د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

فارن پالیسي: چین په افغانستان کې د خپلې پانګونې خونديتوب غواړي


 په لوګر کې د مس عینک کان
په لوګر کې د مس عینک کان

فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونې په افغانستان کې پانګونې ته د چین لېوالتیا یادوي او لیکي چې چین غواړي په افغانستان کې یې پانګونې د پاکستان پرتله خوندي وي.

فارن پالیسي زیاته کړې، چې د اپرېل په وروستیو کې یوه ځانمرګي بریدګر د کراچۍ د کنفيوسیوس مرکز رییس هوانګ ګویپینګ، دوه چینایي استادان او یو پاکستانی موټر چلوونکی ووژل.

په ليکنه کې راغلي، چې دغه برید د چین – پاکستان پر اقتصادي دهلېز د چین د پراخې پانګونې په اړه شته کړکېچ څرګندوي.

د فارن پالیسي په وینا هغه تجربه چې پیکنګ په پاکستان کې ليري، نه غواړي په افغانستان کې تکرار شي.

خو لیکوال په دې باور دی، چې چین هڅه کوي له دغو کړکېچونو څخه په بشپړه توګه ليرې واوسي، ځکه چین اړ دی چې په افغانستان کې خپل حضور پراخ کړي.

فارن پالیسي لیکلي، د دې کړکېچونو تر ټولو ښکاره بېلګه په افغانستان کې د مس عینک د کان په پروژه کې لیدل کېدای شي.

د لیکوال په خبره، مس عینک کان په سیمه کې د یوه لوی لرغونی بودایی ښار له امله د دغې پروژې استخراج او ګټې اخیستنې چارې له کلونو راهیسې ځنډېدلې وې.

خو اوس چې طالبانو یو ځل بیا په افغانستان کې واک تر لاسه کړی او دغه پروژه یې بیا راژوندۍ کړې، دوی هڅه کوي چې د مس عینک له پروژې څخه چین ته د نږدې کېدو لپاره کار واخلي.

مقاله لیکي، داسې ښکاري چې چین هم په دې برخه کې متقابل عمل کولو ته زړه ښه کړی.

د بخښنې نړیوال سازمان خپرونه:

د بخښنې نړیوال سازمان په خپله خپرونه کې د اطلاعات روز ورځپاڼې د مسوول مدیر تقي دریابي یادښتونه خپاره کړي، چې د طالبانو په لاس د کابل د سقوط په لومړیو ورځو کې خبریالان سخت وهل شوي او ځورول شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د تقي دریابي چې اوس په امريکا کې ژوند کوي، د می په درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یادښت کې پر ټولو رسنیو او بنسټونو غږ کړی چې د هغو ازادو او خپلواکو رسنيو دفاع وکړي ‌چې لا هم په افغانستان کې فعالې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان دریابي په حواله ویلي، چې افغان خبریالان تر بل هر وخت زیات ملاتړ ته اړتیا لري چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ حق وساتي او یو ځل بیا د یوې داسې ټولنې لپاره مبارزه وکړي چې بشري حقونه پکې یو واقعیت وي.

طالبانو ویلي، چې دوی د بیان ازادۍ او د مطبوعاتو قانون ته درناوی لري، خو په عمل کې د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، په افغانستان کې په لسګونه خبریالان سخت وهل شوي او په سلګونو رسنۍ تړل شوې دي.

د ۲۰۲۲ کال د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوال شاخص له مخې چې د بې پولې خبریالانو د مې په ۳مه خپور کړ، افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې له ۱۲۲مې څخه ۱۵۶ ته راښکته شوی دی.

XS
SM
MD
LG