د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

د طالبانو حکومت د مس عینک قرارداد بیا ارزوي


په لوګر کې د مس عینک کان
په لوګر کې د مس عینک کان

په داسې حال کې چې راپورونه وايي، طالبانو د کانونو استخراج ته زور ورکړی او له دې درکه د خپلو عوایدو د زیاتولو هڅه کوي، د طالبانو حکومت له چینايي شرکتونو سره د مس عینک قرارداد له سره وڅېړه او هغه یې تایید کړ.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پیترولیم وزارت ویندوی مفتي برهان تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، چې د طالبانو د اسلامي امارت کابینې د کانونو وزارت ته دنده وسپارله چې د مس عینک قرارداد له سره وارزوي او که د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف نه و، د دغه قرارداد د عملي کولو لپاره ګامونه واخلي.

هغه وايي: «نو کله چې قرارداد د وزارت د مشرتابه له لوري ماده په ماده وکتل شو په قرارداد کې مو بالکل داسې څه پیدا نه کړل نو قرارداد ته موږ ژمن پاتې شوو، (له چینايي ایم سي سي کمپنۍ سره) درې ویدیويي کنفرانسونه مو وکړل او بیا شیخ صاحب (د کانونو او پیترولیم وزیر شهاب الدین دلاور) چین ته لاړ، هلته یې د ایم جي این کمپنۍ له مشرتابه سره ولیدل. بیا هغوی کابل راغلل. دا اوس چې زه له تاسو سره خبرې کوم د ایم سي سي کمپنۍ مشران په کابل کې دي.»

د مس عینک کان قرارداد پخواني حکومت په ۲۰۰۷ م کال د چین له ایم سي سي کمپنۍ سره نسبتاً په ښو شرایطو لاسلیک کړی و چې پر اساس یې دې کمپنۍ منلې وه، افغانستان ته به د کال له ۲۵۰ ملیون تر ۳۰۰ ملیون ډالر عاید د ورکولو ترڅنګ برېښناکوټ او ریللار جوړوي.

ښاغلي برهان دا هم تایید کړه، چې د طالبانو حکومت د متوسطو کانونو استخراج ته زور ورکړی او اوس د ده په وینا ۱۴۶ متوسط کانونه استخراجېږي چې له کبله یې د دولت عواید زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کانونو ځینې متخصصان وايي، ډېر کانونه په غیر فني ډول کېندل کېږي چې له کبله یې ضایعات ډېر دي.

په لوګر کې د مس عینک کان یوه څنډه
په لوګر کې د مس عینک کان یوه څنډه

په همدې حال کې له پاکستان سره د افغانستان په ترانزیتي لارو کې شاهدان وايي، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د سکرو صادرات په بې ساري ډول زیات شوي دي.

د طالبانو حکومت تاییدوي چې د ورځې سلګونه ټنه سکاره پاکستان ته صادرېږي.

د طالبانو حکومت د کابل ولایت د خاک جبار او د تخار ولایت د ګلفګان ولسوالۍ د سکرو کانونه قرارداد ته ورکړي او وايي، چې د هرات د سکرو کان قرارداد تېر حکومت کړی و.

XS
SM
MD
LG