د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

ټیلیګراف: د افغان سېکانو وروستۍ ډله په نښه شوې


د کابل په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو په دې عبادتځای یا ګردواره د وسله‌‌والو په برید کې دوه تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي.
د کابل په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو په دې عبادتځای یا ګردواره د وسله‌‌والو په برید کې دوه تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي.

ټيليګراف:

ټیلیګراف ورځپاڼې په کابل کې د شنبې د ورځې برید ته پام کړی او په یوه مقاله کې یې لیکلي، چې د افغان سېکانو وروستۍ ډله په نښه شوې ده.

په دې پېښه کې د ګوردواره د یوه سېک ساتونکي په ګډون دوه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

د شنبې په سهار (د جون په ۱۸ مه) څو تنه وسله وال د کابل په کارته پروان کې د سېکانو عبادتځای ته له یوه ځانمرګي بریدګر سره ننوتل او لاسي بم یې ور وغورځاوه.

د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې خراسان څانګې چې د داعش په نامه يادېږي، د پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.

ټیلیګراف د سېک مشرانو له قوله ویلي، چې د برید پر مهال شاوخوا ۳۰ کسان په ګوردواره کې وو.

وروسته راغلي، چې افغانستان څو لسیزې وړاندې د سېکانو لپاره ډېر ښه هېواد وو او په ۱۹۸۰ لسیزه کې په دغه هېواد کې شاوخوا ۳۰۰ زره سېکان اوسېدل.

د سېکانو مشران وايي، چې اوس د دې اقلیت یوازې شل کورنۍ په افغانستان کې پاته دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندم بګچي په اندېښنه څرګندولو سره ویلي، چې د افغان سېکانو وضعیت له نږدې څاري او د کابل د شنبې د ورځې د برید د نورو جزییاتو په تمه دي.

د هند حکومت د شنبې په شپه اعلان وکړ، چې تر سلو زیاتو افغان هندوانو او سېکانو ته یې برېښنايي ویزې ورکړي دي.

نوي ډیلي په رسمي توګه دا خبر نه دی اعلان کړی، خو هندي رسنیو د (د جون په ۱۹) د ویزو چارواکو له خولې ويلي، چې هندوانو او سېکانو ته ویزې صادرې شوې دي.

آى نيوز:

آی نیوز خپرونې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ته په پام یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي، چې افغانان د اقتصادي بحران له کبله اړ شوي چې د خپل بدن غړي وپلوري.

په مقاله کې راغلي، چې له هغه راهیسې د ژوند لګښتونه مخ په زیاتېدو دي چې په اګسټ میاشت کې طالبانو افغانستان ونیوه او له کبله یې دا هېواد بې ثباته شو او ګڼو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې.

وروسته راغلي، چې د انګلستان په ګډون له افغانستان سره نړیوالې مرستې یا کمې شوې او یا هم د حکومت تر کنټرول لاندې پروګرامونو څخه ګرځول شوي دي.

په مقاله کې د کریسچن ایډ موسسې راپور ته اشاره شوې چې وايي، د عامه ترانسپورټ بیه چې مخکې له لسو څخه تر شلو افغانیو وه، اوس له دېرشو تر پنځوسو افغانیو پوري لوړه شوې ده، په داسې حال کې چې د ۵۰ کیلو ګرامه اوړو بیه له دوه زره افغانیو څخه درې نیمو زرو افغانیو ته لوړه شوې ده.

د کریسچن اېډ د راپور د دې برخې یادونه هم شوې چې وايي، د بیو له لوړېدو سره خیریه موسسو ته مراجعه زیاته شوې او موسسې د زیاتې غوښتنې له کبله له ستونزو سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG