د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

بيزنس انسايډر ورځپاڼه: طالبانو له امريکا د افغانستان د کنګل پيسو د ازادېدو غوښتنه کړې


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

بيزنس انسايډر ورځپاڼه:

بیزنس انسایډر ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې طالبانو د امریکا له متحدو ایالتونو غوښتي چې د افغانستان کنګل کړې پیسې ازادې کړي څو له زلزله ځپلو سره مرسته وکړای شي.

ورځپاڼه وايي، طالبانو تر دې پخوا هم څو ځلې د کنګل شویو پیسو، د ازادېدو غوښتنه کړې خو دا ځل یې د پکتیکا او خوست د ویجاړوونکې او مرګونې زلزلې له زیانمن شویو سره د مرستې لپاره دا غوښتنه کړې ده.

د ۲۰۲۱ د اګست په نیمايي کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ولسمشر بایډن حکومت د امریکا په بانکونو کې د افغانستان بانک نهه نیم میلیارد ډالره زېرمه کنګل کړه.

بایډن د فبرورۍ په میاشت کې د دغو پیسو ۷ میلیارده له کنګله را وایستې، ویې ویل چې دا پیسې به په افغانستان کې بشري مرستو او د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي.

د دې پرېکړې پر اساس دوه نیم ملیارد ډالره لا هم پاتې دي چې امریکا یې طالبانوته نه ورکوي.

د پکتیکا او خوست له زلزلې وروسته د طالبانو مشر ملاهبت الله اخونزاده پر نړیوالې ټولنې، خیریه ټولنو او بشرپالو موسسو غږ کړی چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرستو ته را ودانګي.

په عین ورځ د طالبانو دحکومت وياند ذبیح الله مجاهد په یوه مرکه کې وویل چې امریکا باید د افغانستان شتمني ازاده کړي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د ځانګړي استازي مرستیال او سرپرست رامز الاکبراوف د چهارشنبې په ورځ وویل، افغانستان د زلزلې بحران ته د ځواب ویلو په خاطر په فوري ډول ۱۵ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د چهارشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه وکښل چې د امریکا متحدو ایالتونو له افغان زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره له خپلو شریکانو سره کار کوي چې طبي ټیمونه او درمل واستوي.

بیزنس انسایډر ورځپاڼه په عین حال کې د اې بي ټي (Afghans for a Better Tomorrow) مرستندویې موسسې د ټویټ یادونه کړې چې له ولسمشر بایډن څخه یې د افغانستان د کنګل شویو زېرمو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.

مالې مېل ورځپاڼه:

مالې مېل ورځپاڼې، چې اوس یوازې انلاین خپرونې کوي، په افغانستان کې د طبي مرستو پر اړتیا لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، افغانستان د پکتیکا او خوست د زلزلې د ټپیانو د درملنې لپاره کافي وسایل او درمل نه‌لري.

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې د وزارت وياند محمدنسیم حقاني ویلي چې د عامې روغتیا وزارت کافي درمل نه‌لري نو دوی له دې ناورین سره د مقابلې لپاره د درملو او نورو ضروري شیانو مرستې ته اړتیا لري.

مالې مېل ورځپاڼه د لارو خرابوالی او د مخابراتي سیستم کمزورتیا هغو خلکو ته، چې په زلزله ځپلو سیمو کې بند پاتې دي، د مرستو رسولو په چاره کې خنډ بولي.

فوربس مجله:

فوربس مجلې هم د پکتیکا او خوست د زلزلې په اړه لیکنه خپره کړې ده. د دې مجلې پر اساس د چهارشنبې د ورځې په زلزله کې یو زرو ۱۵۰ تنه مړه شوي او طبي مرستو ته اړتیا ده.

مجلې لیکلي چې د چهارشنبې له سختې زلزلې وروسته څو وړې زلزلې شوي خو د جمعې د ورځې د زلزلې ټکانونه نسبتاً سخت و چې له کبله یې بیا مرګ ژوبلې پېښې شوې.

مجلې د امریکا د جیالوجیکي سروې له مخې د پرونۍ زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۳ ښوولی دی.

XS
SM
MD
LG