د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

د افغانستان پر وضعيت د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

یو شمېر لویدیځو ورځپاڼو او خپرونو د هغو افغانانو په اړه چې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته د امریکا د تخلیې په ترڅ کې مړه شوي، د څېړنې نتیجې ته پام اړولی دی.

نیویارک ټایمز، لاس انجلس ټایمز، انسایډر او میل انلاین د امریکا د هوایي ځواکونو د ویاندې ان سټیفانیک له قوله لیکلي چې ویلي یې دي، د دغې پېښې په وروستۍ څېړنه کې چې د امریکا د هوایي ځواکونو قومندانۍ او د امریکا د مرکزي قواوو قومندانۍ ترسره کړې، معلومه شوې چې د الوتکو پیلوټانو او عملې یې له مقرراتو سرغړونه نه‌ده کړې او له دې پرته چې په سرعت الوتکې د کابل له هوایي ډګر څخه پورته کړي، بله چاره نه لرله.

نيويارک ټايمز:

نیویارک ټایمز د مېرمن سټیفانیک له قوله لیکلي چې ویلي یې دي، د الوتکو له وزرو د خلکو راغورځېدل او مړه کېدل د خواشینی وړ دي خو د الوتنې عملې کوم غیر مناسب کار نه‌دی ترسره کړی.

وروسته له هغې چې طالبانو کابل ونیو، یو زیات شمېر کسانو د کابل د هوایي ډګر پر لور هجوم یووړ او په داسې حال کې چې الوتکو په ځغاستلیکه یا رنوې کې الوتنو ته تیاری نیوه، یو شمېر کسان ورپورته شوي او په وزرونو پورې یې ځان نښولولی و چې له لوړې ارتفاع را ولوېدل.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، د الوتکو له وزرونو د راغورځېدلو کسانو د بدن ټوټې د هوايي ډګر په ساحه کې لیدل کېدې.

نیویارک ټایمز لیکي، که څه هم د دغو الوتنو عملې کوم خلاف کار نه و ترسره کړی خو یو شمېر یې له دغو پېښو ډېر اغېزمن شوي او د خفګان له امله رواني مرکزونه ته تللي دي.

ميل انلاين خپرونه:

میل انلاین خپرونې د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې پرهغه مطلب تبصره کړې چې ویلي یې دي، د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر چارواکو مخکې له دې چې له افغانستانه ووځي، په امریکا، متحده عربي اماراتو او ترکیه کې کورونه او ګران بیه لوکس اپارتمانونه اخیستي و.

خپرونې د بېلګې په توګه د یوه لوکس آپارتمان د بهر او داخل عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دې چې په دې اپارتمان کې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار حمدالله محب اوسي.

میل انلاین د دوبۍ د تر ټولو ګران بیه سیمې د نخل یا پالم جزیرې عکسونه هم خپاره کړي او لیکلي یې دي چې د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور پکې کور لري.

د ښاغلي نور یوه نژدې خپل والسټریټ ژورنال ته ویلي چې دا له هېواده بهر د ښاغلي نور یوازیني ملکیت دی چې دی یې لري.

میل انلاین د یو شمېر نورو کسانو چې په متحده عربي اماراتو، ترکیه او امریکا کې څو کورونه لري هم نومونه یاد کړي له دې ډلې یې د مارشال عبدالرشید دوستم د انقرې کور، د متحدو ایالتونو په څو ایالتونو کې د حمداله محب د څو کورونو او په کلیفورنیا ایالت او د امریکا په څو نورو ایالتونو کې د افغانستان د مالیې د پخواني وزیر اکلیل حکیمې د شاوخوا لسو کورونو یادونه کړې ده.

د افغانستان د مالیې د پخواني وزیر خالد پاینده پرته نورو پخوانیو چارواکو چې د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په مطلب کې یې نومونه یاد شوي غبرګون نه‌دی ښودلي.

ښاغلي پاینده دې ورځپاڼې ته په یوه استولي لیک کې دغه مطلب تېر ایستونکی بللی دی.

XS
SM
MD
LG