د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

د طالبانو ضد پاڅونونو زیاتوالی؛ کارپوهان د ولسي پاڅونوالو د مدیریت اندېښنه لري


هرات ولایت کې ولسي پاڅون
هرات ولایت کې ولسي پاڅون

په افغانستان کې د جګړې له زیاتېدو سره په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد زرګونه ولسي پاڅونوال جګړې ته تیار شوي او د افغان ځواکونو په ملاتړ یې د جګړې اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې او طالبانو هم د افغان ځواکونو په وړاندې جګړه تېزه کړې ده.

پروان، بغلان، بلخ، فاریاب، سمنګان،کندز، تخار، ننګرهار، کندهار او یو شمېر نور هغه ولایتونه یاد شوي چې یو شمېر خلکو یې د طالبانو پر ضد وسلې راخیستې دي.

د طالبانو پر ضد د دغه ولسي پاڅونوالو مشري ډېری د پخوانیو جهادي قوماندانانو، د ملي شورا د یو شمېر غړو او نفوذ لرونکو سیاسي شخصیتونو پر غاړه ده.

د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق، د جمعیت اسلامي ګوند د جلا شوې ډلې مشر عطا محمد نور، د ولسي جرګې غړی عباس ابراهیم‌زاده، په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی حضرت علي او یو شمېر نور هغه کسان دي چې د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅونوالو په راټولولو او یوځای کولو کې لوی لاس لري.

عباس ابراهیم‌زاده
عباس ابراهیم‌زاده

د ولسي جرګې غړی عباس ابراهیم‌زاده ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې له حکومت سره د نظر اختلاف لري، خو له افغان ځواکونو یې د ملاتړ په هدف خپل خلک یوځای کړي دي.

ښاغلی ابراهیم‌زاده وايي: "موږ د بدو او بدتر ترمنځ انتخاب وکړ، موږ اوس‌مهال همدا جمهوریت ټاکلی، موږ د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او د بیان د ازادۍ ملاتړ کوو، دا هر څه مو د ملیونونو کسانو په قربانۍ ترلاسه کړي دي او اوس ترې په هر قیمت دفاع کوو."

د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون هرکلی او ملاتړ کړی او د دې لړۍ د پراختیا هیله‌یې ښودلې ده.

د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډيو ته وویل: "لکه څنګه چې د دفاع وزیر ویلي دا وزارت به یادو پاڅونوالو ته هر ډول وسلې او نور تجهیزات برابر کړي، که دا خلک زموږ مرستې ته اړتیا ولري حکومت به ترې هېڅ ډول مرسته ونه‌درېغوي."

په ورته وخت کې یو شمېر افغان پوځي کارپوهان باور لري چې یوازې د خلکو راپاڅول مهم نه‌دي، بلکې د دوی مدیریت کول اړین کار دی ځکه د دوی په وینا په دې کار سره باید د جانبي عوارضو مخه ونیول شي.

هرات ولایت کې ولسي پاڅونوال
هرات ولایت کې ولسي پاڅونوال

له ډلې یې میرزا محمد یارمند ازادي راډیو ته وویل: "په اوس وخت کې فکر کوم عجله کېږي، خو باید ډېر دقت وشي او دا پاڅون کوونکي مدیریت شي، ځکه داسې نه‌شي چې بیا د انارشۍ او ځان ځانۍ خوا ته ولاړ نه‌شو چې په هر ښار کې بېلابېل وسله‌وال قوماندانان وي او په خپلو کې وسله‌والې نښتې کوي او د ښارونو امنیت ګواښي، نو باید دې مسایلو ته پوره پام وشي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ وسله‌والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو دې خلکو ته ګواښ وکړ او ویې‌ویل چې دوی پخواني محلي پولیس دي، نه ولسي پاڅونوال.

په افغانستان کې د ولسي پاڅونوالو لړۍ نوې نه‌ده، بلکې له دې وړاندې هم د حکومت د لسګونه زره ځواکونو ترڅنګ ولسي وګړي هم وسله‌وال شوي او د طالبانو پر ضد په جګړه کې برخه ورکړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG