د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۵۱

له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو وتل؛ پوځي او اقتصادي تشې ډکولو ته د چین لېوالتیا


ارشیف
ارشیف

امریکا او ناټو به د سېپټمبر تر یوولسمې وروسته، په افغانستان کې هومره پراخ اغېز و نه لري، څومره چې یې په تېرو ۲۰ کلونو کې درلود.

کارپوهان وايي، د بهرنیو عسکرو وتل به، له دې وروسته په دې هېواد کې د لویدیځ د نفوذ مخه یو څه ډب کړي، خو بې‌له شکه چې په نظامي او اقتصادي لحاظ د دې کار تشه محسوس ده.

د نړیوالو اړیکو کارپوهان په دې اند دي چې له افغانستان د بهرنیو او امریکايي عسکرو وتل دې ته لار پرانیزي چې د سیمه‌ییزو قوتونو سربېره، یو شمېر نور هېوادونه له افغانستان سره نږدې اړیکو ته زړه ښه کړي.

له دې هېوادونو یو هم چین دی. موده وړاندې د ګڼو لویدیځو رسنیو سربېره، له اسیا خپرېدونکو ورځپاڼو ولیکل، چین زړه ښه کړی چې په افغانستان کې په اقتصادي او نظامي لحاظ خپل حضور زیات کړي.

که څه هم دا خبره لا رسماً نه چین او نه هم افغان حکومت تایید کړې، خو ایا یو ښه بدیل کېدای شي؟

  • افغانستان او د چین ملګرتیا

افغانستان او چین ښه ګاونډیان بلل کېږي او د تاریخ په اوږدو کې یې سره هېڅ ډول شخړه نه ده کړې. د دې سره په خوا کې، چین د افغانستان د شخړې په سیاسي حل ټینګار کړی او په ځلونو یې له طالبانو د اوربند او ان د سولې د مذاکراتو د کوربه‌توب غوښتنه کړې.

د نړیوالو اړیکو کارپوه او څېړونکی جاوېدالله چې له پاکستان او چین سره د افغانستان پر اړیکو څېړنه کوي وايي، که څه هم امریکا او چین سرسخت سیالان دي، خو چین د منځلاري سیاست په خپلولو سره، افغانستان سره خپلې اړیکې ښې ساتلي.

دی وايي: "افغانستان او چین هغه دوه هېوادونه دي چې په تېر تاریخ کې یې سره هېڅ ډول شخړه نه ده کړې. په اوسني وضعیت کې د چین حکومت په ځلونو ویلي چې په افغانستان کې د شخړې سیاسي حل غواړي. "

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو د اپریل په ۲۵مه د حکومت د رسنیو په مرکز کې وویل، هېواد یې غواړي، په تل‌‌پاتې ډول د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي.

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو
په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو

هغه زیاته کړي، د سټراټیژیکو همکاريو او د ښو اړیکو پرمختګ لپاره به یې هڅې دوام وکړي، څو دواړو هېوادونو ته یې ګټه ورسېږي.

د چین حکومت له دې وړاندې هم له افغانستان سره د اقتصادي مرستو او همکاریو په اړه ډاډ ورکړی دی.

  • افغانستان کې د چین د اقتصادي نفوذ پر وړاندې خنډونه

چین لومړی هېواد دی چې د ام‌سي‌سي په نوم یو شرکت یې د افغانستان پر یو تر ټولو لوی کان پانګه‌ونې ته زړه ښه کړ.

مس عینک کان په ۲۰۰۸ کال کې ام‌سي‌سي شرکت د یوه ازادې پروسې له لارې وګاټه، خو داسې مهال چې له دې نېټې نږدې ۱۳ کاله تېرېږي، لا هم د دې کان څپړنه نه ده پیل شوې او هېڅ راز اقتصادي ګټه نه لري.

د قرارداد پر بنسټ، ام‌سي‌سي په لومړیو کې پر دې کان ۲،۸۹۸ میلیارډ ډالر پانګه‌ونه کوي او وروسته دا پیسې ۵ میلیارډ ډالرو ته رسېږي.

افغانستان له دې شرکته د مالیاتو له ادرسه په کلني ډول ۴۰۰ میلیونه ډالر اخلي او همدا ډول د ضمانت په توګه باید ۸۰۰ میلیونه نور ډالر افغان حکومت ته ورکړي.

د لوګر مس عینک کان؛ مس عینک کان په ۲۰۰۸ کال کې ام‌سي‌سي شرکت د یوه ازادې پروسې له لارې وګاټه
د لوګر مس عینک کان؛ مس عینک کان په ۲۰۰۸ کال کې ام‌سي‌سي شرکت د یوه ازادې پروسې له لارې وګاټه

د کار پیدا کېدل، د افغانستان له ډبرو سکرو ګټه، د برېښنا تولید، د یوه ښار ګوټي جوړېدل ، له تورخم تر تاجېکستان او بیا د بامیان تر حاجي‌ګګ، درصوف او سمنګان پورې د اوسپنې پټلۍ جوړېدل د دې قرارداد نورې برخې وې چې تر اوسه یې یوه هم نه ده عملې شوې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت نه حاضرېږي چې د دې موضوع په اړه خبرې وکړې، خو حکومت وړاندې په ځلونو په سیمه کې د تاریخي اثارو پیدا کېدل او امنیتي ستونزې د کار د ځنډ علتونه ګڼلي دي.

