د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

انډيپنډنټ ورځپاڼه: د برېتانيا وزيران بايد د افغانستان د ښې راتلونکي لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي


نړيوالې ورخپاڼې
نړيوالې ورخپاڼې

انډيپنډنټ ورځپاڼه:

انډیپنډنټ ورځپاڼې کابل ته د برېتانیا د کارګر ګوند د یوې مشرې پریت ګېل پر وروستي سفر لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې د مېرمن ګېل په حواله لیکلي، د برېتانیا وزیران باید د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي.

پریت ګېل چې د برېتانیا د نړیوالې پراختیا وزارت لپاره د کار ګر ګوند بدیله وزیره یا "شډو منسټره " ده، په دې وروستیو کې یې د کارګر ګوند له بل لوړپوړي سیاستوال ډیوید لمي سره یوځای کابل ته سفر کړی دی.

د دوی د سفر هدف دا ښودل شوی چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د روان بشري وضعیت جاج واخلي.

مېرمن ګېل ویلي، له طالبانو سره د برېتانیا د چارواکو او سیاستوالو تعامل دا معنا نه ورکوي چې ګواکې دوی دې د طالبانو حکومت ته مشروعیت ورکوي.

پریت ګېل او ډیویډ لمي د برېتانیا تر ټولو لوړپوړي سیاستوال دي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان ته سفر کوي.

دغو سیاستوالو له طالبانو سره ونه کتل، خو اوس یې د خپل حکومت په مشرتابه نیوکه کړې چې د افغانستان د مسلې په اړه بې تفاوته دي.

انډیپنډنټ په خپله مقاله کې د پریت ګېل هغه اندېښنې را اخیستي چې د افغانستان د روغتیایي وضعیت په اړه یې څرګندې کړي.

دغې برېتانوۍ سیاستوالې ویلي، هغه وخت ډېره خواشینې شوه چې کابل کې هغه روغتون ته ورغله چې کټونه یې په خوارځواکو ماشومانو ډک وو.

ايرو ايشيا ريويو خپرونه:

ایرو ایشیا ریویو خپرونې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډه اقتصادي همکاري د افغانستان د روان مالي کړکېچ د حل ښه لاره ګڼلې ده.

مقاله کې راغلي چې افغانستان او پاکستان تر خپل منځه د سوداګرۍ او ترانزیت ښې هوکړې لري چې په عملي کېدو یې د دواړو هېوادونو وګړو ته ګټه رسیږي او د بې وزلۍ ریښې هم ورسره وچیږي.

افغان سوداګرو بیا له دې وړاندې څو ځله شکایت کړی دی چې پاکستان ورسره لاسلیک شوې هوکړې سمې نه عملي کوي او وخت نا وخت د صادراتي توکو په لېږد کې ورته ستونزې را ولاړوي.

د ایروایشیا مقالې لیکوالې سایمه افضل هم سپارښتنه کړې چې دا دواړه ګاونډي هېوادونه د ښه سوداګریز مشارکت لپاره باید یو بل ته د تګ راتګ او ویزو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

مقاله کې راغلي چې دا مهال د افغانستان سکاره پاکستان ته ډېر صادریږي او د پاکستان مارکېټونه د افغانستان تازه مېوې او ترکارۍ ته هم مناسب دي.

د مقالې په یوه برخه کې راغلي، که افغانستان او پاکستان سوداګریزې اړیکې ښې کړي، افغانستان په اسانه د پاکستان له لارې سمندر او نړۍ ته لار پیدا کولای شي او برعکس پاکستان هم منځنۍ اسیا ته د سوداګرۍ لنډه لار پيدا کوي.

دا ډول سپارښتنې پخوا هم د چارواکو او اقتصادي کارپوهانو له خوا شوي، خو سیاسي تګلارو بیا تر ډېره د دې چارو د عملي کېدو مخه نیولې ده.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پاکستان هغه هېواد ته د افغانانو په تګ راتګ شرایط سخت کړي او ان تر دې چې په دې وروستیو کې د پاکستان د عادي ویزې بیه په تور بازار کې زرو ډالرو ته وخته.

XS
SM
MD
LG