د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

امنیتي چارواکي: طالبانو له درې ورځو راهیسې په هلمند کې پراخې حملې پیل کړي


ارشیف، د هلمند په یو جګړه‌ځپلې سیمه نادعلي کې افغان ځواکونه د ګزمې پر مهال او د سیمې یو ماشوم
ارشیف، د هلمند په یو جګړه‌ځپلې سیمه نادعلي کې افغان ځواکونه د ګزمې پر مهال او د سیمې یو ماشوم

افغان امنیتي چارواکي وايي، له درې ورځو راهیسې په هلمند ولایت کې طالبانو پراخې حملې پیل کړي او امنیتي ځواکونه ورسره په نښتو بوخت دي.

د هلمند د ولایتي شورا رئيس عطاء الله افغان په وینا، نن درېیمه ورځ ده چې طالبانو له بېلابېلو اړخونو پر لښکرګاه ښار پراخې حملې پیل کړي او په نتیجه کې يې د ښار شااوخوا ۱۰ امنیتي پوستې هم سقوط شوې دي. جګړې تر نن سې شنبې دوام وکړ او د معلوماتو پر اساس سلګونه کورنۍ له خپلو کورو بې‌ځایه شوي.

عطاء الله افغان وايي، د یادې جګړې پر مهال افغان هوايي ځواکونو پر وسله‌والو طالبانو بریدونه کړي چې پر مهال‌یې د طالبانو د نظامي قوماندان ملاګل اغا په ګډون ۳۰ طالبان وژل شوي او تر۳۰ زیات ټپیان شوي دي.

همداراز په دې جګړه کې ۸ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپیان دي.

په سیمه کې د ازادي راډیو د خبريال د معلوماتو پر اساس افغان امنیتي ځواکونو هوايي عملیات پیل کړل او سیمې ته‌یې کمانډو ځواکونه ولېږل.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د هلمند ځايي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ويلي.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په هلمند کې د جګړې پر مهال تر ۱۰۰ زیات طالبان وژل شوي دي، خو په دې اړه‌یې نور جزئیات ورنه‌کړل.

د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي بیا د افغانستان دفاع وزارت له‌خوا د طالبانو د دومره شمېر د مرګ‌ژوبلې ادعا رد کړې او ویلي یې دي د دوی یوازې یو کس په هلمند کې وژل شوی.

احمدي ادعا کړې افغان پوځیانو ته‌یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې.

د افغانستان دفاع وزارت دا اعلان هم کړی چې په هلمند کې یې له څو ورځو راهیسې د روانې جګړې پر مهال د هند نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې ۲۲ غړي وژلي. یاد وزارت وایي، دا وسله‌وال د پاکستان د پنجاب ایالت اصلي اوسېدونکي وو.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر ټویټرپاڼه دا خبره رد کړې او لیکلي یې دي چې په هلمند کې د القاعده هېڅ غړی نه‌شته.

د هلمند جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د مې په لومړۍ نېټه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل پیل شول. که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې له مخې چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک شوه، امریکا باید خپل ځواکونه له افغانستانه د مې تر لومړۍ نېټې ایستلي وی، خو دغو ځواکونو وتل پیل کړي دي او د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی دی چې خپل ټول ځواکونه به د سپټمبر تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وباسي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال امریکايي ځواکونو دوه ورځې وړاندې په هلمند کې یو نظامي کمپ افغان ځواکونو ته وسپاره.

د امریکايي ځواکونو له لوري افغان ځواکونو ته په هلمند کې د یوې اډې سپارل.
د امریکايي ځواکونو له لوري افغان ځواکونو ته په هلمند کې د یوې اډې سپارل.

پر دې سربېره چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل پیل شوي، په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې حملې زیاتې شوي چې وروستۍ يې په لوګر کې د جمعې د ورځې موټر بم حمله ده.

په دې حمله کې تر ۲۵ ډېر کسان ووژل شول او تر ۱۱۰ پورې ټپیان شول.

د معلوماتو پر اساس دا کسان ډېری یې ملکیان او هغه زده‌کوونکي وو چې له ازرې ولسوالۍ څخه پل علم ته د کانکور د امتحان په خاطر تللي وو.

XS
SM
MD
LG