د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

چين د طالبانو له حکومت سره د افغانستان د ځينو کانونو په اړه په خبرو بوخت دی


ارشيف، د افغانستان لوګر ولايت کې د مس عینک کان ته څېرمه د يوه چينايي شرکت لګول شوي ماشونونه
ارشيف، د افغانستان لوګر ولايت کې د مس عینک کان ته څېرمه د يوه چينايي شرکت لګول شوي ماشونونه

چین له طالب چارواکو سره د عینک د مسو کان او دغه‌راز د امو دریا د تېلو او ګازو د حوزې په اړه په خبرو بوخت دی.

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په قول ویلي چې چین به هغه تشه ډکه کړي چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته رامنځته شوې ده.

ورځپاڼې همداراز لیکلي، چین د خپلو کمپنيو لپاره چې ځینې یې په کابل کې دفترونه لري، د لا زیاتو امتیازونو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

د طالبانو حکومت او چینايي چارواکو تأیید کړه چې چینايي کمپنۍ په کابل کې له نویو واکمنانو سره د کانونو، تېلو او ګازو پر پروژو خبرې کوي.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو تأیید کړې چې له طالبانو سره د عینک د مسو او د امو دریا د تېلو او ګازو د استخراج خبرې پیل شوې دي.

ښاغلي یو ویلي، چین له طالبانو څخه د ښو شرایطو او امتیازونو د ترلاسه کولو په لټه کې دی چې چینايي کمپنیو ته پانګونه ګټه وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد وايي، چینايي کمپنۍ چې پخوا ورسره د مس عینک په اړه قرارداد شوی، د امنیتي شرایطو ښه کېدو ته منتظره وه.

ده ازادي راډیو ته وویل: "چینايان د اسلامي امارت له چارواکو سره د مس عینک په اړه چې پخوا یې قرارداد شوی خبرې کړي، خو اوس چې امنیتي شرایط برابر شوي دوی غواړي چې پر دې پروژې کار پیل کړي. دوی همداراز د امو‌ دریا د ګازو او تېلو د استخراج په اړه خبرې کوي."

له بلې‌خوا د طالبانو د کانونو وزیر شهاب‌الدین دلاور وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د لوېدیځو کمپنیو پانګونې ته هم لېوال دی.

د ورځپاڼې د راپور پر اساس، ده ویلي چې طالبان په دې خاطر چې امریکايي شرکتونه تر چینايي شرکتونو زیاته تجربه لري، امریکايي شرکتونه غوره ګڼي.

د کانونو په چارو کې د افغانستان د حکومت او د امریکا د دفاع وزارت پخوانی سلاکار نیل رګبي وايي، د افغانستان مس په نړۍ کې ساری نه‌لري، او له همدې کبله چین د افغانستان مسو ته ډېر لېواله دی.

دوو چینايی شرکتونو په ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ کلونو کې د عینک د مسو او د امو دریا د تېلو او ګازو قرادادونه وکړل.

چینايي خپرونې ګلوبل ټایمز بیا ویلي چې د عینک د مسو د کان او د امو دریا د تېلو او ګازو پروژې چې وال سټريټ ژورنال‌یې یادونه کړې، نوې پروژې نه‌دي، بلکې چینايي کمپنیو د افغانستان له پخواني حکومت سره د هغو په اړه په ۲۰۰۹ کې قراردادونه لاسلیک کړي وو.

د دې چینايي ورځپاڼې پر اساس، اوس یوازې چینايي کمپنۍ شرایطو ته په کتو پر پروژو د کار د پیلولو لپاره پرمختګونه څېړي.

XS
SM
MD
LG