د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

پر سیدالشهدا ښوونځي برید؛ د قربانیانو کورنۍ: دولت دې د ' نسل وژنې' مخه ونیسي


پر سیدالشهدا ښوونځي برید کې وژل شوې زده کوونکې
پر سیدالشهدا ښوونځي برید کې وژل شوې زده کوونکې

د کابل په لویدیځ په یوه جومات کې د سیدالشهدا په نوم نجونو پر ښوونځي د حملې د قربانیانو د 'څلوېښتۍ' مراسم د دوی د وژل کېدو په ۲۱مه ورځ ترسره شول.

‎د دغې خونړۍ حملې د وژل شوېو کورنۍ وایي، په ځلونو یې د خپلې سیمې، ښوونیزو، فرهنګي او مذهبي مرکزونو د امنیت د خوندیتوب غوښتنه کړې، خو په خبره یې دولت ورته پاملرنه نه دی کړی.

‎د دغه مراسمو ګډون والو د جمعې (د غبرګولي ۷مه) په ورځ د یوې پرېکړه لیک په خپرولو وویل چې په یو ‌‌‌‌‌‌ډول د 'نسل وژنې' له ګواښ سره مخ دي او حکومت او د دغه ‌‌‌‌‌‌ډول حملو د عاملینو په پېژندلو او سزا ورکولو کې د پام وړ اقدام نه دی کړی.

‎د دغو مراسمو د یو تنظیموونکي امین ارمان په خبره، د قربانیانو د کورنیو غوښتنې په دې پرېکړه لیک کې داسې بیان شوي:

  • "موږ د شهیدانو کورنۍ، د سیدالشهدا ښوونځي ته څېرمه او د کابل د لویدیځ اوسېدونکي له افغان حکومت، بشري حقونو او نړیوالې ټولنې غواړو چې د ثور په ۱۸ مه نېټه پر سیدالشهدا ښوونځي دغه ترهګریزه حمله وڅېړي.
  • له حکومته په جدي ‌‌‌‌‌‌ډول غواړو ، د کابل د لویدیځ اوسېدونکو، د ښوونیزو او روزنیزو مرکزونه امنیت خوندي کړي.
  • دولت مکلف دی چې د نسل وژنې مخه ونیسي، په غیر صورت کې به شعیه او هزاره خلک نړیوالو محاکو ته مراجعه وکړي."
د کابل په لویدیځ کې پر سیدالشهدا ښوونځي له برید وروسته د زده کوونکو د جنازې مراسم
د کابل په لویدیځ کې پر سیدالشهدا ښوونځي له برید وروسته د زده کوونکو د جنازې مراسم

پر سید الشهدا ښوونځي له حملې ۲۱ ورځې اوړي، ‎په دغه پېښه کې درې پرله پسې چاودنې وشوې چې سل زده کوونکې یې ووژلې او تر ۲۴۰ زیاتې یې ټپیانې کړې.

‎د جمعې د ورځې د دې مراسمو تنظیموونکو په خپل پرېکړه لیک کې دغه حمله 'وحشیانه، د انسانیت او پوهې ضد" وبلله.

‎د دغې پېښې پړه تر دې دمه کومې ‌‌‌‌‌‌ډلې یا کس په غاړه نه ده اخېستې، خو د قربانیانو کورنۍ یې د عاملینو د پېژندلو او سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

‎حکیم اخلاقي چې خورزه یې په دې پېښه کې وژل شوې ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "دا پېښه باید په جدي ‌‌‌‌‌‌ډول وڅېړل شي او وموندل شي چې د دغې پېښې تر شاه د چا پټ لاسونه وو؟ ولې باید هرکله موږ هدف وګرځول شو؟"

‎د قربانیانو د کورنیو یوې بلې غړې راضیه شفایي بیا وایي: "زه د شهیدې فرزانې مور یم، زموږ اصلي غوښتنه دا ده چې امنیت مو خوندي شي، نور دې د بې چاره وو وینه نه توییږي، بله هېڅ غوښتنه نه لرم پرته له دې چې د دغو بې ګناه قاتلینو ته سزا ورکړل شي او نور عام وژنه پای ته ورسېږي."

‎د دغې حملې د قربانیانو د کورنیو یوه بله غوښتنه د لادرکه شوېو زده کوونکو موندل دي.

‎یوه له دغو لا درکه شوېو شکریه نومېږي، پلار یې ویلي چې دولتي بنسټونو یې د لور د موندلو په برخه کې ورسره مرسته نه ده کړې، خو د جمعې د ورځو په دې مراسمو کې ټینګار وشو چې دولت یې د یوې نښې په موندلو کې هڅه وکړي.

کابل کې له چاودنې دوه اوونۍ وروسته، شکريه لاهم لادرکه ده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00


‎د ثور په ۱۸مه نېټه د سیدالشهدا ښوونځی حملې د وژل شوېو کورنیو دولت او ان نړیوالې ادارې د کابل په لویدیځ کې پر ښوونیزو، فرهنګي او مذهبي مرکزونو د پرله پسې حملو په په چوپتیا تورن کړل.

‎دا په داسې حال کې ده چې د علي محمد ویس په مشرۍ د ملت ارادې ګوند هم په کابل کې د روان امنیتي وضعیت په اړه نیوکه کړې.

‎د ده په حضور د یاد ګوند سلګونو غړو په کابل کې د یوې غون‌‌‌‌‌‌ډې په ترڅ کې د خبریالانو، سیاسي څېرو او مدني فعالانو هدفي وژل وغندل.

‎ښاغلي ویس په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل:"امنیت زموږ خوندي نه دی، وژل کېږو موږ، سولې ته ونه رسېدو، امنیتي او استخباراتي بنسټونه په څه بوخت دي؟ بې وزلۍ او وزګارتیا سره مخ یو، موږ نور ستړي یو، اورېدونکی غوږ دې پیدا کړي او د هدفي وژنو مخه دې ونیسي."

‎د دغه ګوند په پرېکړه لیک کې راغلي چې نا امنۍ، سیاسي کړکېچونه او اقتصادي ستونزې هره ورځ بلې ته د اندېښنو د زیاتېدو لامل ګرځي.

‎دغه ګوند خبرداری ورکړی چې که حکومت د دغو ستونزو د حل لپاره اقدام ونه کړي لاریونونه به وکړي.

‎د افغان حکومت ویاندویانو په کابل کې د دغو دواړو غون‌‌‌‌‌‌ډو په ترڅ کې د غوښتنو په اړه خبرې ونه کړې او د دوی د نظر د تر لاسه کولو لپاره د ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو هڅو هم کومه پایله ورنه کړه.

XS
SM
MD
LG