د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

يو شمېر ولايتونو کې په شخصي هڅو نجونو ته د زده کړو زمينه برابر شوې


ارشيف
ارشيف

که څه هم طالبانو اجازه نه‌ده ورکړې چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته ولاړې شي، خو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په شخصي هڅو د یو شمېر نجونو لپاره د زده‌کړو زمینه برابره شوې.

یوه همداسې هڅه د جلال‌اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د جهانزیب ځلاند له‌خوا شوې.

هغه ځوان چې په خپل شخصي لګښت یې لږ تر لږه پنځوس نجونو ته د دیني او عصري علومو د زده‌کړو زمینه برابره کړې.

د جهانزیب ځلاند وړیا ښوونیز مرکز د جلال‌اباد په شپږمه ناحیه کې فعال دی او له ۷ تر ۱۹ کلنې نجونې او هلکان په کې د دیني علومو او عصري زده‌کړې کوي.

په دې ښوونیز مرکز کې سهار او ماسپښین په بېلابېلو وختونو کې زده‌کوونکې راټولېږي او ښوونکي یې په جلا جلا برخو کې ورته تدریس کوي.

جهانزیب ځلاند وايي، د نجونو لپاره ښځینه ښوونکي تدریس کوي او هڅه یې دا ده چې دا زده‌کوونکي ډېر څه زده‌کړي.

نوموړی وايي: "هدف مو یوازې دا دی، هغه کورنۍ یا هغه ماشومان چې د غربت له امله یې تعلیم پرېښی او له دې امله چې وس نه‌لري چې تعلیم وکړي، موږ غواړو چې دې ډول ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابره کړو."

د طالبانو د حکومت لخوا د نجونو ښوونځي لا هم تړلي دي.
د طالبانو د حکومت لخوا د نجونو ښوونځي لا هم تړلي دي.

دې وړیا ښوونیز مرکز ته هغه نجونې هم راځي چې طالبانو پرې د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

جهانزیب ځلاند وايي، غواړي په افتخاري ډول د لا زیاتو ماشومانو لپاره امکانات برابر کړي، خو په دې برخه کې د مرستندویه بنسټونو لاس‌نیوي ته اړتیا لري، څو د یادو زده‌‌کوونکو لپاره د تدریسي موادو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

له دې وړاندې د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم په شخصي هڅو د زده‌کوونکو لپاره د علم دروازې پرانستل شوي.

دا هڅې وروسته تر دې لا زیاتېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او له لس میاشتو تېرېدو وروسته یې، لا هم د پرانستو په اړه کومه پرېکړه‌ نه‌ده کړې.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړلو طالبان په پراخه کچه تر پوښتنې لاندې راوستي او دا کار یې د علم ضد پلان بلل شوی، خو طالبانو دا د خپل مشر پرېکړه بللې او وايي، په دې یوه تګ‌لاره جوړوي.

نجونې لا هم په بې صبرۍ د خپلو ښوونځيو پرانيستلو خبر ته شېبې شمېري.
نجونې لا هم په بې صبرۍ د خپلو ښوونځيو پرانيستلو خبر ته شېبې شمېري.

هغه تګ‌لاره چې د لس میاشتو له تېرېدو وروسته هم جوړه شوې نه‌ده.

لویه نیوکه دا ده چې طالبان د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره په یوه یا هم دوه ورځو کې پرېکړه کوي، خو د افغانانو د راتلونکې په اړه یې برخلیک ټاکوونکې موضوع په لوی لاس ځنډولې ده.

د بېلګې په توګه طالبانو د پنج‌شنبې په ورځ د دیني عالمانو لویه غونډه رابللې، څو د افغانستان په اړه یو شمېر مهمې پرېکړې وکړې.

هغه غونډه چې له وړاندې یې د جوړښت په اړه ویل کېږي چې طالبانو خپل پلویان ور غوښتي، څو د دوی د کورني مشروعیت سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG