د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

نيويارک پوسټ: بايډن دې د افغان همکارانو په اړه خپله ژمنه عملي کړي


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

نیویارک پوسټ:

نیویارک پوسټ ورځپاڼې د امریکا د هغو په زرګونو پخوانیو افغان همکارانو ته په پام اړولی، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې پاتې دي.

لیکوال د خپل مطلب په پیل کې لیکلي، د ۲۰۲۱ کال په جولای کې، پنځه میاشتې مخکې له دې چې طالبان کابل ونیسي، د امریکا ولسمشر جوبایډن امریکایانو ته په وینا کې وویل، چې امریکا به هغه افغانان چې له امریکایي ځواکونو سره یې اوږه په اوږه کار کړی، ترشا پرېنږدي.

بایډن دغو افغانانو ته په خطاب کې وویل: "که تاسو غوښتي وي، په متحدو ایالتونو کې کور لرئ او موږ به له تاسو سره یو، لکه هغاسې چې تاسو زموږ په خوا کې درېدلي وای."

د لیکوال په باور ولسمشر بایډن هغه مهال دا خبره د دې لپاره کړې وه، چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې ملاتړ وکړي خو د هغو افغانانو په اړه چې د ژباړونکو، د ښځو د حقونود مدافغانو او د مدني ټولنې د مشرانو په توګه یې ژوند په خطر کې و، د ولسمشر دغه ژمنه تراوسه نه ده عملي شوې.

د نیویارک پوسټ په لیکنه، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو نږدې کال په پوره کېدو دی خو تراوسه له ۲۴۰ زرو زیات افغانان د امریکا ځانګړو ویزو، د مهاجرت او د بشري خواخوږۍ په اساس د خپلو غوښتنلیکونو پروسې ته منتظر دي.

د نیویارک پوسټ د مطلب د لیکوال په باور، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې به د امریکا جګړه په افغانستان کې پای ته رسېدلې وي خو موږ بیا هم پر ولسمشر بایډن غږ کوو چې د هغو په زرګونو زړورو افغانانو په اړه چې ترشا پاتې دي، خپله ژمنه پرځای کړي.

مېل انلاین:

مېل انلاین ورځپاڼې هم په ورته یوې موضوع یوه لیکنه خپره کړې او لیکي، د امریکا د سمندري ځواکونو د ذخیرې د برخې یوه پوځي له افغانستانه د هغې افغاني الاصله امریکایۍ په ایستلو کې مرسته کړې چې له طالبانو سره بندي وه.

مېل انلاین لیکي، د ۳۳ کلنې مهناز صافۍ کورنۍ تېره میاشت د امریکا د پوځ له احتیاطي پوځي افغاني الاصله امریکایي صفي رووف سره تماس ونیو چې د طالبانو له بنده د مهناز صافۍ په خوشې کولو کې ورسره مرسته وکړي.

د مېل انلاین په لیکنه، په خپله صفي رووف له خپل ورور سره په تېر ‌ډسمبر میاشت کې هغه مهال نیول شوی و، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ لاندې له تښتېدونکو کسانو سره یې مرسته کوله.

مېل انلاین لیکي، رووف وتوانېد چې مهناز صافۍ راخوشې کړي اود دوبۍ له لارې له هغې سره یوځای د تېرې پنجشنبې په ورځ د نیویارک نړیوال هوایي ډګر ته ورسېږي.

په مېل انلاین کې وړاندې راغلي، مهناز صافۍ چې د امریکا په نیوجرسي ایالت کې دنیا ته راغلې، په می میاشت کې وروسته له هغې د افغانستان جوزجان ولایت یوه کلي ته د تلو پرېکړه وکړه چې له خلکو سره یې د بشري مرستې لپاره اتلس زره امریکایي ډالر راټول کړي وو.

نوموړې غوښتل، چې دغه مرسته په بېوزلو خلکو باندې وویشي، خو په افغانستان کې له درې اونیو وروسته د طالبانو پولیسو د تحقیق لپاره غوښتې وه او کله چې یې وموندله چې نوموړې له ویزې او د خولې پرته د افغانستان خاورې ته ننوتې، هغه یې نیولې او څو ورځې ورسره بندي وه.

د مېل انلاین په لیکنه مهناز صافۍ ویلي، دې د خپلې کورنۍ او ملګرو په شمول د ټولو خواوو هغو خبرداریو ته پام نه و کړی چې ویل یې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې اوس خطرونه زیات دي.

مېل انلاین د رووف په اړه چې د مهناز صافۍ په خلاصون او له افغانستانه یې د هغې په ایستلو کې مرسته کړې لیکي، نوموړی او ورور یې چې په ډسمبرکې نیول شوي و، د بایډن د ادارې له څو میاشتو مذاکراتو وروسته د طالبانو په بند کې له ۱۰۵ ورځو تیرولو وروسته په تېر اپرېل کې خوشې شوی و.

د مېل انلاین په لیکنه رووف د طالبانو د استخباراتو په اداره کې له خپلو مخکینو ارتباطاتو په استفادې د مهناز صافۍ د خوشې کولو لپاره کار اخیستی.

د مېل انلاین په لیکنه د امریکا د بهرنیو چارو وزرات هم د مهناز صافۍ خوشې کېدل تایید کړي خو نورو ته یې سپارښتنه کړې چې د هغې په څیر دې خطرونه په ځان نه مني او افغانستان ته دې نه ځي.

XS
SM
MD
LG