د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

افغانستان د القاعده له څه ډول ګواښ سره مخ او کومو ولایتونو کې فعاله ده؟


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا جمهور رییس جوبایډن وايي، په افغانستان کې یې د القاعده ګواښ کمزوری کړی دی.

جمهور رییس بایډن د فبروري په ۲۸مه د امریکا کانګرس ته د جمهور رییس په توګه له ټاکل کېدو وروسته، په خپله لومړۍ وینا کې د القاعده ډلې پر وړاندې پیل کړې جګړه کې امریکا بریالۍ وبلله.

نوموړي وویل: "موږ بن لادن ته سزا ورکړه، موږ په افغانستان کې د القاعده ګواښ کمزوری کړ، له شلو کلونو مېړانې او قربانۍ وروسته، اوس یې وخت دی چې دغه ځواکونه بېرته وطن ته ستانه کړو. "

د امریکا جمهور رییس جوبایډن وايي افغانستان کې یې القاعده کمزورې کړې
د امریکا جمهور رییس جوبایډن وايي افغانستان کې یې القاعده کمزورې کړې

خو د امریکا د جمهور رییس له څرګندونو دوه ورځې وروسته، سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون د القاعده د یوه مسوول له خولې د ګواښ په ژبه لیکلي، یوازې دا بس نه ده او امریکايي ځواکونه باید له ټولو اسلامي هېوادونو ووځي.

  • افغانستان ته د القاعده ګواښ

خو داسې مهال چې جوبایډن امریکايي عسکر خپل هېواد ته ستنوي، افغانستان د القاعده له څه ډول ګواښ سره مخ دی؟

د افغانستان حکومت وايي، دا هېواد د نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او ښکاره د القاعده په ګډون شل ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي.

د افغانستان استخباراتي اداره یا ملي امنیت وايي، القاعده له دې ټولو ډلو سره د دوه اړخیزه تعامل پر بنسټ اړیکې لري.

د افغانستان په ملي امنیت کې د هغو سرچینو له قوله چې له ازادي راډیو سره یې خبرې کړي، القاعده په درې کټګوریو تاکتیکي، اطلاعاتي او ایډیالوژیکو برخو کې په افغانستان او سیمه کې له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري. دغه شان القاعده په مالي او روزنیزه برخه کې د نورو ترهګرو ډلو همکاره ده.

د افغانستان د استخباراتي ادارې یا NDS سره د شته شواهدو پر بنسټ، القاعده په افغانستان کې له شته ترهګرو ډلو سربېره، په پاکستان کې د "لشکر طیبه، د پاکستاني طالبانو تحریک یا TTP، انصارالاسلام، سپاه صحابه، لشکر جنګوي او نور" او په منځنۍ اسیا کې د "ازبېکستان اسلامي حرکت او د تاجېکستان انصارالله جماعت" سره ډېرې نږدې اړیکې لري، تر دې چې د القاعده ډلې لپاره له دوی هره یوه یې د یوه سیمه‌ییز قوت په توګه مطرح ده.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج د فبروري په ۲۷مه رسنیو سره خبرو کې په افغانستان کې د جنګېدونکو ترهګرو ډلو د راتلونکو بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

نوموړي زیاته کړه: "دا سیمه‌ییزه او نړیواله جګړه ده. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ټولو مسوولیتونو سپارل سم عمل نه دی. له دې کبله چې راتلونکې ټوله سیمه له دې ګواښ سره مخ کېږي. ښه ده وړاندې له دې چې ډېر ناوخته شي، ټول پر دې ګواښونو یو ځای کار وکړو. "

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج افغانستان کې د جنګېدونکو ترهګرو ډلو د راتلونکو بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړ
د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج افغانستان کې د جنګېدونکو ترهګرو ډلو د راتلونکو بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړ

د افغانستان استخباراتي اداره یا ملي امنیت وايي، بې‌له شکه چې القاعده او په افغانستان کې یې بېلابېلې څانګې د سیمې، نړۍ او په ځانګړي ډول د امریکا لپاره جدي ګواښ دی.

خو د افغانستان په ملي امنیت کې هغه سرچینې چې له ازادي راډیو سره یې خبرې کړي، د دې ګواښ د کچې په اړه څه نه وايي.

  • افغانستان کې د القاعده فعالیت

القاعده لکه د نورې نړۍ په افغانستان کې هم خپل فعالیت له وسله‌والې مبارزې او تر خوا یې د جهادي تبلیغ له لارې پر مخ وړي.

