د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۸

۳امریکايي سناتورانې: امریکا دې د افغان مېرمنو د حقونو خوندیتوب ته سفیر وټاکي


امریکايي سناتوره جېنې شاهین(چپ)جمهوریپالې سوزان کولینز او مازي هیرونو
امریکايي سناتوره جېنې شاهین(چپ)جمهوریپالې سوزان کولینز او مازي هیرونو

د امریکا درېیو ښځینه سناتورانو د ولسمشر جو بایډن پر حکومت غږ کړی چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د بهیر له بشپړېدو وروسته د افغان مېرمنو د حقونو د خوندیتوب لپاره یو ځانګړی استازی یا سفیر وټاکي.

د'سي.بي.اېس' خبري شبکې د راپور له مخې دموکراتو سناتورانو مازي هیرونو او جېني شاهین او جمهوریپالې سوزان کولینز دا غوښتنه په هغه لیک کې کړې چې سپینې ماڼۍ ته یې استولې ده.

د دې غوښتنې له مخې د ښځو د چارو لپاره عمومي سفیر یا استازی به د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره چې د امریکا د حکومت له لوري د افغانستان د سولې د هڅو مشري کوي، په ګډه کار وکړي.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د ښځو پر وړاندې د تشدد په پېښو او پر ښځینه فعالانو په وسله والو بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی، دې سناتورانو ولسمشر بایډن ته لیکلي چې په ټوله کې د نړۍ په کچه د ښځو د اړوندو مسایلو لپاره یوه استازې یا استازی وټاکي، څو په افغانستان کې د ښځو د حقونو خوندیتوب یقیني کړي.

مازي هیرونو وویل دا او نور همکاران یې پر افغان مېرمنو د را روانو حالاتو له کبله خورا زیاته اندېښنه لري
مازي هیرونو وویل دا او نور همکاران یې پر افغان مېرمنو د را روانو حالاتو له کبله خورا زیاته اندېښنه لري

مازي هیرونو پرون جمعه (د غبرګولي ۷مه) 'سي.بي.اېس' نیوز ته وویل چې دا او نور همکاران یې پر افغان مېرمنو د را روانو حالاتو له کبله خورا زیاته اندېښنه لري او دوی له ولسمشر بایډن څخه تمه لري چې دې برخه کې یو څه وکړي.

دې ډموکراتې سناتورې زیاته کړه، دا مساله به په راتلونکي کې هم تعقیب کړي او د خپلې غوښتنې په اړه به له سپینې ماڼۍ څخه بیا-بیا پوښتنه وکړي.

د ملګرو ملتونو د یوه وروستي راپور له مخې په افغانستان کې د روان میلادي کال په لومړۍ ربع کې د تېر کال د همدې مودې پرتله د ښځو په مرګ ژوبله کې په سلو کې ۳۷ زیاتوالی راغلی.

د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د کابل په دشت برچي سیمه کې د سیدالشهدا ښوونځي مخې ته په چاودنو کې د افغان چارواکو په وینا د لسګونه زده کوونکو نجونو په ګډون نژدې سل کسان، ووژل شول او له ۱۵۰ زیات نور ټپیان شول. افغان حکومت طالبان په دې برید ګرم بللي، خو ښاغلي خلیلزاد په کانګرس کې د خپلو وروستیو څرګندونو پر مهال وویل چې ښايي دا برید د اسلامي دولت ډلې یا داعش کار وي.

د کابل په لویدیځ کې پر سیدالشهدا ښوونځي برید کې لسګونه زده کوونکې ټپیان او ووژل شول.
د کابل په لویدیځ کې پر سیدالشهدا ښوونځي برید کې لسګونه زده کوونکې ټپیان او ووژل شول.

درېیو سناتورو مېرمنو سپینې ماڼۍ ته په خپل لیک کې دې پېښې ته د اشارې په ترڅ کې ویلي، که د افغان مېرمنو حقونو او خوندیتوب ته لومړیتوب ورنه کړل شي، نو دا خطر شته چې د دوی راتلونکې تیاره وي.

د سولې په بهیر کې د افغان مېرمنو پیکه ونډه یوه هغه موضوع ده چې په کورنۍ او نړيواله کچه یې انتقادونه پارولي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي و چې افغان حکومت او شریکانو یې د سولې په بهیر کې د افغان ښځو د بشپړې ونډې ډاډ نه دی ورکړی.

شهرزاد اکبر وايي افغان مېرمنو په نړیواله کچه اوربند او سولې ته هڅې پیل کړي
شهرزاد اکبر وايي افغان مېرمنو په نړیواله کچه اوربند او سولې ته هڅې پیل کړي

خو د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د پنجشنبې په ماښام وویل چې افغان مېرمنو په ملي او نړیواله کچه په افغانستان کې د اوربند او سولې د ټینګښت په مقصد هڅې چټکې کړي دي.

مېرمن اکبر د نیولاینز انسټیټیوټ تحقیقاتي مرکز ته د وینا پر مهال وویل چې د افغان ښځو د دې هڅو هدف د سولې په پروسه کې د بامفومه رول لوبول دي څو د دوی غوښتنې او غږ واورېدل شي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG