د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

طالبان د مس عینک کان چینايي قراردادي شرکت سره د کېندنې د پیل لپاره مذاکرات کوي


ارشیف، د افغانستان لوګر ولایت کې د مس عینک کان
ارشیف، د افغانستان لوګر ولایت کې د مس عینک کان

د طالبانو حکومت د مس عینک کان پروژې د پیلولو په اړه د چینایي قراردادي شرکت سره د هغو مذاکراتو خبره کوي چې له کلونو راهیسې لا لومړنۍ چارې یې هم نه‌دي پیل شوي.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وایي ډېر ژر به په کابل کې د «اېم سي سي» چینایي شرکت سره د یاد کان د کېندلو د پروژې د پیل په اړه مذاکرات ترسره او رسماً به د دې پروژې عملي چارې پیل کړي.

د دغه وزارت ویاند عصمت‌الله برهان ازادي راډیو ته وویل د دغه چینایي شرکت له پلاوي سره چي ډېر ژر به کابل ته راشي د مس عینک کان سیمې د تاریخي اثارو د انتقال چې د یاد کان د کېندلو پر وړاندې خنډ ګرځېدلي، خبرې اترې وکړي.

ښاغلي برهان د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د کب ۲۹» ازادي راډیو ته زیاته کړه: "له هر اړخیزو او اوږدو بحثونو وروسته پرېکړه شوې چې د قراردادي شرکت یو پلاوی د مذاکراتو لپاره کابل ته راشي چې ټاکل شوې ډېر ژر دغه پلاوی کابل ته راشي او د کانونو او پټرولیم وزارت مشرانو سره د تاریخي اثارو د انتقال او د مس عینک پروژې د کېندنې د چارو د پیل په اړه مذاکرات ترسره شي، خو تر اوسه د هغوی له لوري په دې اړه موږ سره رسمي کوم څه نه‌دي شریک شوي."

په لوګر کې د مس عینک کان یوه برخه
په لوګر کې د مس عینک کان یوه برخه

مس عینک هغه کان چې د کېندنې قرارداد یې د ۱۳۸۷ لمريز كال د تېر جمهوري حکومت پر مهال د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر مهال د کانونو او پټرولیم وزارت او د چین د ام سي سي (Metallurgical Construction Corporation) کمپنۍ ترمنځ لاسلیک شوی، خو د کلونو په تېرېدو یې بیا هم تر اوسه د استخراج چارې نه‌دي پیل شوي.

په‌کار وه چې د دې كان استخراج د ۱۳۹۲ لمريز كال په اوږدو كې پيل شوی وی، خو سیمه کې د تاریخي اثارو شتون، د فاسفیټو کموالی، د قرارداد نیمګړتیاوې، د ماینونو شتون او د تېر حکومت او اېم سي سي کمپنۍ ترمنځ جنجال هغه ټکي دي چې اجازه‌یې نه‌ده ورکړې، څو د دې کان د استخراج چارې پیل شي.

خو د طالبانو حکومت د کانونو وزارت ویاند عصمت‌الله برهان ویلي دوی د مس عینک د پروژې تړون ارزولی او کومه ستونزه‌یې نه‌ده موندلې.

د تېر جمهوري حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وایي د دې کان د کېندلو په تړون کې له چینایي اړخ سره مهم ضمیموي مسایل او شرایط شته چې باید په نظر کې ونیول شي کنه په خبره‌یې د یادې پروژې له اقتصادي ګټې زیان به‌یې زیات وي.

د تېر جمهوري نظام د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي
د تېر جمهوري نظام د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي

ښاغلی مطفي وايي: "چینایي شرکت مکلف شوی و چې دوی د رېل‌ګاډي پټلۍ، د انرژۍ تولید مراکز جوړ کړي همدا شان بنیاد رغونه وکړي کلینیک، ښوونځی، سړک او د کان په سیمه کې چې اوس خلک په‌کې مېشت دي تر کېندلو او تخریب وروسته هغوی ته د استوګنې مجدد کورونه برابر کړي."

مس عینک ستر کان د افغانستان په لوګر ولایت کې دی.

د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې یاد چینایي شرکت د کړي تړون له کلونو تېرېدو تر اوسه ځکه د دې کان د کېندلو عملي چارې نه‌دي پیل کړي چې په نړۍ کې په وروستیو کلونو کې د مسو بیه راټیته شوې او چین نه‌غواړي چې په دې کې زیان وکړي، هغه څه چې تر دې دمه د «اېم سي سي» شرکت له لوري یې په اړه څه نه‌دي ويل شوي.

خو په ښکاره ډول په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د امنیتي ستونزو له امله د مس عینک په شان په سلګونو مهمې او سترې پروژې له پلي کېدو پاتې وې.

XS
SM
MD
LG