د دې شبکې د جوړښت او تفکر بنسټ پر درې خبرو ولاړ دی. جهاد او له کفر سره مبارزه، د تېر هویت ترلاسه کول، یعنې پخواني پاک اسلام ته ستنېدنه او له فاسدو مشرانو د اسلامي هېوادونو پاکول، هغه څه دي چې دا ډله یې خپل اهداف بولي.

د افغانستان د استخباراتي ادارې یا ملي امنیت د معلوماتو پر بنسټ، القاعده ډله د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې طالبانو سره د ډېرو نږدې اړیکو پر بنسټ فعاله ده.

زابل، ارزګان، بدخشان، بلخ، کندهار، کونړ، فاریاب، فراه، غزني، کاپیسا، کابل، جوزجان، هلمند، خوست، لوګر، ننګرهار، تخار، نیمروز او پکتیکا هغه ولایتونه چې د القاعده وسله‌وال په کې د طالبانو تر چتر لاندې فعالیت کوي.

د افغانستان د ملي امنیت معلومات ښيي چې د القاعده وسله‌والو شمېر ۴۰۰ تر ۶۰۰ تنو ته رسېږي چې ډېری یې بهرني په ځانګړي ډول عربان، پاکستانیان، بنګله‌‌دیشي، برمايي، مالدیفي، ازبیکستاني، قرغیزستاني، چیچني او د ترکیې وګړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت معلومات ښيي چې د القاعده وسله‌والو شمېر ۴۰۰ تر ۶۰۰ تنو ته رسېږي
د افغانستان د ملي امنیت معلومات ښيي چې د القاعده وسله‌والو شمېر ۴۰۰ تر ۶۰۰ تنو ته رسېږي

د فبروري په ۱۸مه د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج یو شمېر خبریالانو سره ناسته کې ویلي و، د القاعده د وسله‌والو سربېره په افغانستان کې د ازبېکستان اسلامي غورځنګ، تاجیکستان اسلامي غورځنګ او د ختیځ چین د ترکستان وسله‌والو په ګډون ۱۰زره بهرني ترهګر شته چې موخه یې منځنۍ اسیا ته د جګړې غځول دي.

  • طالبان او القاعده

د دوحې د هوکړې پر بنسټ چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري ۲۹مه لاس‌لیک شو، طالبان باید د القاعده په ګډون له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي، خو د افغانستان د ملي امنیت د معلوماتو پر بنسټ، له دې تړون د څه پاسه یو کال په تېرېدو سره داسې هېڅ نښه نه‌شته چې وښيي، طالبانو دا ژمنه عملي کړې وي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر ویاند رحمت‌الله اندړ هم ازادي راډیو ته وویل: "طالبان او القاعده ایډیالوژیکې اړیکې او موخې لري. که څه هم طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې وه چې دوی به له القاعده او نورو تروریسټي ګروپونو سره اړیکې پرې کوي، خو لا هم القاعده د طالبانو په لیکو کې پرېمانه جنګېږي. "

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر ویاند رحمت‌الله اندړ
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر ویاند رحمت‌الله اندړ

د افغانستان استخباراتي اداره یا ملي امنیت وايي، طالبان له القاعده ډلې د یوې الې په توګه کار اخلي، خو له دې هم وېره لري چې ګوندې د دې شبکې ملاتړ و نه بایلي.

استخباراتي معلومات ښيي چې القاعده له ایډیالوژیکو اړیکو سربېره، په مالي او روزنیزه برخه کې د طالبانو ستره ملاتړې ده او په ډېرو برخو کې د طالبانو د لویو بریدونو چې د حقاني شبکې له‌خوا شوي، د دې ډلې لاس جوت دی.

د افغانستان د استخباراتي ادارو د معلوماتو پر بنسټ، القاعده ان د افغان حکومت، امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پرمهال له دې ډلې سره مشورې کړي او ډېر کله یې دا ډله د فشار د الې په توګه کارولې ده.

خو طالبان دا نه مني او ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی د دوحې هوکړې ته ژمن دي چې له مخې یې له ټولو بهرنیو وسله‌والو اړیکې پرې کوي.

خو د طالبانو د دې خبرې برخلاف د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، تېر یوه کال کې یې هغو سیمو چې د طالبانو تر اغېز لاندې دي، د القاعده ډلې ۴ مهم مشران وژلي چې دا له دې ډلې سره د طالبانو د اړیکو جوت ثبوت دی.

