د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

د بهرنیو عسکرو له وتو وروسته افغانستان کې د جګړې شدت؛ د بغلان برکه ولسوالۍ سقوط شوه


ارشیف، بغلان کې د افغان ځواکونو عملیات
ارشیف، بغلان کې د افغان ځواکونو عملیات

‎له افغانستانه د بهرنیو عسکو د وتلو د بهير له پيل سره جوخت، په دغه هېواد کې د جګړو شدت!

‎تازه د بغلان ولايت سيمه‌يیزو چارواکو تأيید کړې چې د بغلان برکه ولسوالۍ نن ( چهارشنبه) د طالبانو په لاس سقوط شوه.

د برکې ولسوال تاج محمد شېرزاد ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی دا ولسوالۍ د تجهیزاتو د کموالي له امله خپله پرېښوده.

ښاغلی شېرزاد زیاتوي: "هو موږ په دې کې مصلحت ولیده، نو د امنیت مدیر، د بورکې امنیه قوماندان، ولسوال او د پاڅون کوونکو قوماندانانو ټولو غونډه وکړه، مقاومت مو ونه‌شو کولای، پر موږ حملې کېدلې، مجبوره شوو (ولسوالۍ) مو پرېښودله."

د نوموړي په خبره، افغان ځواکونو ته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې او اوس د برکې ولسوالۍ په څڼدو کې ځای پر ځای دي.

ارشیف، د بغلان یوې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیات
ارشیف، د بغلان یوې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیات

دا په داسې حال کې ده چې له دې یوه شپه مخکې طالبانو د بغلان-کندز پر لویه لاره د ملي اردو یو مرکز هم له شپږ ساعته جکړې وروسته ونیو.

په ورته وخت کې، امنیتي مسؤلینو ویلي چې طالبانو له تېرې شپې راهیسې د هلمند ولایت پر بېلابېلو سیمو ۸۹ بریدونه کړي دي.

د میوند قول اردو قوماندان جنرال سمېع سادات رسنیو ته ویلي چې د طالبانو دا بریدونه په شا تمبول شوي او دوی ورته درنه مرګ‌ژوبله وراړولې، خو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

‎دغه‌شان په تېرو څو ورځو کې له ارزګان، زابل، فاریاب، کاپیسا، خوست، بغلان، غزني، فراه، پکتیا، هلمند او نورو ولایتونو هم د شدیدو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

‎د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د جګړو د شدت په اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "له شک پرته چې تاوتریخوالی زیات شوی، خو په مقابل کې یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په بشپړه توګه د چمتووالي په حال کې دي او د دښمن هر ‌‌‌‌‌‌ډول تحرکاتو او ترهګریزو فعالیتونو ته به سخت ځواب ووایي."

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

‎ښاغلی امان ادعا کوي وايي چې تېره شپه، لوګر، زابل، هرات، فراه، هلمند او بغلان ولایتونو کې سختې نښتې شوي او ادعا کوي چې افغان امنیتي ځواکونو تر ۱۰۰ زیاتو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اړولې، هغه ادعا چې طالبانو یې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ويلي.

‎بل‌خوا د افغانستان د ولسي جرګې نن د دغه هېواد امنیتي او دفاعي لوړپوړي چارواکي په هېواد کې د وروستیو جګړو له امله مجلس ته د وضاحت لپاره غوښتي دي چې د امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج او د دفاع وزارت سرپرست یاسین ضیا ورغلي، خو دغه غونډه د یادو چارواکو په غوښتنه سري شوه.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی ویاند او پوځي کارپوه دولت وزیري وایي طالبان غواړي د جګړو په شدت سره دا وښیي چې له بهرنیو ځواکونو پرته دولت سره جګړه کولای او ولسوالۍ سقوط کولای شي.

‎ښاغلي وزیري زیاته کړه: "د دې لپاره چې اوس بهرني ځواکونه افغان ځواکونو سره مرسته نه‌کوي، نو دوی (طالبان) غواړي چې ولسوالۍ سقوط کړي، طالبان دا فکر کوي چې خپل قوت وښيي، زور وازمایي او افغان حکومت د هغو غوښتنو منلو ته اړ کړي، د دوی غوښتنې هم دا دي چې د اسلامي امارت په نوم حکومت جوړ کړي او هر څه‌یې چې زړه غواړي هغه وکړي، خو زور او جګړه د حل لاره نه‌ده."

د افغانستان دفاع وزارت پخوانی ویاند او پوځي کارپوه جنرال دولت وزیري
د افغانستان دفاع وزارت پخوانی ویاند او پوځي کارپوه جنرال دولت وزیري

‎د پوځي چارو بل پوه، عمر ساپي هم ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د جګړو د شدت هدف یوازې د سولې د مذاکراتو په مېز کې د زیات امتیاز ترلاسه کول دي.

طالبان بیا دا ردوي چې جګړو شدت موندلی وي.

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د دوی له لوري جګړه نه‌ده زیاته شوې، بلکې کله چې د افغان ځواکونو عملیاتي قواوې د خپلو سیمو د پراخولو هڅې کوي او پر دوی حملې کوي، په خبره‌یې دوی (طالبان) یې هم پر وړاندې غبرګون ښيي.

د جګړو او تاوتریخوالي د کچې د پراختیا په دې وضعیت کې تازه، د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل او د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر د افغانستان اړوند خبرې کړي او په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې یې ویلي چې د طالبانو له لوري د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې د نه‌منلو کچې تاوتریخوالی غندي.

‎دغو بهرنیو چارواکو په یاده خبرپاڼه کې غوښتنه کړې چې د ټول افغانستان په کچه دې ژر تر ژره دایمي اوربند وشي.

‎دا پېښې، خبرې او څرګندونې داسې مهال دي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوي دي.

‎د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنتکام) په یوه تازه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکایي ځواکونو د وتلو له پیل تر اوسه له ۲ تر ۶ سلنې ځواکونه له افغانستانه وتلي، ۶۰ «C-17» الوتکې یې ویستلي او تر ۱،۳۰۰ پوځي تجهیزات‌یې د امریکا دفاع وزارت ته د تخریبولو او ویجاړولو لپاره سپارلي دي.

‎له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر به د سپټمبر په ۱۱مه نېټه بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG