د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

پر سیدالشهدا خونړۍ حمله؛ زده‌کوونکې د رواني درملنې لپاره بېرته خپل ښوونځي ته ورځي


ارشیف، بامیان کې یو شمېر زده‌کوونکې چې کابل کې پر ښوونځي د حملې په اعتراض راوتلي.
ارشیف، بامیان کې یو شمېر زده‌کوونکې چې کابل کې پر ښوونځي د حملې په اعتراض راوتلي.

د کابل په لوېديځ کې د یوه ښوونځي مخې ته تر بمي حملې وروسته د دې ښوونځي زده‌کوونکې د رواني درملنې لپاره بېرته خپل ښوونځي ته ورځي.

دوی وايي چې هېڅکله به ونه‌وېرېږي او نه به له زده‌کړو لاس واخلي. د مې میاشتې په اتمه په دې حمله کې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

د سیدالشهدا ښوونځي مخې ته تر ترهه اچوونکې بمي حملې څو اوونۍ وروسته، یو له دغو زده‌کوونکو فاطمه نوري او د دې نورې ټولګیوالې په خپل ټولګي کې راټولې شوې.

د کابل په لوېديځ کې دا ښوونځی د مې میاشتې له اتمې نېټې راهیسې تړلی و.

پر سیدالشهدا ښوونځي برید کې یوه ټپي شوې زده‌کوونکې
پر سیدالشهدا ښوونځي برید کې یوه ټپي شوې زده‌کوونکې

په دې حمله کې د لږترلږه ۸۰ کسانو د وژل کېدو او ۱۶۰ نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شول چې ډېری یې د ښوونځي زده‌کوونکې نجونې وې.

فاطمه وايي، د رخصتي پر وخت بمي چاودنه وشوه.

خو فاطمه غوندې ډېرې نجونې دي چې خپلو زده‌کړو ته اوس هم ژمنې دي.

فاطمه وايي: "زه ښوونځي ته له راتګه نه‌وېرېږم که بله حمله هم وشي. زه غواړم بیا راشم او تر دې هم پياوړې اوسم، خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړم. حمله کوونکو ته زما پیغام دا دی چې دوی په حملو زموږ مخه نه‌شي نیولای او موږ به تر دې هم پیاوړي شو."

د فاطمې پر ښوونځي د حملې مسئولیت تر اوسه هېڅ ډلې نه‌دی اخیستی.

د امریکا د حکومت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې تر درې‌نیم ملیونه زیاتې نجونې ښوونځو ته ځي. په ۹۰مه لسیزه کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښوونځيو دروازې د نجونو پر مخ تړلې وې.

وروسته له هغه چې بهرنیو ځواکونو له افغانستان په بشپړه د وتلو اعلان وکړ، پر ښځينه خبریالانو، د بشري حقونو پر فعالانو او زده‌کوونکو د سخت‌دريځو حملې زیاتې شوې دي.

د سیدالشهدا ښوونځي د قرباني شویو زده‌کوونکو پر مېزونو د هغوی د یاد په پار د ګلونو ایښودل شوې ګېډۍ
د سیدالشهدا ښوونځي د قرباني شویو زده‌کوونکو پر مېزونو د هغوی د یاد په پار د ګلونو ایښودل شوې ګېډۍ

په همدې حال کې د کوچنیانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یا یونېسف اټکل کوي چې ۳.۷ ملیونه کوچنیان ښوونځي ته نه‌ځي چې ۶۰ فیصده‌یې نجونې دي.

XS
SM
MD
LG