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، هغو سیمو کې چې د طالبانو تر اغېز لاندې دي، د القاعده ډلې ۴ مهم مشران یې وژلي
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، هغو سیمو کې چې د طالبانو تر اغېز لاندې دي، د القاعده ډلې ۴ مهم مشران یې وژلي

د دې تر خوا کانګرس ته د امریکا د دفاع وزارت، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څېړونکو ډلې او د سیګار د راپورونو سربېره، د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د رییس څرګندونې او د ناټو سرمنشي نظر ښيي چې طالبانو له القاعده سره خپلې اړیکې نه دې پرې کړي.

  • له القاعده سره مبارزه

د افغانستان استخباراتي ادارې یا د ملي امنیت عمومي ریاست وخت نا وخته د خپلو ځانګړو ځواکونو پر مټ، د القاعده شبکې د یو شمېر مهمو مشرانو له وژل کېدو خبر ورکړی.

که څه د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته، په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د القاعده شبکې د وژل شوېو او نیولو شویو مشرانو او غړیو نوم‌لړ پراخ دی، خو په تېرو ۲ کلونو کې د دې شبکې پنځه مهم مشران وژل شوي دي.

نن یکشنبه د اُسامه بن لادن د وژل کېدو لسمه کلیزه ده
نن یکشنبه د اُسامه بن لادن د وژل کېدو لسمه کلیزه ده

د ملي امنیت د معلوماتو له مخې، په دې ډله کې "د ځان ساتنې مسوولیت" په نوم اصل په هلمند کې نږدې دوه کاله وړاندې د سویلي اسیا لپاره د القاعده شبکې د مسوول عمر عاصم له وژل کېدو وروسته، ټولو ته اعلان شو، څو د ټکنالوژۍ او ټولنیزو رسنیو د کارونې په برخه کې له احتیاط کار واخلي.

د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، دا ډله اوس د واټس‌اپ او سیګنال په نوم له ټولنیزو رسنیو ګټه اخلي، خو اجازه نه لري چې په نورو ټولنیزو رسنیو کې فعال و اوسي.

مګر بیا هم تېر یوه کال کې د القاعده شبکې مهم غړی پاکستانی منیب د غويي پر ۳مه، د القاعده مهم مشر حسام عبدالرووف مشهور په ابومحسن المصري د لړم پر ۴مه، د هندي د نیمې وچې لپاره د القاعده مهم مشر محمد حنیف مشهور په عبدالله د لړم پر ۲۰مه او دولت بیګ تاجیکي مشهور په ابومحمد التاجیکي د وري په ۱۰مه وژل شوي دي.

د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، دا ډله اوس د واټس‌اپ او سیګنال په نوم له ټولنیزو رسنیو ګټه اخلي
د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، دا ډله اوس د واټس‌اپ او سیګنال په نوم له ټولنیزو رسنیو ګټه اخلي

خو د دې ډلې د اوسنیو مهمو مشرانو د فعالیت او ځای ځایګي معلوماتو استخباراتي موضوعاتو ته په کتو نه بربنډېږي.

  • پایله

که څه هم القاعده په وروستیو کې په سیمه او نړۍ کې کوم لوی برید نه دی کړی، خو استخباراتي معلومات ښيي چې دا ډله یو ځل بیا د منسجم کېدو پر لور چټک ګامونه اخلي.

د دې تر خوا القاعده په وروستیو کې هڅه کړې چې د نورو ترهګرو ډلو په وسیله خپلې موخې تر لاسه کړي او پر همدې بنسټ یې، په افغانستان، سیمه او نړۍ کې له بېلابېلو ډلو سره نږدې اړیکې پاللې دي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه شفیق همدم چې د امنیتي مسایلو پراخه تجربه لري وايي، د دې وېره شته چې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د وتلو وروسته به، د نظارت مېکانیزم له‌منځه ولاړ شي او دا به زمینه برابره کړي چې د القاعده په څېر ډلې خپل فعالیت پراخ کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه شفیق همدم
د نړیوالو اړیکو کارپوه شفیق همدم

ښاغلي همدم زیاته کړه: "د دې امکان ډېر زیات دی چې دا ترهګرې ډلې یو ځل بیا افغانستان کې فعاله او د لویدیځ په مقابل کې منسجمې شي. د دې وېره هم شته چې په راتلونکو کلونو کې به د ۱۱م سپټمبر په څېر پېښو د تکرار زمینه به برابرېږي. "

خو سره له دې القاعده امریکا ته ګواښ کړی، خو متحده ایالات او ملاتړي یې ډاډ ورکوي چې د هر ډول ګواښ د پیدا کېدو پر مهال به لاس په کارېږي او اجازه به نه ورکوي چې د دوی او متحدانو امنیت یې وګواښل شي.

XS
SM
MD
LG