د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۶

د مس عینک کان؛ د افغانستان د پر ځان بسیاینې لپاره یو خوب چې لا نه‌دی رښتیا شوی


لوګر ولایت کې د مس عینک کان سیمه
لوګر ولایت کې د مس عینک کان سیمه

په داسې حال کې چې د مس عینک کان د کېندنې چارې ۱۴ کاله مخکې له یو چیني شرکت سره لاسلیک شوي، خو لا یې هم کار نه‌دی پیل شوی.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د راپور له مخې، د افغانستان د مسک عینک کان چې ۲۴۰ میلیونه ټنه تیګه لري او ۲،۳ برخه‌یې مس دي، په نړۍ کې د مسو له لویو کانونو ګڼل کېږي.

ټول ارزښت‌یې له ۵۰ میلیارده ډالره زیات ښودل شوی دی.

د لومړنۍ سروې له مخې که دغه کان وکېندل شي په کلني ډول به افغانستان له دې درکه شااوخوا ۳۵۰ میلیونه ډالره عاید ولري.

د مس عینک کان د کابل جنوب لوېدیځ ته په ۴۰ کیلومترۍ کې په لوګر ولایت کې موقعیت لري.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې عمومي رئیس شیرباز کمین‌زاده له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې پروژې د ارزښت په اړه وویل: "موږ هیله لرو چې د اسلامي امارت حکومت په دې برخه کې پام وکړي او هغه شرکت سره چې د دې کان قرارداد شوی ژر تر ژره‌یې حاضره کړي، که هغه شرکت نه‌حاضریږي دغه کان دې بیاځلي اعلان ته وړاندې کړي، که د دې پروژې کار پیل شي هغه څو د مس ډبرو د تولید شرکتونه چې موږ لرو څنګ ته‌یې ولاړ یو."

شیرباز کمین‌زاده
شیرباز کمین‌زاده

په د ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د افغانستان د وخت حکومت چې مشري یې حامد کرزي کوله د مس عینک کان د کېندنې تړون د چین له «ام‌سي‌سي» شرکت سره د ۲،۹ میلیارده ډالرو په ارزښت لاسلیک کړ.

دغه قرارداد چې د ۳۰ کلونو لپاره دی ویل شوي و چې د یاد کان د کېندنې چارې باید د قرارداد په پنځم کال پیل شي.

خو د وروستیو سروېګانو له مخې، لا هم دغه کان د کېندنې لپاره نه‌دی چمتو شوی.

خو د ۲۰۱۷ زېږدیز کال د سپټمبر په میاشت کې د امریکا د سولې انسټیټیوټ د دې پروژې د ځنډېدو لاملونو ته کتنه وکړه.

د دې انسټیټیوټ له لوري په خپور شوي راپور کې د «ام‌سي‌سي» چینايي شرکت سره په شوي قرارداد کې یو شمېر غیر واقع‌بینانه شرطونه د دې پروژې د ځنډېدو لاملونه ښودل شوي وو.

د دې انسټیټیوټ په راپور کې د ورکړل شویو شرطونو یو مثال راوړل شوی چې «ام‌سي‌سي» شرکت باید له تورخم بندر نه تر حیرتان بندره او له هغه ځایه بیا تر مس عینک کان پورې په خپل شخصي لګښت د رېل یوه پټلۍ جوړه کړي او د دې پټلۍ لګښت دې هم په راتلونکو څو کلونو کې له هغه کسانو واخیستل شي چې په دې لاره تګ راتګ کوي، هغه چاره چې د دې انسټیټیوټ په باور چندان سوداګریزه ګټه نه‌لري.

هغه راپور چې د کانونو او پټرولیم وزارت په وېب‌پاڼه کې د دې پروژې په تړاو ایښودل شوی په‌کې د یادې پروژې پر وړاندې ځیني خنډونه داسې په نښه شوي.

د لرغونو اثارو د رایستلو لپاره د شااوخوا کېندنو د بهیر اوږدوالی.

