د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

د ملګرو ملتونو امنيت شورا غونډه کې د افغانستان پر وضعيت خبرې وشوې


د ملګرو ملتونو غونډه
د ملګرو ملتونو غونډه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د افغانستان د وروستۍ مرګونې زلزلې په ګډون د دغه هېواد پر حالاتو خبرې وشوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت استازي د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو په اړه څرګندونې وکړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازندوی دفتر سرپرست او مرستیال رامز الاکبروف وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څپڅپانده دی.

ده دا خبره پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل راپور کې وکړه.

ښاغلي الاکبراوف چې له کابله د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کولې، وويل: "د طالب چارواکو له عمومي عفوې او بیا بیا ډاډ ورکولو سره سره، یوناما په تکرار د پخواني حکومت د غړیو خلاف د بد چلند، وژنو او سرغړونو په اړه باوري ادعاوې ترلاسه کوي. یوناما همدا راز د طالبانو له لوري د هغو کسانو پر ضد چې له وسله والو مخالفانو او د داعش له خراسان څانګې سره د اړیکو په لرلو تورن شوي، د سرغړونو باوري ادعاوې ترلاسه کړي دي."

ده د خپلو خبرو په دوام کې وویل، باید داسې اقدامات وشي چې د دغو سرغړونو مخه ونیول شي او له عاملانو څخه یې پوښتنې وشي.

افغانستان کې له تېرو څه باندې لس مياشتو راهيسې د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.
افغانستان کې له تېرو څه باندې لس مياشتو راهيسې د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.

د طالبانو حکومت په دې اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي خو پخوا یې دا ډول ادعاوې رد کړي دي.

د یوناما مرستیال او سرپرست همدا راز وویل، طالبانو د سوله ییزو غونډو، د بیان ازادي او مدني ټولنې په شان د خلکو پر اساسي حقونو محدودیتونه زیات کړي دي.

د ده په وینا دې ډول محدودیتونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه په نخښه کړي او په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژوند کې یې د هغوی ګډون محدود کړی دی.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د امریکا استازې هم دغو محدودیتونو ته اشاره وکړه، ویې ویل: "که طالبان غواړي چې له نړیوالې ټولنې سره یې اړیکې عادي شي، له ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژونده د ښځو د محرومولو په برخه کې دې محدودیتونه فوراً لېرې کړي. زموږ غوښتنې د ملګرو ملتونو د سیستم پر اساس ولاړې او ساده دي. باید ټول افغانان خبرې وکړای شي، خپل نظر بیان او بې ډاره زده کړه وکړای شي."

د یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم د امنیت شورا په غونډه کې د هغو محدودیتونو یادونې وکړې چې طالبانو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګولي دي.

XS
SM
MD
LG