خو ځینې شنونکي سیاسي موضوعات او په افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا د مس عینک کان د کېندنې د ځنډ علتونه ګڼي.

چین په نړیوال اقتصادي ډګر کې د امریکا تر ټولو سرسخت سیال دی. تر دې چې د دې هېواد د بهرني سیاست یوه مهمه برخه چې څه ډول ورځ تر بلې په نړۍ کې د دې هېواد پراخېدونکي حضور مخه ونیول شي، تشکیلوي.

خو داسې مهال چې امریکا په افغانستان کې خپله ښکېلتیا کموي، چین به وشي کولای، دې هېواد کې خلاص لاس ولري؟

د نړیوالو اقتصادي مسایلو کارپوه شعیب رحیم یې په اړه وايي: "چین غواړي په افغانستان کې ثبات راشي او د دې لپاره یوه لار دا ده چې افغانستان له اقتصادي اړخه په خپلو پښو ولاړ وي او دلته اقتصاد د دې باعث شي چې هم نظام پیاوړی شي او هم د خلکو لپاره کاري فرصتونه پیدا شي. "

خو د دې کار پر وړاندې اندېښنه د نړۍ د قوتونو له‌خوا افغانستان د نیابتي شخړو د ډګر په توګه کارول دي.

تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون سره مرکه کې بې له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي وویل، د سیمې یو شمېر هېوادونه غواړي چې افغانستان کې د دوی له وتلو وروسته، پراخ لاس ولري چې ښکاره ده د امریکا د ګټو خلاف وباله.

خو شنونکی جاوېدالله وايي، د افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره به امریکا له چین سره افغانستان د سیالۍ ډګر غوره نه کړي: "هغه مسایل چې د امریکا لپاره خطر نه وي او په اقتصادي پلان کې ګمان داسې دی چې چین به افغانستان کې خپلې اقتصادي همکارۍ ته دوام ورکړي او امریکا به په دې برنامو کې ورسره مخالفت و نه کړي."

خو ایا طالبان له افغانستان سره د چین د اقتصادي اړیکو د پراختیا خنډ ګرځېدای شي؟

شنونکي وايي، چین او پاکستان خورا نږدې اړیکې لري او پر طالبانو د پاکستان اغېز به اجازه ور نه کړي چې کومه ستونزه جوړه شي.

  • د افغانستان او د چین اقتصادي اړیکې

افغانستان اوس‌مهال له چین سره د رېل پټلۍ، یو کمربند، یو سړک لارې په وسیله نښلېدلای او تر خوا یې د هوايي دهلیز له لارې دې هېواد سره سوداګریزه راکړه ورکړه روانه ده.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، افغانستان چین ته په کلني ډول د ۲۰ او ۴۰ میلیونه ډالرو ترمنځ صادرات کوي، خو کرونا وبا پر دې بهیر اغېز کړی دی.

د افغانستان او چین ترمنځ د رېل پټلۍ
د افغانستان او چین ترمنځ د رېل پټلۍ

د افغانستان په صادراتو کې غالۍ وچه او تازه مېوه شامله ده، خو بر عکس له چین بیا واردات له یو تر یو نیم میلیارد ډالرو ته رسېږي چې برېښنایي او نور توکي يې لویه برخه تشکیلوي.

د نورو توکو سربېره، د دواړو هېوادونو ترمنځ یوازې د جنغوزیو برخه کې د ۲،۲ میلیارډ ډالرو په ارزښت د ۶۲ ټنه جنغوزیو قرارد شته چې راتلونکو څلور کلونو کې به بشپړ شي.

خو د چین موخه په دې هېواد له دې پرته پر لویو کانونو پانګه‌ونه ده.

د نړیوال اقتصاد کارپوه شعیب رحیم وايي، چین دې کار سره غواړي، د دې هېواد له امنیت او ثبات سره د مرستې له لارې، د مرکزي اسیا او خپلو پولو ته د ترهګرۍ د ور پېښ ګواښ مخه ونیسي: "که په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب شي، نو احتمالاً شته چې دا جګړه او د ترهګرۍ څپې د مرکزې اسیا له لارې د چین لویدیځ ته ورسېږي او هلته چې کوم ایغور مسلمانان دي او مخکې تر مخکې ترې چین اندېښنه لري، کېدای شي چې بیا ورته ستونزې وزېږوي. "

له دې پرته چین غواړي د پاکستان له لارې د سي‌پیک په پروژه کې افغانستان هم ور ګډ کړي چې په دې سره به د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې د اغېز په پار دا هېواد د درېیم ګړي په توګه مطرح وي.

سي پیک د لویې لارې او اقتصادي دهليزونو جوړولو پروژه ده چې پاکستان د بلوچستان له لارې د سیمې هېوادونو او چین سره نښلوي او چین ته هم ور ته اسانتیا برابروي.

پر دې پروژې ۵۰ میلیارډ ډالر لګښت راځي چې ټولې پیسې یې چین ورکوي.

شنونکي وايي، که چېرې چین د خپلو اقتصادي برنامو افغانستان کې وګټي، اړتیا نه‌ لیدل کېږي چې دلته نظامي حضور ته ټټر ووهي.

XS
SM
MD
LG