د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۳۱

د اشرف غني اختریزه وینا: له روان بحرانه د وتلو یوازنۍ لاره ټاکنې دي، نه د جګړې دوام


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د اختر په لومړۍ ورځ، افغان ولس ته د اختر د مبارکۍ پر مهال
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د اختر په لومړۍ ورځ، افغان ولس ته د اختر د مبارکۍ پر مهال

سولې ته د رسېدو لپاره له رامنځته شوي فرصته ګټه اخیستنه، انتخابات، سیاسي حل‌لاره، د جګړې او ویجاړیو پای ته رسېدل او د ملت د غوښتنې منل، د کوچني اختر له لمانځه وروسته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وینا مهم ټکي وو.

ښاغلي غني پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۳» د اختر په لومړۍ ورځ، افغان ولس ته د اختر د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې له بده مرغه لا هم په هېواد کې وینه تويېدنه روانه ده.

نوموړي د کابل په دشت برچي کې په سیدالشهدا ښوونځي او د لوګر په مرکز پل علم کې موټر بم چاودنې، په کونړ کې د قران‌الکریم پر حافظانو برید، په زابل کې د لویې لارې پر مسافرو بمي چاودنه او دغه‌شان د کندهار په ارغنداب کې د خونړیو وسله‌والو نښتو بېلګې یادې کړې.

خو ښاغلي غني طالبان مخاطب کړل او ویې‌ویل چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره ښه فرصت رامنځته شوی، باید ګټه ترې واخیستل شي.

ښاغلی غني زیاتوي: "له دې نه بل ښه فرصت نه‌شئ پیدا پیدا کولای، دا لوی فرصت دی، کیسې ختمې شوې، بهرني ځواکونه له افغانستانه بهر شول، د جمهوریت او ملت غېږه خلاصه او لویه ده، د طالبانو مشرانو! ایا خبر یاست چې ستاسې په نوم غلاوې کېږي؟ ستاسې په نوم قاچاق کوي او ستاسې په نوم له خلکو باج اخلي؟"

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د اختریزې د وینا پر مهال
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د اختریزې د وینا پر مهال

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو وړاندې ویلي، له بحرانه د وتلو یوازنۍ حل‌لاره یوې سیاسي هوکړې ته رسېدل دي، داسې هوکړه چې د طالبانو په باور د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې او بین‌الافغاني خبرو اترو له لارې ترلاسه شي.

په ارګ کې د کوچني اختر د لمانځه په مراسمو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله او ګڼو نورو چارواکو برخه اخیستې وه.

جمهو رئیس محمد اشرف غني دغه‌شان په خپله اختریزه وینا کې وویل چې د افغان سولې په اړه ملي او سیمه‌ییزه اجماع رامنځته شوې او اوس نړۍ افغانستان ته د یو ګواښ نه، بلکې د یو فرصت په توګه ګوري.

نوموړي یو وار بیا ټینګار وکړو چې نړیواله ټولنه له جمهوریت او دغه‌شان له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي او هېڅوک نه‌شي کولای چې د افغانانو ترمنځ یووالي ته زیان ورسوي.

ارشیف، افغان ځواکونه
ارشیف، افغان ځواکونه

ښاغلي غني وویل چې په پراخه کچه به نړیوالې مرستې له افغانستان سره روانې وي.

ښاغلی غني زیاتوي: "له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو نوی فصل پرانیستل شوی او تاسې باور ولرئ چې نړیوالې مرستې به په نوي او بهتره بڼه تنظیم شي، داسې ورځ نه‌وي چې زه د ټیلیفون او د اړیکو له نورو لارو نه په ګټنې د کلک ملاتړ غږ وانه‌ورم."

ښاغلي غني په افغانستان کې د ملي تأسیساتو ورانېدو ته په اشارې وویل، د نړیوالو بنسټونو موندنې ښيي چې په تېر یو کال کې وسله‌والو طالبانو د یو میلیارد ډالرو په لګښت بنسټیزو پروژو ته زیان رسولی او لا هم دا چاره روانه ده.

خو طالبانو وړاندې دا ډول راپورونه رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو د اختر په درېیو ورځو کې اوربند اعلان کړی، خو مبارکه روژه بیا د افغانانو لپاره خونړۍ وه.

نه‌یوازې دا چې له بېلابېلو ولایتونو د سختو نښتو راپورونه ورکول کېدل، بلکې په لوګر او کابل کې موټر بم حملې هغه څه وې چې سلګونه ملکیانو ته‌یې مرګ‌ژوبله واړوله.

افغان حکومت د اختر په ورځو کې د طالبانو د اوربند هرکلی کړی او غوښتنه‌یې کړې ده چې دغه ډله تل‌پاتې اوربند وکړي، خو طالبانو له اختر وروسته اوربند رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG