د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

د سیدالشهدا ښوونځي له قربانیانو سره همدردي؛ افغان غر ختونکې شاه فولادي ته ورسېدې


له عاقلې سره دا وار د بابا غره ته اووه نورې نجونې فاطمه سلطاني، زهرا کریمي، حسینا حسین‌زاده، مبارکه محمدي، اژینا جهانبین، مرضیه مهاجر او ریحانه محمدي هم وختلې، دوو نارینه‌وو لوبغاړو رحمت اکبري او بابا فاضل‌یې ملتیا کوله.
له عاقلې سره دا وار د بابا غره ته اووه نورې نجونې فاطمه سلطاني، زهرا کریمي، حسینا حسین‌زاده، مبارکه محمدي، اژینا جهانبین، مرضیه مهاجر او ریحانه محمدي هم وختلې، دوو نارینه‌وو لوبغاړو رحمت اکبري او بابا فاضل‌یې ملتیا کوله.

د افغانستان یوه ډله غر ختونکې نجونې وايي د دشت برچي د پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ په خاطر د بابا غره تر ټولو لوړې څوکې ته وختلې.

د دې نجونو مشره عاقله هاشمي وایي د اختر په ورځو کې شاه فولادي ته چې ۵،۱۴۰ متره لوړه ده وختلې او ویې‌غوښتل وښيي چې ترهګر په بریدونو سره د افغان نجونو د پرمختګ مخه نه‌شي نیولی.

عاقلې یکشنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل: "په دشت برچي کې د یوې حملې شاهد و چې مکتب‌یې هدف وګرځاوه. موږ وغوښتل په دې کوهنوردۍ سره وښیو چې که تاسو (ترهګر) تر ټولو پست کار کوئ، موږ بیا هم نه‌تسلیمېږو او خپله روحیه له لاسه نه‌ورکوو. افغانستان ته افتخار راوړو په داسې حال کې چې د داعش او طالب له‌خوا خلک قتل عام کېږي موږ خپله روحیه له لاسه نه‌ورکوو."

عاقلې زیاته کړه چې افغانې نجونې له کلونو د داسې هدفونو د ترلاسه کولو لپاره خوارۍ کړي او غواړي پر مخ ولاړې شي.

هغې وویل که څه هم امکانات‌یې نه‌درلودل، خو د خپل هدف د ترلاسه کولو لپاره‌یې ۲۰ ساعته مزل وکړ او بالاخره شاه فولادي ته ورسېدې.

دا زیاتوي: "موږ کوهنوردي ته د خپلې علاقې په اساس لاړو او غره ته پورته شوو. د اختر اوله ورځ مو هلته تېره کړه. قله مو په ۲ بجو او ۵۲ دقیقو کې فتح کړه. بیا هوا ښه نه‌وه. طوفان و، خو کرار کرار د یو بل په کمک راښکته شولو او د شپې په ۱۲ بجو بېرته راورسېدو."

له عاقلې سره دا وار د بابا غره ته اووه نورې نجونې فاطمه سلطاني، زهرا کریمي، حسینا حسین‌زاده، مبارکه محمدي، اژینا جهانبین، مرضیه مهاجر او ریحانه محمدي هم وختلې، دوو نارینه‌وو لوبغاړو رحمت اکبري او بابا فاضل‌یې ملتیا کوله.

شاه فولادي ته روانې افغان غر ختونکې
شاه فولادي ته روانې افغان غر ختونکې

شاه فولادي په ۵،۱۴۰ متره لوړوالي سره د افغانستان په مرکزي سیمو کې د بابا غره تر ټولو لوړه څوکه ده. یو وارې مخکې دوو نورو افغان نجونو هم دا قله فتح کړې ده.

که څه هم عاقلې او همډلو یې د دشت برچي له قربانیانو سره په خپلې غره ختنې همدردي وښوده او تر دې مخکې هم د افغانستان دننه او بهر فعالانو، سیاستوالو او عامو خلکو د دشت برچي برید غندلی، خو د سیدالشهدا د ښوونځي د قربانیانو کورنۍ وايي ټپونه‌یې تازه دي. د دوی په خبره حکومت دې د تعلیمي مراکزو د امنیت د خوندي ساتلو لپاره جدي اقدامات وکړي.

د دې قربانیانو کورنۍ یکشنبه سره ټولې شوې وې او په یوه پرېکړه‌لیک کې یې ګواښ وکړ چې تر څو امنیت خوندي نه‌شي خپل بچیان ښوونځي ته نه‌لېږي.

په پېښه کې د وژل شوې ۱۷ کلنې راضیې ورور محمد اسلام وویل: "د ښوونځي امنیت خو د دولت په لاس کې دی، دولت‌یې باید امنیت ونیسي چې نورې چاودنې ونه‌شي، هغه چې پاتې دي، په ارام فضا کې به خپلو درسونو ته دوام ورکړي."

کابل کې پر سیدالشهدا ښوونځي موټر بم حمله کې ټپي شوې زده‌کوونکې
کابل کې پر سیدالشهدا ښوونځي موټر بم حمله کې ټپي شوې زده‌کوونکې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په لوېدیځ کې د امنیت د لا ټینګښت په هدف د جمهور رئیس دوهم مرستیال ته د ولسمشر له‌خوا لارښوونه شوې او د خلکو په مشوره به د امنیت د خوندیتوب یوه طرحه په دوو اوونیو کې کابینې ته وړاندې شي.

د تېرې شنبې په ورځ د کابل د ۱۳مې حوزې اړوند د دشت برچي په سیمه کې د سیدالشهدا په ښوونځي موټر بم برید کې د کورنيو چارو وزارت په وينا له ۵۰ زیات زده‌کوونکي ووژل شول او له ۱۰۰ ډېر ټپیان شول.

د قربانیانو د کورنۍ غړي وايي چې په دغه پېښه کې ۸۹ تنه وژل شوي او ۱۴۷ نور ټپيان شوي دي.

افغان ولسمشر له شپېګل المانۍ مجلې سره په یوه مفصله مرکه کې چې پښتو ژباړه‌یې پرون ماښام ارګ خپره کړې ویلي چې د دشت برچي برید ژور اغېز ورباندې کړی.

هغه ویلي دا برید طالبانو کړی او د لوېدیځ ډیپلوماسي باید په هر صورت د دوی له نازولو لاس واخلي ځکه د ده په خبره طالبان مجرمان دي او په دشت برچي کې یې په یوه برید سره ۸۵ کسان وژلي.

دغه برید چې په ملي او نړیواله کچه سخت وغندل شو، طالبانو په‌کې لاس لرل رد کړي دي او مسؤليت‌یې هم تر اوسه کومې ډلې نه‌دی منلی.

XS
SM
MD
LG