د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

ګارډین: پر طالب مشرانو دې له افغانستانه د وتلو ممنوعیت ولګول شي


د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده
د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده

ګارډین:

برتانوۍ ګارډین ورځپاڼې په دې اړه چې د بشري حقونو ډلو د ملګروملتونو له امنیت شورا څخه د طالبانو پر مشرانو د فشارونو د زیاتولو غوښتنه کړې یو مطلب خپور کړی.

د بشري حقونو نړیوالو مدافع ډلو پر افغان مېرمنو د محدودیتونو د زیاتولو له کبله د طالبانو پر مشرانو د سفر د ممنوعیت غوښتنه کړې.

ورځپاڼه لیکي، چې د طالبانو د منزوي کولو لپاره همدا د نړیوالې ټولنې لپاره یوه ننګونه ده.

د مطلب په دوام کې راغلي، چې د طالبانو منتقدان غواړي، پر افغان ښځو او نجونو د محدودیتونو له کبله چې حتی له محرم پرته له کوره د وتلو اجازه نه ورکول کېږي، پر طالب مشرانو هم له هېواده د وتلو ممنوعیت ولګول شي.

ګارډین لیکي، ملګروملتونو پر طالبانو سخت بندیزونه لګولي او امنیت شورا په پام کې لري چې په روانه اونۍ کې د طالبانو پر مشرتابه د سفر د ممنوعیت په اړه د بحث لپاره یوه غونډه جوړه کړي.

د طالبانو پر ۴۱ مشرانو له پخوا راهیسې د سفر بندیزونه لګېدلي دي خو په دوحه کې د پخواني حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پیل وروسته د طالبانو د مرکچیانو په ګډون د ۱۴ کسانو نومونه له دې ډلې واېستل شول.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسوولې هیدربار غوښتنه کړې، چې د طالبانو پر لوی مشر ملاهبت الله آخوندزاده، د استخباراتو پر رییس عبدالحق وثیق او د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پر سرپرست شیخ محمدخالد حنفي باید د سفر بندیزونه ولګول شي.

ګارډین لیکي، د طالبانو مشران د نجونو لپاره د منځیو ښوونځیو او لېسو د پرانیستو په برخه کې مهم رول لري خو د څه باندې لسو میاشتو له تېرېدو وروسته یې لاهم په دې برخه کې اقدام نه دی کړی.

ګلوب اینډ مېل:

کاناډایۍ ورځپاڼې ګلوب اینډ مېل د هغو ادعاوو په اړه یو راپور خپور کړی چې وایي، طالبان په هغو کسانو پسې ګرځي چې د دوی په نظر په افغانستان کې د کاناډا لپاره جاسوسي کوي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې شاوخوا ۲۰۰ کسانو چې ډېری ښځې وې په هغو پروژو کې کار کاوه چې کاناډا په تېرو شلو کلونو کې تمویلولې خو وروسته له دې چې نومونه یې د طالبانو له خوا د دوی د یوه نیول شوي همکار له موبایل څخه ترلاسه شول د طالبانو له وېرې پټ ګرځي.

دوو ښځو چې ګلوب اینډ مېل یې خبرې د سعدیې او سلما په مستعارو نومونو خپرې کړي، ویلي دي چې د دوی ژوند له سمدستي خطر سره مخامخ دی ځکه د دوی په وینا طالبانو یې د ټلفون شمېرې، عکسونه او همداراز هغه پیغامونه ترلاسه کړي چې دوی پر طالبانو انتقادونه پکې کول.

دې مېرمنو د کاناډا په مالي ملاتړ د افغان ښځو او نجونو د ځواکمنولو په یوه پروژه کې کار کاوه.

۳۳ کلنې سعدیې ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو د دې په ګډون د دې د هغو ۱۵ همکارانو لېست جوړ کړی دی چې د دوی په وټسپ ګروپ کې یې ډېر پیغامونه پرېښودل.

نوموړې وايي، دا ۱۵ کسیزه ډله او د دوی ۲۰۰ تنه نور همکاران که د طالبانو لاس ته ورشي نو ټول به ووژني.

ورځپاڼه د سلما له قوله چې هغې هم په دې پروژه کې کار کاوه لیکي چې وايي، طالبان اوس په دوی پسې ګرځي.

کاناډايي چارواکو تراوسه په رسمي ډول د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او د طالبانو حکومت په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG