د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


نړیوالې ورځپاڼې
نړیوالې ورځپاڼې

لانګ وار ژورنال:

لانګ وار ژورنال خپرونې د پاکستاني چارواکو او تحریک طالبان پاکستان تر منځ د اوربند خبرو ته پام کړی دی.

په دې مقاله کې راغلي، چې افغان طالبانو په پاکستان کې د طالبانو د تحریک او پاکستاني دولت ترمنځ د اوربند په غځولو کې مهم رول لوبولی دی.

مقاله د هغو راپورونو یادونه کوي، چې له مخې يې د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني چې د طالبانو مرستیال امیر او طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر هم دی، د یادو خبرو اترو په برخه کې مرسته کړې ده.

وروسته راغلي، چې د پاکستان د اسختباراتي ادارې یا ای ایس ای پخواني مشر او د پېښور د قول اردو قومندان جنرال فیض حمید د حقاني شبکې په مرسته د تحریک طالبان پاکستان له مشرتابه سره مستقیمې خبرې وکړې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبره تایید کړه، چې حکومت یې په پاکستان کې د تحریک طالبان د اوربند غځولو خبرې تسهیل کړي وې.

په مقاله کې دغه راز راغلي، چې په دغو مذاکراتو کې د حقاني کورنۍ ګډون د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه دوی په سیمه کې مخکې هم د شخړو منځګړیتوب کړی.

پر دې سربېره د حقاني شبکه چې په افغانستان او پاکستان دواړو کې فعالیت لري، د مقالې په وینا د پاکستان پوځ او آی ایس آی دواړو مستقیم ملاتړ لري.

د مقالې په یوه برخه کې راغلي، کله چې په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان دولت له القاعده او تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات وکړل او هڅه یې وکړه چې د پاکستاني پوځ د عملیاتو د درولو په بدل کې د دې ترهګرې ډلې د بریدونو د درېدو تضمین تر لاسه کړي، سراج الدین حقاني، چې د طالبانو اوسني مرستیال امیر او د کورنیو چارو وزیر دی، په دغو خبرو کې مرسته کړې وه.

په مقاله کې په لیبیا کې د القاعده شبکې د غړي عطیه عبدالرحمان هغه لیک ته هم اشاره شوې، چې د القاعده مشر اسامه بن لادن ته یې لیکلی وو او په کې ویلي يې وو چې سراج الدین حقاني پاکستاني حکومت ته د پیغامونو رسولو لپاره د منځګړي په توګه کار کوي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاېڼ د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي یا سیګار د راپور په اړه مقاله خپره کړې، چې د اګست په ۱۵مه د کابل د سقوط لاملونه په ګوته کوي.

مقاله د راپور له قوله لیکلي: "سیګار وموندله چې د ٢٠٢١ په اګست کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د سقوط یوازینی مهم لامل د متحده ایالاتو د دوو ولسمشرانو پرېکړه وه چې له افغانستان څخه د دې هېواد ځواکونه او قراردادیان وباسي."

دا راپور د چهارشنبې په ورځ خپور شو.

مقاله یادونه کوي، چې د سیګار راپور د دوو مهمو پېښو پر اغېزو تمرکز کړی چې ویل کېږي افغان ځواکونه یې له ماتې سره مخامخ کړل.

یو دا چې د ټرمپ ادارې او طالبانو تر منځ د ٢٠٢٠ د فبرورۍ میاشتې د دوحې تړون، او بل د 2021 په اپریل میاشت کې د بایډن پرېکړه چې تر سپتمبر میاشتې پورې له افغانستانه ټول امریکایي سرتېري وباسي او تر شا هېڅ ځواکونه پرېنږدي.

XS
SM
MD
LG