د کافي منرالونو نشتوالی، د با کیفیته فاسفیټونو سره چې وشي کولای د سلفوریک اسید (د ګوګړو تېزاب) د خنثی کولو لپاره چې د خالص مس په تولید کې مرسته وکړي.

مس عینک کان سیمه
مس عینک کان سیمه

د رېل پټلۍ د پروژې کم اقتصادي ارزښت، د «ام‌سي‌سي» شرکت غوښتنه چې د مس عینک کان د کېندنې د تړون په ځینو برخو باید بیا کتنه وشي.

او امنیتي ستونزې چې د کان په سیمه کې موجودې وې، خو اوس د طالبانو په واکمنېدو سره دغه خنډ له مخې پورته شوی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند مولوي برهان وايي، د مس عینک کان په تړاو یې چیني شرکت سره په وروستیو میاشتو کې دوه وېډیويي کنفرانسونه کړي او یاد شرکت د قرارداد ټولو مادو ته ژمن دی.

د ښاغلي برهان په خبره، د مس عینک کان د کېندنې عملي چارې به د مارچ میاشت کې پیل شي.

دی زیاتوي: "له دوی سره چې موږ دوه کنفرانسونه درلودل، افغانستان ته‌یې د راتګ ژمنه کړې، موږ له دوی سره په اړیکه کې یو او ډېر ژر به دوی افغانستان ته راشي، موږ ژمن یو چې د دې پروژې کار ژر تر ژره د مارچ په میاشت کې پیل شي."

مس عینک په افغانستان کې یوه لویه پروژه ده چې په پیل سره به‌یې د کار، د عوایدو زیاتوالي او اقتصادي پراختیا ته زمینه برابره شي.

د معلوماتو له مخې، که دغه پروژه پیل شي شااوخوا ۸،۵۰۰ کسانو ته به مستقیم او ۳۰ زره کسانو ته به په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې یو شمېر اقتصادي کارپوهان که څه هم په اوسنيو شرایطو کې حالت د دغه ډول پروژو د پیل لپاره د امنیت له اړخه ښه بولي، خو د نورو ستونزو شتون یوه مهمه مسئله یادوي.

د مس عینک کان له سیمې ترلاسه شوي تاریخي اثار
د مس عینک کان له سیمې ترلاسه شوي تاریخي اثار

اقتصادي کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: "سره له دې چې فساد له‌منځه لاړ امنیت هم ټینګ شو، خو اوس هم له ګن شمېر ستونزو سره حاکم نظام او افغانان مخ دي لکه د نړۍ له‌خوا بندیزونه، د رسمیت نه‌پېژندل او د برښنا او زېربنا نشتوالی هغه څه دي چې د پانګونې مخه‌یې په افغانستان کې نیولې، تر هغې چې دغه ستونزې حل نه‌شي فکر نه‌کوم چې د دا ډول لویو پروژو کارونه پیل شي."

د مس عینک کان سره له دې چې یو لوی او ارزښتناکه کان دی، خو د دې کان شااوخوا ته بیا نږدې ۲۰ لرغوني ځایونه هم شته چې له ۲،۵۰۰ کلونو زیاته لرغونتیا لري.

د معلوماتو له مخې په دغه سیمه کې د پنځمې او شپږمې پېړۍ بودايي مجسمې او عبادت ځایونه هم شته.

اوس دې مسئلې ته په کتو سره بیا د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په ګډه او همغږۍ سره غواړي د دې کان ترڅنګ د دغه لرغونو اثارو د ساتنې لپاره یو موزیم هم جوړ کړي.

خو د اقتصادي کارپوهانو په باور او د تېرو حکومتو د رسمي راپورونو پر بنسټ، ۱۴ کاله د مس عینک کان د کېندنې د ځنډ لامل نه ناامني ده او نه هم د لرغون پوهنې د سایټونو شتون، بلکې اصلي لامل، د «ام‌سي‌سي» شرکت له‌خوا د تړون شرایطو ته د بیا کتنې غوښتنه ده.

XS
SM
MD
LG