چارواکو سره خبرې رغوونکې وې.

متقي ویلي:"مجلسونه مو د ایران د بهرنیو چارو له وزیر، د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او ټولو ایراني چارواکو سره مثبت وو. هیله مند یو چې پایله یې هم ښه وي."

متقي ویلي، په تهران کې یې له ایراني چارواکو سره خبرې رغوونکې وې.
متقي ویلي، په تهران کې یې له ایراني چارواکو سره خبرې رغوونکې وې.

امیر خان متقي چې د شنبې په ورځ ایران ته ورسېد، د خپلو خبرو او کتنو په اړه یې نور جزئیات نه دې ورکړي، خو دا سفر داسې مهال کېږي چې د ایران په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

په داسې حال کې د طالبانو او ایران چارواکي په تهران کې په خبرو بوخت وو د ایران په عصر ایران خبري ویبسایټ کې یوه راپور بحثونه وپارول.

په راپور کې ویل شوي وو ایران تیار دی، په تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاري.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د ایران لپاره د افغانستان سفیر غفور لېوال له ایرانه بهر تللی دی.

دغه راپور د دواړو لوریو له خوا رد شوی دی.

XS
SM
MD
LG